دیني، سیرت او تاریخ

فقهي اختلاف بايد هيڅ وخت د جګړو او لانجو سبب نشي

مولوي نورالحق مظهري

که د فقهي اختلاف تاريخ ته وګورو نو د صحابه وو د وخت څخه بيا تر اوسه پوري د علماو او فقهاو تر مينځ سته او دا هغه اختلاف بللی سو چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت لپاره رحمت بللی دی، لکه امام بيهقي چي په رسالة الاشعريه کي روايت کوي: اختلاف أمتي رحمة. ژباړه: زما د امت اختلاف رحمت دي.

امام نووي رحمه الله په شرح کي د صحيح مسلم ليکي: قال الخطابي والاختلاف في الدين ثلاثة أقسام أحدها في اثبات الصانع ووحدانيته وانكار ذلك كفر والثاني في صفاته ومشيئته وانكارها بدعة والثالث في أحكام الفروع المحتملة وجوها فهذا جعله الله تعالى رحمة وكرامة للعلماء وهو المراد بحديث اختلاف أمتي رحمة. [شرح النووي جزء 11 / 92]

ژباړه: خطابي ويلي دي:
اختلاف په دين کي په درې ډوله دی: يو ډول په اثبات کي د صانع او وحدانيت کي دده دی چي انکار ددې څخه کفر دی، دويم اختلاف په صفاتو او مشيت کي د الله پاک دی چي انکار ددې څخه بدعت دی او دريم قسم اختلاف په فرعي احکامو او مسائلوکي دی کوم چي احتمال د څو وجهو لري نو دغه اختلاف الله پاک خپل رحمت او د علماو کرامت ګرځولی دی او دغه هم مراد ددې حديث څخه دی چي: «اختلاف امتي رحمة».

له همدې امله د صحابه وو، تابعينو او مجتهدينو د زمانې څخه پيل بيا زموږ تر زمانې پوري په فقهي مسائلو کي اختلافات سته چي اختلاف بيا ځان ته خپل لاملونه لري خو مهمه خبره داده چي داسي اختلاف هيڅوخت ددوی تر مينځ د لانجو او جګړو سبب ندی جوړ سوی.

لاندي به د بېلګي په ډول ځيني هغه مسائل ذکر کړو چي زموږ په مذهب کي د ننه د امام ابوحنيفه رحمه الله او دده د شاګردانو تر مينځ پکښې اختلاف دی خو هيڅ وخت دغه اختلاف د جګړو او تضاد سبب ندی جوړ سوی:
۱ – په شفق کي د امام ابوحنيفه او دده د شاګردانو اختلاف دی؛ امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: شفق سپين والي ته ويل کيږي خو ابويوسف او محمد رحمهما الله وايي شفق سوروالي ته ويل کيږي، يعني د امام ابوحنيفه رحمه الله په آند تر څو چي د ماښام د لمانځه وروسته د آسمان په کنارو کي سپين والی نه وي ورک سوی د ماخستن لمونځ نه صحيح کيږي خو شاګردان يې وايي چي سوروالی ورک سو لمونځ د ماخستن صحيح دی.[مختصر اختلاف العلماء]

۲ – امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: که چا په لمانځه کي يواځي پر پزي يا پر تندي سجده وکړه لمونځ يې صحيح دی خو امام محمد او امام ابويوسف رحمهما الله وايي: که يې په سجده کي تندی ونه لګوی لمونځ يې نه صحيح کيږي.[مختصراختلاف العلماء للطحاوي]

۳ – د امام صاحب څخه روايت دی چي دی وايي: په فارسي باندي لمونځ صحيح دی خو ياران وايي نه صحيح کيږي.[مختصراختلاف العلماء] البته د امام صاحب د رجوع خبره بيا بېله ده.

۴ – امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: که د چا د پښو پر ځای د درهم تر اندازې ډېره مرداري وه لمونځ يې فاسد دی او که يې د سجدې پر ځای وه بيا يې لمونځ ندی فاسد خو امام ابويوسف رحمه الله وايي: که يې د سجدې پر ځای دومره مرداري وه دغه سجده بايد را وګرځوي که يې را و نه ګرځول او لمونځ يې خلاص کړ نو لمونځ يې فاسد دی.[مختصر اختلاف العماء]

۵ – امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: که څوک د سهار په لمانځه کي وو وتر يې په ياد سوه چي کړي يې نه وه د سهار لمونځ يې فاسد سو خو ابويوسف او محمد رحمهما الله وايي د سهار لمونځ يې نه فاسديږي.[مختصر اختلاف العلما]

۶ – امام ابوحنيفه رحمه الله وايي: که چا د ماخستن لمونځ بې اودسه کړی وو او وتر يې په اوداسه کړي وه چي کله بيرته د ماخستن لمونځ کوي نو د وترو راګرځول ورباندي نسته خو ابويوسف او محمد رحمهما الله وايي د وترو راګرځول ورباندي سته.[مختصر اختلاف العلماء]

۷ – امام ابوحنيفه او امام محمد رحمهما الله وايي: که څوک د رکوع څخه سيده سجدې ته ولاړی لمونځ يې صحيح کيږي خو امام ابويوسف رحمه الله وايي نه صحيح کيږي.[مختصر اختلاف العلماء]

۸ – امام ابوحنيفه رحمه الله فرمايي: وتر واجب دي خو ابویوسف او محمد رحمهما الله وايي سنت دي.[العناية شرح الهداية]

۹ – امام ابوحنیفه رحمه الله وایي: د ټولو حیواناتو شاشې مرداري دي خو امام محمد رحمه الله وایي د هغو حیواناتو شاشې چي غوښي یې خوړل کیږي پاکي دي.

په پورته مسائلو کي که وګورو د امام ابوحنيفه او شاګردانو تر مينځ ډېر ژور اختلاف سته ځکه اختلاف د روا او ناروا دی، اختلاف ده صحيح او غير صحيح دی، اختلاف د پاک او مردار دی او اختلاف د فاسد او غير فاسد دی؛ خو هيڅوخت ددغه اختلاف څخه جګړه او لانجه نده جوړه سوې پداسي حال کي چي زموږ په زمانه کي ځيني علماء پر داسي مسائلو جګړه سره کوي چي د هغو حد اکثر حيثيت استحباب، اباحت او يا ثبوت في المذهب وي.

او په ډېر افسوس سره بايد ووايو چي ځيني علماء مقابل لوری په خپل نظر باندي مکلف بولي، پر ضد يې فتواګاني ورکوي او د هغه د ملامت کولو لپاره بې ځايه ټاپې او تهمتونه لګوي پداسي حال کي چي د هر عالم استنباط او اجتهاد د هغه د ځان لپاره دليل کېدلای سي خو بل څوک يې په منلو باندي مجبور ندی.

او ډېره د افسوس خبره داده چي زموږ مخکنيو علماو د قرآن او حديث څخه پر استنباط جګړه او لانجه نه سره کول خو زموږ په زمانه کي ځيني علماء د نورو علماو د عباراتو او کتابونو څخه پر استنباط جګړه او لانجه سره کوي.
د خداي لپاره درنو او معززو علماء کرامو! د خپلو سلف صالحينو لاره خپله کړئ او د تعصب او ځان خوښوني څخه لاس واخلئ او د رحمت اختلاف څخه غضب مه جوړوئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx