افغانستان

د مهاجرت نړيوال سازمان افغانستان کې خپل فعاليتونه بيا پيلوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): د مهاجرت نړيوال سازمان پلاوي د بهرنيو چارو وزير سره په ليدنه کې ويلي دي چې په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

د مهاجرت نړيوال سازمان عمومې مرستيالې اوګوچي ډينيلز په مشرۍ يو پلاوي نن د هيواد د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وليدل او له افغانستان سره يې د دومداره بشري او پرمختيايي همکاريو د دوام خبر ورکړ.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) پلاوي مشرې اغلې ډينيلز وويل چې سياسي تحول د دوی فعاليت نه اغيزمنوي او په وينا يې چې دا ځل يې په افغانستان کې مثبت تغيرات ليدلي او دوی به دا مثبت انځور نړيوالو ته ورسوي.

همدا راز په ناسته کې د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ويلي چې هيڅ افغان د سياسي تحول له امله له افغانستان څخه نه دی مهاجر شوی او نه هم په داخل کې کومه کورنۍ د حکومت د مخالفت له امله بې ځايه شوې يا کډوالۍ ته مجبوره شوې ده.

ښاغلي متقي وويل چې په تېر يو کال کې يې په افغانستان کې نړيوالو مؤسسو ته په افغانستان کې اسانتياوې برابرې کړي دي او زياته کړې يې ده چې د اسلامي امارت په حاکميت کې د هيڅ خيريه موسسې په داخلي چارو کې بې ځايه مداخله نه ده شوې.

بايد وويل شي چې په هيواد کې له سياسي تحول وروسته له بهر څخه نړيوالې موسسې غواړي چې بېرته په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او د افغانستان حکومت چارواکي په خپلو ويناوو کې په نړيوالو غږ کوي چې په افغانستان کې د شته امنيت څخه په استفادې د افغانستان له ولس د فقر په له منځه وړلو او ابادۍ کې همکاري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx