دیني، سیرت او تاریخ

د انبیاء علیهم السلام تر منځ مشترک صفات او خصلتونه «۳ برخه»

ميا نور اغا

اخبات:
اخبات د خشوع او عاجزي په معنا سره ده، اخبت الی الله. الله تعالی ته یې عاجزي وکړه.
انسان باید درک کړي چې د الله تعالی په عظیمو لویو کائناتو کې کمزوری او وړوک ترین مخلوق دی، باید فکر او تدبر وکړي چې په سترګو کوم کائنات ښکاري او یا د فلکیاتو ماهرینو کشف کړي دا یوازې یو کهکشان دی چې لمر یې مرکز دی او ځمکه د دغه شمسي نظام یوه وړه سیاره ده چې د لمر چاپره په ډیر لرې واټن کې څرخیږي او لمر ته یې د حجم نسبت داسې دی لکه یو وړوکی توپ/ بال چې په یو غټه کوټه کې واچوې.

بیا دا کهکشان د اول اسمان په خیټه کې دی او اول اسمان امکان لري په داسې زیاتو کهکشانونو مشتمل وي.
اوو 7 اسمانونه دي او هر وړوکی د بل په خیټه کې را ګیر دی او یو له بل نه په ډیر لرې واټن کې واقع دي، د اسمانونو له پاسه عرش دی چې ووواړه اسمانونه ترې لاندې دي.

کله چې انسان په دې کائناتو کې سوچ وکړي چې عرش په اوو اسمانونو حاوي دی او هر اسمان په بل غټ او مشتمل دی تر ټولو وړوکی اسمان د دنیا اسمان دی او شمسي نظام د دې اسمان په خیټه کې یو کهکشان له کهکشانونو څخه دی، ځمکه بیا د دغه شمسي نظام داسې یوه وړوکې سیاره ده لکه په غټه سپنه صفحه باندې د قلم د څوکې په اندازه یوه نقطه، بیا د دغې ځمکې درې ربعې بحر دی یوه ربع یې وچه ده، بیا دغه وچه برخه په بر اعظمونو او لسګونو لویو او وړو ملکونو ویشل شوې، انسان د ملک په یو ښار یا کلي کې اوسیږي څه کم دوه متره ولاړ جسد دی.

له دې فکر وروسته به خامخا په خپله عاجزي او د الله عزوجل په کبریا تصدیق او اقرار وکړي او د خشوع لار به اختیار کړي.
لکه څنګه چې انسان د جسم په اعتبار کمزوری او عاجز مخلوق دی همدا رنګه د عقل ، علم او حواسو په اعتبار هم کمزوری او ناقص دی:

حواس یې تر ډیرې کمې اندازې پورې کار کوي، محسوسات چونکې د عقل او تدبر لپاره اسباب او مقدمات دي له دې امله یې عقل هم ناقص دی، علم د حس او عقل نتیجه ده لهذا د ناقصو اسبابو نتیجه بداهة ناقصه وي، له دې امله انسان باید خپله کمزوري درک کړي او د الله عزوجل په دربار کې د عاجزي او اخبات سر په سجده کیږدي، د خپل علم قوت له حس او عقل سره سره په وحی سره وکړي کومه چې الله تعالی د نبیاؤ په واسطه انسانانو ته د راهنمایي په خاطر رالیږلې تر څو د دنیاوي او اخروی ژوند لپاره لائحه یې عمل شي او مخلوق له خپل خالق سره وتړي.

کله چې انسان د خپل وجود ، حس ، عقل ، علم په نقصان او کمزوري او د الله عزوجل په کبریاء اعتراف وکړي بیا به د زړه له کومې دا تصدیق وکړي: أشهد أن لا اله الا الله و أشهد آن محمد الرسول الله.

د دې شهادت ټول مقتضایات به ومني، د اخبات لاره به اختیار کړي او وبه وایي: ایاک نعبد و ایاک نستعین.
همدا اعتراف او تصدیق همدا له شرک څخه پاک عبادت او استعانت اخبات دی.
انبیاء علیهم السلام د اخبات مثل اعلی دي، نور انسانیت باید د الله عزوجل د حکم مطابق د دوی اتباع وکړي تر څو له ګمراهي بچ شي او له خپل خالق سره یې ربت حاصل شي.
اللهم اهدنا الصراط المستقیم صراط الذين انعمت علیهم ….

میا نورآغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx