د عمران خان «خپلواکۍ لاریون» د پاکستان سیاسي حالات کړکېچن کړي – ځانګړی راپور

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند او د کاناډا مېشتي پاکستاني سیاستوال طاهر القادري په مشرۍ پاکستان عوامي تحریک په ګډه پلازمېنې اسلام اباد ته د نواز شریف حکومت د را پرځولو لپاره روان دي.

عمران خان دغه لاریون د «خپلواکۍ لاریون» نومولی او طاهر القادري يې بیا «انقلابي لاریون». د دواړو پاکستاني سیاستوالو موخې او سیاسي کړنلارې جلا جلا دي؛ خو لاریون په ګډه کوي.

طاهر القادري او عمران خان وايي، چې پاکستان کې د شریف کورنۍ واک او ځواک باید پای ته ورسيږي. دوی دواړه پر حکومت تور لګوي، چې د تیر کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې درغلۍ کړي دي.

د عمران خان د ګوند«ریيس» جاوید هاشمي په دې لاریون کې ګډون نه کوي

د «خپلواکۍ لاریون» ته ایله یوه ورځ پاتې ده، د عمران خان ګوند په دننه کې اختلافات او درزونه هم مخ پر پراخېدو دي. مخدوم جاوید هاشمي چې د تحریک انصاف د ګوند د ملا تير ګڼل کیږي، لږ ساعت مخکې له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تر دې مهاله یې په لاریون کې د ګډون پریکړه نه ده کړې؛ خو وروستي راپورونه وايي چې نوموړی له پلازمېنې اسلام اباد څخه د پنجاب ایالت ملتان ته رسيدلی دی.

دلته مهمه خبره داده، چې د ګوند مشر عمران خان وايي چې حکومت ړنګوي او جاوید هاشمي بیا په دې ګروهه دی، چې دیموکراسي د ده ایمان دی او ایمان ته زیان اړول به هيڅکله هم ونه مني.

جاوید هاشمي زیاتوي، چې د دیموکراسۍ په خاطر یې ۷ کاله زندان ګاللی او دی هېڅکله د یو غیر دیموکراتیک لاریون برخه نشي ګرځېدلای.

زیات شمېر پاکستاني سیاستوال هم په دې اند دي، چې که څه په ټاکنو کې درغلۍ شوي خو پارلمان اوس د خلکو په رایو ټاکل شوی او د حکومت ړنګول دیموکراتیک عمل نه دی.

داسې انديښنې هم شته، چې د اسلام اباد پولیس عمران خان نظر بند کړي او له کوره بهر وتلو ته یې نه پرېږدي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، چې دوی ته داسې راپورونه ورکړل شوي، چې په لاریون کې یو شمېر مغرضې کړۍ حالات خرابوي او د دې ګواښ شته ، چې سولییز لاریون پر خونړي لاریون بدل شي، له همدې امله باید دواړه ګوندونه له لاریون څخه تېر شي.

د اپوزیسیون مشر خورشید شاه بیا وايي، چې د عمران خان د نظر بند ساتلو سره به سیاسي حالت نور هم کړکېچن شي. دی وايي چې که ټاکنې دوهم ځل هم ترسره شي؛ نو د لومړي ځل په پرتله به خرابې او له درغلیو ډکې وي.

خورشید شاه زیاتوي، چې طاهر القادري د وژنو په اړه ویناوې کوي، چې حالات خرابولای شي، که دی وايي چې زه ټوکې کوم ؛ نو کله کله داسې ټوکې پټاکې کېږي.

که مشران ونیول شي، ولس دې بهر را ووځي

د عوامي مسلم لیګ مشر او راولپينډۍ څخه د ملي پارلمان غړی شیخ رشید احمد، چې د طاهر القادري سره اوږه په اوږه د نوازشریف د حکومت نسکورولو ته لیڅې را بډوهلې، ویلي دي ، که د ګوندونو مشران ونیول شي، ولس دې بهر راووځي.

شیخ رشید وايي، چې په لاریون بندیز لګول خپله د حکومت لپاره «سیاسي کنده» ده، چې ژر به په کې وغورځي.

شیخ رشید زیاتوي، چې د دوی یوه خبره ده، د حکومت ړنګول او بس.

لاهور کلابند دی

طاهر القادري غواړي د شهیدانو ورځ ولمانځي او له همدې امله يې لاهور ښار له ۴ ورځو راهیسې بند کړی دی. د لاهور ښار ماډل ټاون او شاوخوا سیمې د کورنۍ جګړو ننداره وړاندې کوي. ځای پر ځای پاټکونه، د لاهور کورنۍ او بهرنۍ لارو بندیز، د پټرولو کمښت، د خوراک څښاک د بیو لوړیدل، ګرځنده ټيليفونونه ځای پر ځای بندیدل او ځای پر ځای د لسګونو پولیسو دریدل يې وړې او لویې نښې دي.

سیاسي حالات او د ونډو په بازار يې اغېزې

پاکستان کې د سیاسي حالاتو د ترينګلتیا سره جوخت، د سه شنبې په ورځ د کارونو د پیل څخه ۱۲ دقیقې وروسته د ونډو په بازار کې ۴۵۰ پواینټه کم شول.

اقتصاد پوهان وايي، چې که سیاسي حالات سم نه شي، د ونډو په بازار به یې اغیزې خورا خطرناکې وي.

ښايي اسلام اباد د لاريون کونکو پر مخ وتړل شي

د اسلام اباد پولیسو بېګا شپه د پلازمېنې اسلام اباد په بندولو خبرې اترې پیل کړي.

د پولیسو یو مشر رسنيو ته ویلي چې د چهارشنبې په شپه به د اسلام اباد ۷۰ سلنه لارې بندې شي، چې یواځې واړه موټر به دننه اسلام اباد ته پريښودل کیږي.

د لاریون کوونکو د مخنیوي لپاره پنجاب ایالت څخه ۵۰۰۰، جمو کشمیر ۱۰۰۰ او د نیمه پوځیانو(ایف سي) ۳۰۰۰ پولیس د اسلام اباد په بېلابېلو ځایونو کې په دندو ګمارل شوي څو د لاریون مخه ونیسي.

د نواز شریف وروستۍ هڅې

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف تېره ورځ پاکستاني ولس ته د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د درغلیو په اړه د سترې محکمې د قاضیانو په شمول به یو څېړنیز کمېسیون جوړ کړي.

نواز شریف زیاته کړې، چې دوی به یو ازاد او بې پرې کمېسیون جوړ کړي، څو په ټاکنو کې د درغلیو په اړه څېړنې وکړي. نوموړی زیاتوي چې له دې وروسته دې ولس ته پریکړه پریږدي چې د حکومت ددغه اقدام وروسته لاریون کوي که نه.

خو عمران خان لا هم د نواز شریف څرګندونې ردوي او وايي چې د نوموړي په شتون کې شفافې څېړنې ناشونې دي.

پایله

د نواز شریف او نورو ګوندونو د ټولو هڅو سربېره عمران خان او طاهر القادري د لاریون څخه پر شا نه شول.

طاهر القادري چې په اړه یې ویل کیږي چې پوځ یې تر شا ولاړ دی او په پوځ کې زیات شمېر ملاتړي لري، تر دې دمخه هم یو لاریون کړی و چې له ناکامۍ سره مخ شول.

عمران خان هم دې ته ورته څو لاریونونه کړي چې هیڅ نتیجه يې نه ده ورکړې.

دا چې د نواز شریف حکومت به ړنګ شي، که نه؛ په دې اړه څه ویل له وخته مخکې خبره ده.