افغانستان

مولوي عبدالرحمن راشد د مهاجرینو وزارت د مسلکي معین په توګه دنده پېل کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۱ل): مولوي عبدالرحمن راشد د یوې غونډې په ترڅ کې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو.

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د یاد وزارت سر‍پرست او مسئولینو، یو شمېر سرپرست وزیرانو، معینانو او د اسلامي امارت غړیو ګډون کړی و.

د غونډې په پيل کې، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سر‍‍پرست وزیر خلیل الرحمن حقاني، د امکاناتو په حدودو کې د هېواد په دننه او بهر کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسیدګۍ ډاډ ورکړ.

هغه په خپلو خبرو کې د یاد وزارت نوي معین ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت ټول مسئولین باید خپل مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.

وروسته، د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رئيس مولوي عبدالباقي منصور، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي معین د ټاکل کېدو په اړه د امیرالمؤمنین حکم ولوست.

هغه د ټولینز خدمت پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې انسان د خدمت لپاره پیدا شوی او باید سپارل شوی مسئولیت چې امانت او امتحان دی، په ښه توګه سرته ورسوي.

د غونډې په دوام، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، د افغانستان اسلامي امارت د باور مننه وکړه او افغان کډوالو ته یې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

همدا رنګه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سر‍پرست وزیر مولوي عطاالله عمري او د کورنیو چارو وزارت د پېښو او اور وژنې رئیس حافظ نورالله انصار، په خپل وار سره، نوي معین ته په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له مسئولینو یې وغوښتل چې له هېواده بهر د افغان کډوالو د راستنېدو په اړه خپلې هڅې لا کړندۍ کړي.

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد، تر دې وړاندې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوله.

باختر خبري اژانس

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

مسلکی معین، ملا او مسلک؟ ګوری دا تبصره می نشر کړی. ملا یعقوب د پاکستان لخوا امریکایی ډرون الوتکو ته د اجازه په خاطر انتقاد کوی او دا عمل محکوی کار یی آباد ولی د مسلک په اساس دا کار د وزارت خارجی دی چی وزیر صیب د خارجی باید دا عمل د پنجابیانو محکوم کړی او پاکستانی سفیر احضار کړی ورته ووایی چی ولی امریکایی ډرون ستاسو له فضا څخه افغانستان ته داخلې کیږی؟ ##

عدالت

دا اهل کار ته سپارل دی؟ ایا دا مولوی صاحب مسلکی دی؟ د قیامت په ورز به سه جواب وایاست؟

عدالت

په کومه تجربه؟ په کوم مسلک؟؟؟ ایا خلیل حقانی تاسو اوخدای چی دا سری د وزارت استعداد لری؟ مه کوی د خدایه ودار شی دا کار باندی اولس شه پوهیژی دا ظلم دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx