نظــر

نهم د سنبلې د قربانيو ثمر او د مبارزې پايله!

احمد منصور

د دې لپاره چې د يادې ورځې اهميت او قدر را معلوم شي تېر شل کالو يادونه به لګ سره وکړو څو وپوهيږو چې اوسنۍ له امن ډکه فضاء د زنده باد او مردباد په نعرو نه ده دايره شوې او نه دا آزادي نړۍ په خيرات کې راکړې دا چې مونږ د همدغه عصر ژوندي انسانان يو د حق او باطل حيرانوونکې مبارزه مو د سر په سترګو لېدلې او بيا مو د حق ټولی سره له زیاتې کمزورتيا د بريا تر مقام رسېدلی ليدلی نو د راتلونکو نسلو را باندې حق ده څو حقايق ورته په ښه ډول ورسوو رښتوني بشر دوستان، اتلان او بوتلان ور وښايو همدا ډول آګاه يې کړو چې کفار په ډېر چل او فريب د امت د تابع کولو هڅې کوي هر زمان يې د جګړو خصوصاً د فکري جګړې پلانونه او وسايل مختلف وي نو بیا به مو د يو ادنا ليکوال او با احساسه افغان په حيث خپله ذمه فارغه او مسؤلیت به مو آداء کړی وي

تېرشل کاله افغانان له يو چالاک او ظالم دوښمن سره مواجې شول د ټولو بشري او دونياوي قوانينو بر خلاف يې د هېواد ځمکه او فضاء اشغال کړه د روس د اشغال غم، د شهيد شوو بچيانو ، اقاربو او دوستانو يې د قبرونو خاورې نه وې وچې شوې له فساديانو څخه يې تازه خلاصون موندلی وو له کلونو روسته يې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ساه اخيستې وه چې په ډېره بې رحمۍ يې ناتار پرې جوړ کړ هغه وخت د اسلامي رياست چارواکي يې ترهګر او دهشتګر وبلل د انسانیت له دايرې يې وويستل او يوازې دوه لارې ورته انتخاب کړې مرګ او يا زندان د بشردوستۍ په پوښ کې پوښلې چې په اصل کې د بشر وژونکې وه امریکا تنها نه وه ډېرو کفري او اسلامي هېوادو ورسره ايتلاف کړی وو لومړی يې داسې خلک په دې غيور ملت حاکم کړل چې ول افغانان خو د اشغالګرو ګټو ته ژمن ول د يرغلګرو د سترګو لاسونو او پښو رول يې آداء کاوه باداران او غلامونو يې داسې مظالم تر سره کړل چې د انسانيت په تاريخ کې به يې ساری ډېر کم وي په جګړې کې د کوچنيو ماشومانو ، ښځو او سپين ږيرو وژل جرم بللی کيږي کورونه جوماتونه يې بمبار کړل علمي مراکز چې مدارس مکاتب دي هغه هم ترې په امن پاتې نه شول په سنتو سمبال يې دوښمن باله په کور يې نيمه شپه چاپه اچوله د والدينو او بچيانو مخکې واهه سترګې يې ورتړلې او د زندان په لور يې بولو دغو مظالمو د افغانانو په زړونو کې د انتقام جذبه را پیدا کړه او هېواد له اشغال څخه د خلاصون هوډ يې وکړ عملي مبارزه پيلول د کمزورو ایمانو په توان هم پوره نه وو له فولادو د ټينګو ايمانو د غرونو په څېر د لوړې حوصلې درلودونکو رجالو ته اړتيا وه ځکه د وخت اشغالګر يو يا دوه نه څو څلويښت هېوادونه ول په عصري وسايلو سمبال ول او په اړه يې دومره تبليغات شوي ول چې ټولې نړۍ ورته د تعظيم په موخه سرونه خم کړي ول

ټولی کوچنی وه خو دا چې د ايټم لروونکو څخه يې باغيتوب غوره کړ دونياوالو ليونيان بلل ډېر ملګري يې تر زندانو ورسېدل سختې شکنجې ورکړل شوې ځینې يې ژوندي ورک شول خو عزمونه يې متزلزل نه شول امکانات او وسايل يې ناچيزه خو روحیې او جذبې ته يې نړۍ ګوته په غاښ وه همدا لامل وو چې ورځ په ورځ ملګري يې زياتېدل د هېواد لر او بر يې اشغالګرو ته سور اور کړ او هغه ادعا يې درواغ ثابت کړه چې ګواګی د ځمکې لاندې اشياء ليدلای شي دوښمن يې پر وړاندې د جګړې روحيه وبايلله داسې وخت راغی چې له هغو سره د مذاکراتو پر ميز کيناستل چې يو وخت يې اصلاً انسانان نه بلل امریکایانو داسې انګيرلې وه چې په سياست کې مخينه نه لري خو فاتح طالب يې دا انګيرنه هم ناسمه ثابته کړه او يو تړون ته يې اړ کړل خو په اصل کې امریکايانو په تحريري بڼه خپله ماته ومنله له تړون څخه روسته د غلامانو هم پښې په ښويدو شوې لګه موده باد د فتوحاتو پيل له شماله وشو تر مرکز پګړی وال لښکر راورسېد د کابل له فتحې روسته مياشت لا نه وه تېره چې په نهم د سنبلې شپې ناوخته روستي اشغالګر هم ووتل

هوکې نهم سنبلې هغه ورځ وه چې افغانانو ستر قيمت يې پرې کړی وو ډېرو ځوانانو همدغه خوښي ملت ته د ور بښلو په موخه نازک بدنونه لولپه کړل کلونه اسارتونه هجرتونه وګالل شول خو عزمونه لا هسک ول ياده دې وي چې څو ورځې روسته د همدغې سترې فتحې او آزادۍ کال پوره کیږی لمانځل يې اړين دي ځکه نهم د سنبلې د قربانيو ثمر او د برحقې مبارزې پایله ده يو خو به مو د رب العزت د احسان شکر آداء کړی وي چې ستره بريا يې را په برخه کړه بله دا چې راتلونکي نسلونه به مو آګا کړی وي چې د ايمان پر وړاندې د ايټم زور صفر ده او حق تل بريمن وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx