
د عالم مقام او دنده
امین وردګ
په پښتو کې یو متل دی چې وایي: ((تیږه پر خپل ځای درنه وي)) دا خبره بلکل ریښتیا او لویه مانا پکې پرته ده.
تېږه چې چېرې خښه شوي وي په کلونو کلونو هم نه ښوري، خو کله چې بې ځایه شوه نو بیا به د هر کس ناکس له پښو سره یو ځای رغړي.
انسان هم داسې دی! هر څوک پر ځپل ځای او له خپل کار سره ښه ښکاري.
شپون له رمې او رمه له شپانه سره خوند کوي.
د عالم مقام اوچت او دنده یې د اسلامي ارزښتونو ساتنه ده ، د مسلمانانو له اذهانو، خیالاتو او افکارو څخه به نظارت او مراقبت کوي.
عالم باید مسلمانان په ټاکل شوي اسلامي مېتود کې وساتي او بس!
دغه موضع به په لږه ساده لهجه نوره هم تشریح کړو: د ژوندانه په مختلفو ابعادو کې چې کوم اړین مسیرونه ټاکل شوي لکه: طبابت، عمراني، تعلُم، مرمت، تخنیک او داسې نور… نو عالم به یوازې د دغو مسیرونو پر اسلامي اړخ کې کار کوي نه په مسلکي کې؛ یعنې: یوازې دومره مراقبت به یې کوي چې حرکت له اسلامي چوکاټ څخه و نه وزي! نه دا چې ټول مسیرونه تشبث او اقتدار یې انحصار کړي.
له حضرت عیسی (علیه السلام) څخه حواریونو پوښتنه وکړه چې: ای د الله رسوله! په جنت کې خو عدالت چلیږي ځکه رضایت پکې حتمي دی – خو موږ ته دا پوښتنه پیدا کیږي چې هلته به (د بېلګې په توګه) ستا مقام زموږ په تناسب لوړ وي! نو څرنګه به موږ راضي شو؟ ده مبارک ورته وویل: تاسو چې کله خپلې جامې خپلو ماشومانو ته ور واغوندئ! نو آیا هغوی به راضي شي؟ دوی ورته وویل: نه.
– نو جنت هم داسې دی؛ هر څوک به پر خپل ځای ښه ښکاري.
مطلب دا چې عالِم باید د عالَم رهنما، امام او مقتدا وي؛ نه دا چې د انحصار په زور ټول مسلکي ارزښتونه تشبث بیا تهدید کړي.
له کله نه چې امامت په نیم مني (نیم من غنمو) شوی عالم مو قدر او قیمت هم ورسره کم کړی دی؛ ځکه چې خپل مقام یې پر ایښی.
نو زما غوښتنه او توصیه دا ده چې؛ د الله هغه حکم ته باید احترام وشي په کوم کې چې فرمایي: ((تؤدوا الامانات الی اهلها)) نو باید عالم عالي مقام ته وخیژي، نه دا چې د مامور پر څوکۍ ناست وي؛ دلته هم دده ارزښت کمیږي، هم مدیریت په تزلزل راځي او هم په اماناتو کې خیانت رامنځته کیږي.
نو باید چې په صحي بُعد کې ډاکټران تعین شي، په هنر کې هنرمندان او په تخنیکي ابعادو کې میخانیکان.
انجنیر خپل ځای ته بوځئ او کار ترې واخلئ، عالم عالي مقام ته وخېژوئ که نه نو دواړه به غرق کړئ او موږ به هم ورسره غرق شو.