fbpx

استعمار په نړی، سیمه او هیواد کی (۱)

لیکوال:  الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

مقدمه یا سریزه

زمونږ د ګران هیواد، سیمی او د ټول مظلوم بشریت استثمارول او غلامول اوسنی یا پرونی نه بلکه دبشری ژوند له اوله پیل شوی او تر اخره به دوام لری همدا د ( حق او باطل جنګ ) یا د ( الهی ازموینه ) ده چه انسان پکی د الهی ارشاداتو او شیطانی وسوسو تر منځ قرار لری چه څه خوښوی او څه ردوی ، ښو کړنو ته یی مکافات او بدو کړنو ته یی مجازات ټاکل شوی دی.

په دی الهی ازموینه کی انسانان په دوو ډلو ویشل شوی یوه د الهی اړخ ډله ده چه د قانع او مطمن انسانان هم ورته ویلی شی ، او بله یی د شیطانی اړخ ډله ده چه د اسفل سافلینویا حریصو انسانانو په نوم هم یادیدلی شی .

اول : قانع او مطمن انسانان

قانع انسانان الهی لارښودنو ته تسلیم اوتل د الهی ارشاداتو له مخی خپل اودخپلی کورنی ژوند عیاروی دوی په الهی ازموینه کی بریاوی تر لاسه کوی په عبادت ( توحید او اطاعت ) کی تر ټولو دمخه وی په ( انا لله و انا الیه راجعون ) پوره باور او ایمان لری مطمن انسانان له یوه الله ج غیره بل چا ته دعبادت سره نه ښکته کوی ټول انسانان د ژوند د عامه حقوقو او امتیازاتو له مخی سره مساوی ګڼی ( مګر هغه چه تقوی لری ) . الله ج د مطمنو انسانانو په هکله فرمایی چه ( دوی زما رښتینی بندګان ، زه له دوی راضی او دوی له ماراضی دی دخپلو جنتونو زیری ورکوی ) همدی انسانانو ته اشرف المخلوقات هم ویل کیږی .

دوهم : حریص او استثمارګر انسانان

دوی د قانع انسانانو په مخالف قطب کی قرار لری دوی ته ( لوامه ) یا هغه کسان هم ویل کیږی چه نفسونه یی د دوی په کنترول کی نه بلکه دوی د خپلو نفسونو په بندګی کی قرار لری ، حرص پکی ډیره وده کړی وی کوم چه د استثمار ، فساد او بی ګناه وینو تویولو وسیله جوړیږی دوی د انسان په قیافه او جامه کی شیطانان یا د الله ج د مخلوقاتو تر ټولو ښکته او ذلیله مخلوق یا اسفل سافلین بلل کیږی،دا هغه بدمرغه انسانان دی چه شیطانان یی د زیات حرص په لرلو په سینو کی مادی او شیطانی وسوسی اچوی،یعنی شیطانان په فزیکی ډول څوک بدو کړنو ته نه شی راښکدلی د وسوسو په اچونه یی بی لیاری او بدو کړنو ته وهڅوی حرص دی چه انسانان استثمار ، جنګونو، هر ډول فسادونو او بی ګناه وینو تویولو ته هڅوی حریص انسانان د مظلومو انسانانو د غلامولو او استثمارولو د پاره په هغو ظلم او وحشت ته اړباسی او ځانونه تر نورو لوړ او پیاوړی ګڼی دغه پورته والی د الله ج د خدایی سره د موازی مسابقی په معنی دی .

برخلاف مطمن او قانع انسانان یا اشرف المخلوقات تل د دغو وحشیانو او ظالمانود وحشت او مظالمو په مقابل کی جد و جهد او مجادله لری تر څو ځانونه او نور مظلوم انسانان د دهغو له شراو فساد ، استثمارولو او غلامولو وژغوری . مطمن انسانان ، د همدی اصل ( انا لله و انا الیه راجعون ) په بنا ځانونه د الله ج په مالکیت او واک کی ګڼی په دی پوره باوری دی چه ( له هغه لوی ذات شته شوی او هغه ته ورتلونکی دی ) ځانونه د خالق لایزال امانت او د هغه په واک کی د الله ج د ( عبادت ) د پاره خلق شوی دی د عبادت اساس ( توحید ) اود عبادت نوره ټوله ودانی یی د الله ج ( اطاعت ) او د اوامرو په عملی کولو ولاړه ده چه روبنا هم ورته ویلی شی .

توحید ( زیربنا )

توحید کی د الله ج د ( مالکیت اصل ) خوندی کوی یعنی الله ج هغه ذات چه هر څه له هغه منشا او سرچشمه نیولی یا هرڅه هغه خلق کړی د هغه مالکیت دی او د هغه په وضع شوو اوامرو او قوانینو چلیږی د هر څه مالک الله ج دی زمونږ د جسم د تغذیی ، ساتنی او روزنی واک د هغه سره دی، مونږ ته هستی او نیستی د ده له خوا ده یعنی هم دی مو زیږوی او همدی مو له هر ډول کړنو بی واکه کوی یعنی زمونږ مړینه دا معنی چه مونږ د الله امانت خپل خاوند ته سپارو ، همدا د ( انا لله و انا الیه راجعون ) تفسیر او هدف دی .

اطاعت ( روبنا )

اطاعت کی ، د الله ج د حلالو او حرامو یا د ( شریعت ) اصل نغښتی دی ، یعنی د حرامو او حلالو مرجع خالق لایزال دی انسانان د دی پوهه او وړتیا نه لری چه ځانونو او نورو ته اساسی قانون ( حرام او حلال ) وټاکی که انسانان دا صلاحیت له الله ج غصب کړی د هغه حرص له مخی چه په فطرت کی یی لری د ځانونو په ګټه او د نورو په تاوان به قوانین وضع کړی او د خپل مالکیت په زیاتوالی کی به پرله پسی زیاتوالی کوی ( لکه نن صبا چه یی مونږ په لیدلو سترګو هر چیری ګورو ) د قانون په زور به استثمارول او غلامول کوی ، د انسانانو څخه د هغو د مالکیت او قانون وضع کولو صلاحیتونو اخستنه دهغو د حرص راښکته کول یا محوه کول دی ولی ؟ ځکه چه له یوی خوا انسانان دومره پوهه او وړتیا نه لری چه د پوره سولی او بشپړی هوساینی د تامینولو او ساتلو د پاره د ټولو د پاره عل السویه ګټور قوانین وضع وکړی طبیعی ده چه هرڅه به په خپله ګټه او د نورو په تاوان جوړوی وایی ( که چا تله د انصاف په لاس کی درکړه خپل ټټو او د بل خر به برابر کړی ) دا به په ټولنه کی د حرص، استثمار ، فساد ، جنګونو او وینو تویولو اساس ږدی هغوی چه د الله ج دغه د مالکیت او شریعت اصلیتونه یی په زور غصب کړی او خپل کړی انسانی ټولنی یی د استثمارولو او غلامولو سره مخ کړی دی .

عبادت یا خلافت

همدغه د توحید ( زیربنا ) او اطاعت ( روبنا ) مجموعی ته عبادت یا خلافت ویل کیږی ، قانع او مطمن انسان ته اشرف المخلوقات هم ویلی شی ، قانع او خلیفه د هغه خداګونه انسان پیژندنه ده چه د الله ج په مالکیت کی د الله ج د اصولو لاندی د نړی په ټولو مخلوقاتواو موجوداتو مدبرانه مدیریت او اداره په غاړه لری ، د ټولو د پاره مثبت بدلونونه په نظر کی لری لکه په یوه اداره کی چه دهغه اداری اداره چی د هغه اداری د مالک د اصولو لاندی مدیریت تر سره کوی الله ج فرمایی چه ما پیریان او انسانان د عبادت د پاره پیدا کړی عبادت د توحید او اطاعت مجموعی ته ویل کیږی .

انسان ته د مالکیت او شریعت صلاحیتونو نه ورکول د انسانانو سره ( د شیطانی وسوسو) څخه ژغورنه ، او د الله ج لویه مهربانی او په الهی ازموینه کی د انسانانو سره د الله ج عظیمه مرسته ده که نه انسانان ډير کمزوری مخلوق دی د شیطانی وسوسو په مقابل کی نه شی کولی ځانونه وژغوری د ملایکو د هغه یادونی په مقابل کی چه ویلی یی وو (( تاسی هغه څوک پیدا کوی چه په زمکه به فساد او وینی تویوی؟ )) الله ج انسانانو ته د ( خلافت یا عبادت ) د بی ساری نعمت په ورکولو د ملایکو هغه یادونی ته په عملی بڼه کی ځواب ورکوی یعنی انسانان که د الله ج د مالکیت او شریعت صلاحیتونه غصب نه کړی د استثمارولو او استعمارولو مخه نیول کیږی ( کوم چه د هر ډول جنګونو ، بی ګناه وینو تویولو ، فسادونو او بی عدالتیو سبب ګرځی ) د حریص انسان په ځای تری قانع یا خلیفه انسان جوړیږی . حرص دی چه انسانان د شیطانی وسوسو ښکار کیږی د خپل مالکیت د زیاتوالی د پاره نور استثماروی او غلاموی .

څو عملی مثالونه :

لمړی : د ابلیس حرص او لویوالی

شیطان ته ډیره پوهه او لوړمقام ورکړشوی وو تر دی چه د ملایکو استاذی یی کوله کله چه شیطان د زمکی د خلیفه پیداکولو اګاهی پیدا کړه ( کوم چه خداګونه مقام وو ) ابلیس ورته د هغه حرص له مخی چه لرلو یی بی حوصلی شو په خپل مقام یی قناعت ونکړو د زمکی د خلافت وړتیا یی یواځی ځان کی لیدله کله چه دغه مقام خاورین ادم ع ته ورکړی شو ، له هغه سره یی بی ساری کرکه ، کینه او دشمنی خلق شوه . کله چه الله ج ، ادم ع ته د هغه د خلافت د مقام په احترام ټولو ته د سجدی کولو امر وکړو ، شیطان له سجدی کولو انکار وکړلو ویل زه له اوره او دی له خاوری پیدا دی ( یعنی د حرص له امله یی ورسره کرکه او دشمنی او د خپل لویوالی له امله یی ورته سجده ونکړه ) د حرص او لویی په لرلو یی د الله ج له امره سرغړونه وکړه تر دی چه هغه ګټل شوی مقام یی هم له لاسه ورکړو او سربیره پر هغه د الله ج له رحمته بی برخی شو .

دوهم : جنت کی د حرص د ممنوعه میوی خوړل

شیطان جنت کی ، ادم ع او بی بی هوا ته د دی وسوسه واچوله (( چه که د هغه ممنوعه ونی میوه ونه خوری له جنته به ووځی )) ، له کومه چه دوی منع شوی وو ، د حرص له امله د شیطانی وسوسو ښکار شول . وایی ، د دغه حرص ونی زیلی یا نیلی په زمکه او خاخونه یی ورله د ادم او بی بی هوا د ازموینی دپاره جنت ته رسولی وو . د حرص میوه که د جنتی بدن ته ننوځی د جنت د اوسیدو وړتیا له لاسه ورکوی، د حرص د ونی زیلی په زمکه کی زغلیدلی او خپری شوی دی دا چه زمکه د ازموینی ډګر ټاکل شوی وو حرص د شیطانی وسوسو وسیله او د زمکی ځانګړتیا ده .

دری واړو ته د جنت څخه د وتلو امر وشو ، ورته وویل شول چه ځینی به مو د ځینو دشمنان وی هغه اړخ چه د الله ج په لارښودونو یی عمل وکړو همدی جنتونو به دوباره راتلونکی وی هغه به د حق پلویان او قانع انسانان وی او هغه چه د باطل اړخ یا د شیطان اړخ یی ونیوه هغوی به د شیطانانو سره یو ځای د جهنم په هغه اورکی سوځول کیږی چه د سیزلو مواد به یی ډبری او انسانان وی .

کله چه ادم ع ، هوا بی بی او شیطان زمکی ته وشړل شول له همدغه ځایه د ( حق او باطل جګړه) یا د ( الهی ازموینه ) پیل شوه ، دلته پوښتنه پیدا کیږی او هغه داچه ادم ع او شیطان یو شان د الله ج له حکمه سرغړونه وکړه ، د ادم ع اوهوا توبه قبوله او د شیطان سرغړونه ونه بخښل شوه ولی ؟ زه یی په هکله څه ناڅه معلومات او دلایل لرم مګر بلی لیکنی ته اړه لری .

دریم : د قابیل حرص او د هابیل ناحقه وژنه

د الهی ازموینه یا ( د حق او باطل جګړه) د ادم ع له دوه زامنو ( هابیل او قابیل ) څخه پيل کیږی ، هابیل د حق او قابیل د باطل اړخ ونیولو یعنی د شیطانی وسوسو ښکار او خپل سکه ورور یی په ناحقه ووژلو ( لکه زمونږ غلامه اداره چه د انسانی شیطانانو په لمسون او دستور زمونږ بی ګناه خلک وژنی ) . د اولین ظلم ، وژنی او وحشت بنسټ یی کیښودلو، نننی نړیوال استعمار د قابیل وارثین ، تعقیبونکی او د قابیل په اړخ کی قرار لری او نننی مجاهدین د هابیل وارثان او د هغه د سپیڅلی شهادت لیار تعقیبوی او قابلیان د قابیل قاتل په شان قاتلین او د خالق لایزال او د هغه د مظلوم مخلوق د شمنان دی د قابلیانو او هابیلیانو تر منځ د حق او باطل هماغه اولنی جګړه روانه ده هابلیان ( مجاهدین ) د هماغه قابلیانو ( نړیوال استعمار او د هغو د غلامانو ) له خوا بی کوره ، بی اوره ، شکنجه او وژل کیږی د هر ډول ستونزو سره یی د نړی په هر ګوټ ګوټ کی مخ کړی د زر ، زور او تزویر په غصبولو هماغه مجرمان ، هم د نړی پولیس او هم د نړی قاضیان دی ، معیارونه بدل شوی ښو د بدو او بدو د ښو ځای نیولی دی .

مګر حقیقی عدالت او قضاوت راتلونکی دی یعنی دا هر څه بی حسابه او بی کتابه نه پاتی کیږی او کله په دی ژوند کی هم ورته لکه د ترکی ، امین ، ببرک او امین په شان ورته شرمیدلی سزاګانی اوریدل کیږی . وایی د هری بیګناه وینی تویدنی یوه سزا قابیل ته هم رسیږی ځکه هغه د اولی بی ګناه وینی تویدلو بنست کیښودلو او د هر شهید د شهادت درجه هابیل ته رسیږی چه هغه د شهیدانو د شهادت اولنی ډبره کیښودله یعنی قابیل د ټول مجرمینو او قاتلینو رهبر او هابیل د ټولو شهیدانو په راست کی قرار لری .

دا چه هغه وخت د انسانانو شمیر او اړتیاوی کمی او د ژوند سطح ښکته وه لکه د نن صبا په کچه استثمار ، جنګونه او وحشت ځکه نه وو چه د انسانانو شمیر ، د خلکواړتیاوی او نیمګړتیاوی کمی وی استثمار او وحشت د مادیاتو د لاسته راوړولو په بنا کم وو ولی نن صبا زیات استثمار د مادی لاسته راوړنو په بنا مرکزیت لری د حریصو استثمارګرو شمیر ، شیطانی پوهی ، د پيسو ، وسلو او وسیلو زیاتوالی د قانع انسانانو د شمیر ، وسیلو او پیاوړتیا سره د مقایسی وړ هم نه دی ، زر ، زور او زیور ټول قابلیانو غصب کړی دی، نو د حرص او فتنو کچه تر پخوا څو ځلی زیاته شوی ، پیاوړی شوی او پراخه شوی ده .

استثمارول او غلامول که پخوا په زور کیدل اوس په خوښه ( د استثمارولو او غلامولو رسی په غاړه او لاس تړلی ) لین کی ولاړ وی حتی غلامی خپله نیکمرغی ارمان ، د ژوند اوږدوالی او ښه والی ګڼی ، واسطی ورته ګوری چه غلامان جوړ شی په غلامی ویاړنی او یو د بل سره رقابت او مسابقی لری ، مثالونه یی زمونږ په هیواد ، سیمه او نړی کی په اسانی او په ډاګه مشاهده کولی شی.

د نړیوال ظالم استعمار او د نړی مظلوم بشریت ، پیژندنه به تاسی ته اوس په دی لیکنه کی لږه روښانه شوی او په ډاګه شوی وی چه حرص یی اصلی عامل او وسیله ده ، د ژوند له اولو شیبو پيل شوی او تراخره به دوام لری ، د ځای او زمانی د شرایطو له مخی یی تاکتیکونه ، څیری ، وسیلی او پلانونه بدلیږی رابدلیږی ولی نتیجه یی هماغه د مظلوم بشریت استثمارول او غلامول دی . د استثمارولو سره بیعدالتی ، فتنی او جنګونه ملتیا لری ، جنګونه د هر ډول فسادونو او بی ګناه وینی تویولو سبب ګرځی ، مخنیوی یی یواځی او یواځی په عبادت یا خلافت ، اسلامی نظام قایمولو او اسلامی شریعت نافذولو تر سره کیږی .

 

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شهید شهید
میلمه
شهید شهید

مسلمانو افغاانو ورونو او خویندو سلامونه می ومنی : مونږ د استعمار په نړی ، سیمه او هیواد کی لمړی برخه ولوستله دوی برخی نوری هم لری ، دا برخه یی د استعمار او استثمار په تاریخ اړخ رڼا اچولی شوی دوهمه برخه یی په بیا استعمار په سیمه او نړی کی او دریمه برخه یی بیا د استعمار اغیزی زمونږ په ګران هیواد کی پری بحث شوی ، که تاسی دا ولولی تاسی ته هر څه په ډاګه شی چه نړیوال استعمار او استثمارګر د مظلوم بشریت سره څومره کرکه لری زه یی سفارش کوم ویی لولی دیره ښکلی… نور لوستل »