ورزش

هند اسیا جام کې پاکستان ته د پنځه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ وږی، ۱۴۰۱ل): د اسیا جام تر ټولو سرسخته سیالۍ چې تېره ورځ د هند او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه له جالبې لوبې وروسته د هند په بریا پای ته ورسېده.

هند لوبډلې د پاکستان ۱۴۸ منډې هدف په وروستي اور کې د هاردیک پاندیا په شپږیزه بشپړ کړ او د پنځه ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

یاده لوبه کې لومړی پاکستان توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۷ منډې جوړې کړې. ددوی له لوري زیاتې منډې جوړونکی محمد رضوان و چې ۴۳ منډې یې وکړې. د هند لپاره هاردیک پاندیا ۳ ویکټې واخیستلې.

په ځواب کې هند د کی ایل راهول له لاسته ورکولو وروسته سوکه پېل وکړ چې له کبله یې لوبه وروستي اور ته ورسېده، او د هاردیک پاندیا په شپږیزه وګټل شوه.

د پاندیا او جدیجا ترمنځ د وروستۍ ویکټې په زړه پورې ۵۳ منډې ملګرتیا په بریا کې مهم رول ولوباوه.

هاردیک پاندیا په ۳ ویکټو اخیستلو او په ۱۷ توپونو ۳۳ منډې جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د پاکستان او هندوستان ترمنځ د لړیو نه شتون له کبله د کرکټ نړیوالې شورا په ټورنمنټونو کې د دواړو لوبډلو سیالي خورا جالبه وي چې زرګونه مینوال لري او بېلا بېلې تبصرې پرې کیږي.

د یادونې ده چې د اسیا جام په لومړۍ لوبه کې افغانستان سریلانکا ته ستره ماتې ورکړې وه. دوی به سبا سه شنبه د بنګلدیش سره د میدان ډګر ته ښکته شي چې په بریا به مستقیما دوهم پړاو ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx