
اوس وخت کې د افغانستان اقتصادي وضعيت څه ډول دی؟
عبيدالله دقيق – کابل
افغانستان لکه څنګه چې موږ ګورو له تېرو څلوېښت کلونو راهيسې په جنګونو او مشکلاتو کې ښکېل دی مګر خوشبختانه نن سبا داسې يو حالت ته رسېدلی چې د څلور لسيزو جنګ پای موندلی او افغانان له امن او سولې څخه برخمن دي.
امن او سوله د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه ګڼل کيږي او امن دی چې د هيوادونو د پرمختګ او ترقۍ لامل کيږي.
جنګ لويه بدبختي ده چې له امله يې د يو هيواد اساسي بنسټونه نړيږي، ژوند او چاپيريال نا ارامه کيږي او د پرمختګونو او لاسته راوړنو مخه ډب کيږي.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان په اړه خلک بېلابېل نظريات ورکوي چې اکثريت يې منفي او په تبليغاتو بناء وي خو حقيقت دادی چې نن سبا افغانستان د يو روښانه راتلونکي په لومړيو شيبو کې دی او ان شاء الله له دې وروسته به د افغانستان ښې ورځې موږ عملاً ننداره کوو.
په اوس وخت کې چې يو څه مشکلات شته دي هغه په اقتصادي او کاري لحاظ موجود دي، خو ددې لامل دادی چې تر دې وړاندې موږ يو ډول مصنوعي اقتصاد درلود چې له بهر نه به پيسې راتللې او د بهرنيو په لاسونو به د بهرنيو په طريقه، خوښه او فرمايش تقسيمېدلې، چې محدودو داخلي کړيو او بانډونو ته به رسېدلې چې هغوی اوس نشته او بهر ته لاړ دي.
همدا راز کوم داخلي عوايد چې وو، هغه که د ګمرګاتو و او که له معدنونو څخه وو هغه په پوره او سالمه توګه د حکومت خزانې ته نه تللې مګر خپلو شخصي جيبونو ته تللې.
اوس نو چې هم له بهر نه پيسې بندې شوې او هم په داخل کې له تحول وروسته په موقت ډول کارونه ځنډېدلي دي نو طبعي ده چې اقتصادي ستونزې راپيدا کيږي خو دا به دوامداره نه وي ان شاء الله.
يو څه چې په نورو هيوادونو کې نسبتاً کم ليدلی کيږي خو افغانستان کې ډېر دي او ددې مخنيوی او دوی ته د ژوند اسانتياوې برابرول به وخت ونيسي، هغه په افغانستان کې سوالګر دي، دا ځکه چې افغانستان څلوېښت کاله په جنګ کې تېر کړل، هر کور کونډه، يتيم او بې سرپرسته وګړي لري، مګر ځينې له دې موقع نه په استفادې مسلکي سوالګر هم دي چې روغ جوړ او ښه اقتصادي ژوند لري مګر په سوال کولو باندې عادت شوي دي، چې په دې وروستيو کې د هغوی ټولول هم پيل شوي، اميد شته چې دا لړۍ هم په ښه توګه سرته ورسيږي.
موږ وليدل چې د روان مالي کال لپاره بوديجه له خپلو عوائدو څخه جوړه شوه چې دا د افغانستان په خپل اقتصاد کې ډېره مهمه لاسته راوړنه ده او اميد شته چې په راتلونکې کې به هغه کسر چې د بوديجې د اعلان په لومړي سر کې اعلان شوی و، بيا ځلي تکرار نشي.
همدا راز په راتلونکې کې به له نورو هيوادونو سره د سودګراۍ او راکړې ورکړې لپاره هم هلې ځلې روانې دي او تمه شته چې دا به هم د افغانستان په اقتصاد کې ډېر مهم رول ولوبوي او د افغانستان د خلکو د زراعت حاصل به په ښه توګه تر نړيوال بازاره ورسيږي.
که له يوې خوا پخواني شتمن او سرمايه دار خلک له افغانستان څخه ووتل، بل لور ته نور تجاران او سوداګر بيا را روان دي او غواړي چې په افغانستان کې سرمايه ګزاري وکړي چې دا هم د افغانستان په اقتصاد او خلکو ته په کارموندنه کې مهم رول لري.
نو افغانستان د افغانانو دی او په هيڅ بل هېواد کې افغان په عزت، دروند او سوکاله کېدلی نشي لکه پخپل هيواد کې، نو له ټولو هغو افغانانو نه مې هيله ده چې د افغانستان وضعيت د خواله رسنيو د تبليغاتو له نظره نه مګر له نږدې پخپلو سترګو وګورئ چې اوس افغانستان د ټولو افغانانو لپاره د ژوند، راحت او سکون يوه مهينه غېږه ده او دلته ژوند د مور په غېږه کې ژوند کول دي چې احساس، سکون او ارام يې ځانګړی کيف لري.
الله مو راوله
ډیر مننه له ښکلی عنوانه راسره شریکوي مننه