نظــر

په نظام کې د معنويت رُشد ته اړتيا

کريم الله کامران

د معنويت کلمه مختلف تعبيرونو لري، د معنويت لپاره بېلابيلې معناګاني کارول شوي دي، د معنويت کلمه د دين، دين پرستۍ او ديني ارزښتونو په معنی هم اخيستل شوې ده، که څه هم مستشرقين او غربي پوهان په دې هڅه او هاند کې دي، چې د معنويت څخه د دين معنی مطلق رد کړي، خو دمعنويت څرګندې معنی او واضح حقيقت دوی په دې هڅه کې ناکامه کړي دي.

د دې ليکني په عنوان او معنون کې د معنويت څخه مراد هم يوازې دين، دين پرستي او ديني ارزښتونه دي، دين، د دين احکام او د دين ارزښتونه د امتياز او مفاد پرستۍ پرته پر ځان منل معنويت دی، معنويت د ماديت پرستۍ ضد دی، ماديت پرستي څخه مراد د خدای، دين، دين پرستي او ديني ارزښتونه مطلق هيرول دي، يوازې د دنيا، پيسو، څوکيو، شهرت، قدرت، اپارتمانونو، موټرونو، او مادياتو سره مينه په زړه کې درلودل دي، لکه څه ډول چې دغه وضعيت اوس په اروپا او نوره نړۍ کې په بشپړه توګه حاکم دی.

مسلمانان په خپل تاريخ کې ډيري هغه زريني کرښي لري، چې د معنويت په زور يې د نړۍ ستر ستر قوتونه او قدرتونه اوبه کړي دي، لوی لوی امپراطورۍ او واکمنۍ يې د تل لپاره د زوال کندې ته ورټيل وهلي دي، او پر نيمه نړۍ يې د راج توغ رپاند کړی دی، د معنويت په زور يې د نړۍ ډول ډول ملتونه د خپل ځان تابع او پيروان کړي دي، چې له همدې امله د معنويت بری او برلاسي پر هر ډول قوې او ځواکمن ماديت باندې حتمي او ضروري ګرځېدلې ده، ماديت تل د معنويت په وړاندې مات او سرنګون پاته شوی دی.

د مسلمانانو د ذلت دور هم له هغه ورځي څخه پيل شوی دی، کله چې يې ماديت پرستۍ ته لاس کړی دی، او معنويت ته يې شا کړې ده، تاريخ شاهد دی، هغه ډګرونه چې په هغه کې د مسلمانانو فيصلې د معنويت پر بنياد وې، هيڅ قوت او ځواک نه دی توانېدلی، چې مسلمان له خپل اصيل مسير او تګلارې څخه وغورځوي، هغه ډګرونه چې مسلمانانو په کې معنويت ته شا کړې ده، او ماديت پرستي يې په کې اختيار کړې ده، د يوه ډير کمزوري او ضعيف دښمن له لوري په ذلت محکوم شوي دي، او د تل لپاره د غلامۍ په سيند لاهو شوي دي.

پر افغانستان چې غربي شکيلاکګرو جابرانه حمله کړې وه، او هيواد يې اشغال کړی و، دوې لسيزې د ماديت له يوه ستر ځواک ناټو او امريکا سره د عقل په رڼا کې مقابله ناشونې وه، خو افغانانو دغه ماديت ته په شل کاله کې داسې ماتې ورکړه، چې نړۍ ګوته په غاښ ورته پاته شوه، ځکه چې په افغانانو کې لا هم هغه معنويت ژوندی و، افغانانو د الله د رضاء په نيت د اعلاء د کلمة الله لپاره د الله جل جلاله پر نصرت د پوره باور او يقين سره جهاد پيل کړی و، چې په تقوا، اخلاص، متانت، صداقت، صبر او استقامت يې دغه مبارزه پر مخ وړل، له درد، بند او زخم څخه نه ويريدل، د شهادت سره يې مينه وه، او د شهادت تلوسه يې لرل، همدا د معنويت خورا لوړ ګراف و، چې ماديت پرسته امريکا او ناټو ته يې پرې زبردسته ماته ورکړه.

نن چې د سپېڅلي جهاد له برکته په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم شوی دی، تر بل هر وخت په نظام کې ډير د معنويت رُشد ته اړتيا ليدل کيږي، ځکه لکه څه ډول چې دا نظام په معنويت ګټل شوی دی، همداسې ساتنه يې هم په معنويت کيدلی شي، د معنويت لار د نظام د پياوړتيا او استحکام لپاره ترټولو غوره لار ده.

نو ټول ملت او په ځانګړې توګه د نظام اشخاص او افراد بايد په بشپړه توګه د معنويت په لار روان شي، تقوا، اخلاص، صداقت، ايماندارۍ، حوصلې، عدل، انصاف او د خلکو خدمت ته بايد مخه کړي، په ستونزو او مشکلاتو کې دې له صبر او استقامت څخه کار واخلي، د دنيا، څوکيو، پيسو، شهرت، قدرت، اپارتمانونو، موټرونو او مادياتو مينه بايد له زړه وغورځوي، هر مشر د خپلو افرادو د معنويت په لور د سوق کولو مسئول دی، د خپلو افرادو پر ټولو اعمالو يې بايد پام وي، د هيواد هر قشر بايد د معنويت په زينت مزين کړل شي، د هرې ټولني دعوتګر بايد د خلکو سايکلوژي ته په پام سره خپله ټولنه معنويت ته را دعوت کړي، ترڅو په هيواد کې مو حاکم مرکزي اسلامي نظام پياوړی، مظبوط او مستحکم شي، او د هغه ناخوالو او ترخو تجربو د تکرار مخه ونيول شي، چې له امله تيرې څو لسېزي افغانان په اور کې سوځېدل.

د يوه ښاد، آباد او پرمختللي اسلامي افغانستان په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx