ورزش

هند او پاکستان نن د اسیا جام په ستره سیالۍ کې مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د هند او پاکستان کرکټ لوبډلې نن ماښام د اسیا جام په دوهمه سیالۍ کې مخامخ کیږي.

شاوخوا یو کال وروسته یادې سرسختې سیال لوبډلې یو ځل بیا مخامخ کیږي څو د اسیا جام په ګروپي سیالیو کې خپل زور وازمایي.

تېر ځل هند او پاکستان په شل اوریز نړیوال جام کې مخامخ شوې وې چې پاکستان د ۱۰ ویکټو په ستر توپیر بریا خپله کړې وه.

دا لومړی ځل و چې پاکستان په نړیوال جام کې هندوستان مات کړ.

ټاکل شوې ده یادې لوبډلې نن شپږ نیمې بجې په اسیا جام کې د عربي اماراتو په دوبۍ نړیوال لوبغالي کې مخامخ شي، چیرې چې تېره شپه افغانستان سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې سریلانکا ته د ۸ ویکټو او ۵۹ توپونو په توپیر ماتې ورکړه. یاده لوبه کې فاروقي درې ویکټې او رحمان الله ګربز ۴۰ چټکې منډې وکړې.

د هند او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه لړیو نه شتون ددې لامل شوي چې یوازې په نړیوال او اسیا جامونو کې زرګونه مینوال ددې لوبې انتظار باسي.

د کرکټ نړیواله شورا وایي چې یادې لوبډلې لپاره یې میاشت وړاندې یوازې په پنځه دقیقو کې ټول ټکټونه پلورلي، چې د مینوالو زیاتو غوښتنو په اساس یې ۴ زره اضافي ټکټونه هم وپلورل.

د یادې لوبې لپاره د دواړو لوبډلو منفي خبره د چټک توپ اچونکو نه شتون دی چې له یوې مخې شاهین افریدي د پاکستان لپاره او له بلې مخې جاسپریټ بومرا د هند لپاره ټپي شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx