نظــر

د وچ نيل ياغي څپې!

ق نجيب احمدزی

يوويشت کاله مخکې د يوويشتمې پېړۍ له پيل سره له خدايه يو باغي قوت د ماديت په نشه لکه د مست غوايي د ځوانۍ او کبر په جوش کې وو او د نورو ملتونو غوندې يې افغان مسلمان ولس ته هم ښکرونه اړم کړل، دوی د دې ملت په تسخير او ماتولو باور نه بلکې ايمان درلود ، ځکه چې د نړۍ له ټولو لوی سياسي ، اقتصادي او نظامي قوت وو او د ټولې نړۍ په سر يې نه تنها دا چې د مقابلې څوک نه وو بلکې چا يې په انتخاب او فيصله د اعتراض جرأت هم نه درلود.

امريکا ته د اسلامي او غير اسلامي نړۍ ماده پرستو واکمنانو د تعظيم سرونه ټيټ وو او د امريکا په رحم او شفقت کې يې خپل ژوند ، پر مختګ او بقا ليدل، هر چا د امريکا په پارټنرشيپ او ملګرتیا کې له نورو زيات اخلاص کاوو، د تروريزم له نوم لاندې يې حشر جوړ کړ او په غريب ، بې وسه او بې پوښتنې افغانستان يې ظالمانه او نه توجيه کېدونکی يرغل وکړ.

دلته د تروريزم په نوم يرغل وشو خو دا تروريزم څه ته وايي؟

که تروريزم د بل چا په خاوره او حريم تیري ته وايي نو دا تېری مونږ په چا نه دی کړی بلکې پر مونږ تېری شوی.

که تروريزم په بې ګناه انسانانو بمبار ته وايي نو دا بمبار مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ بمبار شوی.

که تروريزم د بل چا په کور باندې د شپې ور اوښتلو، د ښځو ،ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو له خواږه خوبه ويښولو، بې عزته کولو ، په سپيو داړلو او په مرميو ويشتلو او په بمونو کينولو ته وايي نو دا ظلم مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ شوی.

که تروريزم د نشه يي توکو کښت او قاچاق ته وايي نو دا کښت او قاچاق زمونږ په وخت کې بند وو او امريکا د نشه يي توکو تر ټولو ستره قاچاقبره ده.

که تروريزم د خلکو بې ګناه بنديانولو او په ډېره وحشي طريقه تعذيبولو او د ټولو انساني او اسلامي اخلاقو ، کرامت او عزت سپکاوي ته وايي نو دا ظلم مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ شوی.

که تروريزم د بل د ناموس سپکاوی وي نو دا سپکاوی مونږ نه ده کړی بلکې زمونږ شوی دی.
که تروريزم د بل ملت آزادي سلبول او هوايي او ځمکنی حريم يې په زوره په واک کې اخیستلو ته وايي نو دا ظلم مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ شوی دی.

که تروريزم د ډلو او ټپلو جوړولو او يو ملت په ګوندونو ، قومونو ، ژبو او سمتونو تقسيمولو ، ملوک الطوائفي جوړولو او يو د بل په خلاف جنګولو ته وايي نو دا ظلم مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ شوی دی.
که تروريزم په نورو د کيمياوي وسلو او د بمونو مور او پلار استعمالولو ته وايي نو دا بمونه مونږ نه دي استعمال کړي بلکې پر مونږ استعمال شوي دي.

که تروريزم د ښځو د حقونو غصبولو او د ښځو بې لارۍ ته لار هوارول وي نو دا حقوق مونږ نه دي غصب کړي بلکې له مونږ غصب شوي دي.
که تروريزم د نورو خارجي او داخلي پاليسي په خپل لاس کې اخيستو ته وايي نو مونږ د چا په چارو کې مداخله نه ده کړې بلکې زمونږ پر چارو کې مداخله شوې ده.

که تروريزم د مکتبونو او مدرسو بمبار او د معصومو شاګردانو وژلو ته وايي نو دا ظلم مونږ نه ده کړی بلکې پر مونږ شوی دی.
بالآخره هيڅ داسې بدي په مونږ کې نه وه چې د تروريزم لپاره تعريف شي خو مونږ تروريستان وو او زمونږ د وژلو ، بنديانولو ، بمبارولو او آزادي غصبولو لپاره همدې بې تعريفه نوم بسنه کوله.

او پورته ذکر شوې ټولې بدۍ په امريکا کې موجود وې خو امريکا تروريسته نه وه ځکه چې د خدايي دعوه يې کوله او هره بدي او نيکي د امريکا په خوښه تعبيريدله، نو دا ملت مجبور شو او په تش لاس يې يوه نوې معرکه د يو نوي فرعون په وړاندې شروع کړه او په دې لار کې يې خپلې غوښې ، هډونه او وینې قرباني کړې او د سرټمبه نړۍ حشر يې په افغانستان کې داسې مات کړ چې له هغو خلکو سره يې ناستې او مذاکراتو ته زړه ښه کړ چې يو وخت دوی د مرګ او زندان نه بغير ورته کوم څراغ نه وو روښانه کړی، بالاخره د الهي نصرت په ملتيا په نظامي طاقت او سياسي تدبير سره مو هغه فرعون په نيمه شپه له خپل هيواد څخه وویست او خپله مو آزادي تر لاسه کړله.

امريکا به دلته خامخا ماتېدله او لا به هم د زوال په لور روانه وي او د امريکا د داخلي انقلاب له امله به ټوټې ټوټې کيږي ځکه چې امريکا د کبر او ظلم اوج ته رسېدلې وه او کله چې څوک د ظلم او کبر اوج ته ورسيږي نو رب جل جلاله يې لکه فرعون غرقوي لکه بسمل چې وايي:

ورځ چې د لمر خولۍ له کبره په تندي کيږدي
پوه شه چې نيمه شوه دغه يې د زوال وخت دی.

رب جل جلاله هر فرعون ته موسی او رود نيل پيدا کوي او د امريکا لپاره موسی همدغه بې وسه او ناتوانه طالب/ ولس او نيل ورته د افغانستان دښتې غرونه شول، هغه فرعون د نيل اوبو واخيست او باغي امريکا د وچ نيل ياغي څپو واخيسته او ذليله شوه.

لله الحمد اوس مو له اشغالګرو د هيواد د خلاصون لومړۍ کلیزه ده ټولو هيوادوالو ته يې مبارکي وايم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx