دیني، سیرت او تاریخ

د انبیاء علیهم السلام تر منځ مشترک صفات او خصلتونه«۲ برخه»

ميا نور اغا

سماحت:
سماحت سخا او اساني ته وایي، د سماحت مفهوم هم لوی دی: د مال کې سخا، د عقل سخا، د علم کې سخا، د اخلاقو او تعامل سخا، د هر فن ماهر په خپل فن کې سخا:

په مال کې سماحت:
مال د الله تعالی یو نعمت دی چې انسان ته د ده د ژوند او اسایش لپاره ورکړی شوی، خو دنیا د امتحان ځای دی ځکه د مال په اعتبار انسانان متفاوت دي ځینې غني او ځینې فقیر دي.

فقیر د فقر له امله په صبر او تحمل امتحانیږي چې د مال حصول لپاره ناروا لار اختیار نه کړي او د الله تعالی نه شکایت ونه کړي.
غني په غنا کې امتحانیږي تر څو په خپل مال کې د الله تعالی او د بندګانو حقوق مراعات کړي، له کبر، اصراف او تبذیر څخه ځان وساتي.

فقر او غنا دواړه امتحان دي: فقر کې د کفر ، غلا او غصب خطر دی، په غنا کې د تکبر او خواهشاتو غلبې خطر دی.
که فقیر سم امتحان ورکړ جنت ته له اغنیاؤ مخکې داخلیږي او که غني کامیابه شو له انبیاؤ علیهم السلام سره یې حشر کیږي.

په عقل کې سماحت:
د عقل سخا او سماحت دا دی:
1:- چې د الله تعالی د صفاتو په مظاهرو کې تدبر وکړي تر څو یې عقیدة راسخه او قوي شي چې د یقین په بنیاد د الله عز وجل عبادت وکړي.
2:- د الله تعالی په نعمتونو کې تدبر وکړي چې د ځان او هم نوعو بلکې د حیوانیت لپاره ترې سالمه استفاده وکړي، مثلا: ډاکتر د دوا په شکل کې، انجینر د تعمیر په شکل کې، ساینس دان د نورو منافعو په شکل کې د الله تعلی له نعمتونو څخه سالمه استفاده وکړي.
3:- د ځان او معاشرې لپاره ورپیښو مسائلو کې له عقل څخه استفاده وکړي، مثلا: د سیاست په طریقه د انسانانو د فلاح او کامیابي کوشش وکړي.

په علم کې سماحت:
په علم کې سماحت دا دی چې نشر او خور شي تر نورو ورسیږي او اهل خلک ترې مستفید شي، د جهل تورې تیارې پرې رڼا شي، د بصیرت او درایت منورې معاشرې لپاره ترې کار واخیستل شي، د دنیا او آخیرت کامیابي لارې انسانیت ته روښانه کړی شي.
اخلاقي سماحت: په انسان کې الله عزوجل د ترحم او غضب دواړه قواوې ودیعت کړي ، د هرې یوې قوې د استعمال ځای پیژندل او مصرف کول اخلاقي سماحت دی، صله رحمي، عیادت، په غم او ښادي کې له یو بل سره شریک کیدل، سالم تعامل او مرسته کول اخلاقي سماحت دی.

فني سماحت:
د هرفن ماهر د خپل فن ثمرات تر نورو سول، او خپل فن کې ماهرین او شاګردان روزل په فن کې سماحت دی.
په انبیاء علیهم السلام کې د دوی اړوند هر سماحت په درجه کمال موجود و او دوی د سماحت مثل اعلی دي.
بالخصوص د وحي په رسولو او بیانولو کې په کامله درجه د سماحت خاوندان وو، یوه هم په دې عظیم مسؤلیت کې ادنا درجه بخل نه دی کړي، لکه څنګه چې الله عزوجل له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه حکایت کوي: و ما هو علی الغیب بضنین. نه وو ( نبي کریم علیه السلام ) په وحی ( رسولو کې) بخل کونکی.
د انبیاء علیهم السلام اتباع داده چې د دوی صفات په ځان کې پیدا شي او په راهنمایي یې عمل وکړی شي.
اللهم ارزقنا السداد في الأمور کلها!

میا نورغا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx