
سيد عبدالرزاق رحيمي
د کندهار اوسنی والي حاجي محمد یوسف وفا صاحب هغه چي د اشغالګرو او د هغوي د غلامانو په وړاندي خورا تندریز ګوزارونه تېر شل کاله کي کفارو او د هغوي غلامانو ته ورکړل، چي څو مسئولیتونه او تاریخي کارنامې یې درته بیانوو.
دا چي حاجي صاحب حفظهالله د روسانو د یرغل خلاف ددغه مقدسي او سپېڅلي مبارزې یو مخکښ اتل پاته سوی. زحمتوه او په دغه لار کي یې خدمات او تکالیف بیخي زیات دي، خو له کله چي د اسلامي امارت د خوځښت لومړي وختونه وه حاجي صاحب حفظه الله د شهید امیرالمؤمنین حاجي منصور صاحب رحمه الله او څو نورو ملګرو سره د کندهار د تختهُپل ولسوالۍ کمربند ته ځانونه ورسوله او هلته یې د کمربند د مسئول صاحب تر رهبري لاندي د شر او فساد په وړاندي د برحقي مبارزې په کمربندو کي خدمات پیل کړه، چي د کابل تر فتحي پوري په نظامي مبارزه او د هیواد د ګڼو ولایتو په کمربندو کي یې مسئولیتونه اجراء کړل؛ له دې وروسته چي کله پر کابل اسلامي امارت حاکم سو، هم یې کابل او نورو ولایتو کي مسئولیتونه وکړل، چي مهم مسئولیت یې د غوربند دره وه چي هغه وخت کي هم د اسلامي امارت خلاف حرکت پکښي وه، چي د جناب حاجي صاحب حفظه الله په ټاکل کېدو سره یې حرکت ټول له پښو وغورځول سو، له کله چي امریکا او د هغوی متحدینو پر افغانستان یرغل وکړ، اسلامي نظام یې ړنګ کړ او پر خپلو اوږو سپور نظام یې پر افغان مؤمن ملت وتپي د اسلام زمریانو غرو ته پناه یوړه چي د څه وخت دمې وروسته له کله چي د یرغل خلاف د اسلامي امارت قیام شروع سو نو اولنی کس حاجي صاحب حفظه الله وه چي د پخواني وزیر دفاع الحاج ملا عبیدالله آفتاب او شهید حاجي ملاشهزاده آخوند سره یې ددغه صف د قوي کېدو او نظامي مبارزې د پیلېدو هڅي او مبارزه پیل کړه، چي عملاً دغه مبارزه کي شکیل او رهبري کوله یې، چي د مخکيني جهاد شهید حافظ عبدالرحیم فاروقي صاحب لخوا د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کي هم نظامي مبارزه پیل سوه، چي حاجي صاحب حفظه الله او حاجي ملا شهزاده آخوند هم ددې مبارزې د یوې څنډي مسئولین وه، چي دک ندهار په معروف ولسوالۍ کي د مجاهدینو د مرکزونو د فعاله کېدو، د مجاهدینو د ډیرېدو او پر دښمن د حملو د ترتیبولو په هڅه کي سول.
دا چي اشغالګر ځواکونه او د هغوی غلامان د خپلو استخباراتي او څارګرو ادارو سره هر ځای فعاله وه او د نوي خوځښتونو تعقیب زیات وو؛ نو د حاجي صاحب حفظه الله او حاجي ملا شهزاده اخوند په مشرۍ د کندهار د معروف او د زابل د اټغر ولسوالۍ په منځ کي د مجاهدینو یو مرکز چي نوی یې فعاله کړی وو د اشغالګرو امریکایانو له طرفه یوه لویه چاپه ووهل سوه، له کله چي پر مرکز امریکایانو هلیکوپټري راکښته کړې؛ نو مرکز کي د حاجي صاحب په شمول ۳۰ کسان چي د مرکز فعال مجاهدین وه د هلیکوپټرو په دوړو ټکانو او جنګ کي د ساحي څخه ووتل او ۳۰ سره هم روغ ووتل، یو زخمي هم نه وسو، چي دا په ټوله افغانستان کي اولنۍ چاپه او د اشغالګرو اولني عملیات وه، چي مجاهدین روغ رمټ ورڅخه ووتل.
وروسته په جنوب کي د حاجي صاحب حفظه الله او حاجي ملا شهزاده آخوند په مشرۍ چریکي، تهجمي، تعرضي او د مینونو بریدونه د اشغالګرو خلاف روان سوه، چي دغه عملیات د کندهار په سپین بولدک، تختهُپل، معروف او د زابل په اټغر ولسوالۍ کي روان وه، چي ددغه بریدونو سره ـ سره یې په ګڼو ساحو کي د محاهدینو مرکزونه، اطاقونه او تشکیلونه هم فعاله وساتل؛ دا هغه وخت وه چي هیچا هم د طالب نوم نه اخیستی او نه یې و کور ته پرېښوی، چي دومره د زحمتو او د سختیو شپې وې، چي په همدغه سختیو کي د اډې د غره یوه لویه او تاریخي غزاء رامنځ ته سوه، چي وروسته د حاجي صاحب د ورور شهید ملا جان محمد آخوند په شمول شل کسه د سپین بولدک د سنګرو د نوي خوځښت مخکښ ځوانان په شهادت ورسیدل، داچي اولو شپو کي کوم تکالیف د مجاهدینو د مرکزونو په فعاله کېدو سره پر جناب حاجي صاحب او ملګرو یې راغلي قلم یې د لیکلو توان نلري او یو لوی کتاب ترې جوړیږي.
له سختیو او زحمتونو وروسته سنګرونه یو ځل بیا د دوی په زحمتونو او سختیو فعاله او پر دښمن یې تندریز بریدونه پیل کړه، جناب حاجي صاحب حفظه الله ته د مشرتابه له لوري په نویو تشکیلاتو کي د کندهار د سپین بولدک د نظامي مسئول په حیث مقرر سو، چي سپین بولدک کي د حاجي صاحب په مسئولیت کي زیات تشکیلات او سنګرونه فعاله سوه او راساً یې پر دښمن تندریز ګوزارونه پیل کړه، چي وروسته د مشرتابه له لوري د ښورابک ولسوالي ورکول سوه، هلته یې هم دښمن ته زیات خوځښتونه او سنګرونه فعاله کړه، چي دغه دوې ولسوالۍ دښمن ته د سر درد وګرځېدې.
حاجي صاحب حفظه الله د کندهار د ژړۍ، پنجوایي او سپیروان کمربندو کي خپل اطاقونه او د مشرتابه له لوري د کندهار د نظامي کمېسیون او د ژړۍ د لوی او مهم کمربند مسئولیت ور د غاړي سو، چي د دښمن سره یې دغه کمربندو کي خورا ستر ـ ستر جنګونه وکړل، چي د وخت حاکم کرزی، خان محمد او د امریکایانو لوی قومندانان او د هغوي لښکري یې د سپیروان تر غونډۍ پوري وځغلولې، د ژړۍ لوی جنګ چي پکښي حاجي زړګی فقیر شهید سو دغه جګړه کي د حاجي صاحب د زخمي کېدو وروسته دښمن وتوانېدی، چي د مجاهدینو څخه مهم مرکزونه ونیسي، چي وروسته اشغالګرو سخت بمبارونه او د حاجي صاحب حفظه الله د نیول کېدو او شهادت زیاتي هلي ځلي وکړې؛ خو ناکام سول.
وروسته له هغه د کندهار مرستیال والي او بیا د کندهار د نظامي مسئول او والي په حیث وټاکل سو، چي د والي تر ټاکل کېدو وروسته یې پر کندهار ښار د چریکي مجاهدینو تعرضي او تهاجمي بریدونه او عملیات پیل کړل، چي پر اطرافو یې جګړې خورا توندي ان مهالجات ارغندابونه، او اطرافي سیمي زیاتي فتحي او تر شنغزي اصحابي پوري کمربندونه چي اوس د ښار مهم واټونه او حوزې دي، جګړې راورسېدې، چي امریکایي اشغالګر یې هک پک حیران او پر داخلانو سخته بد ګمانه کړه، چي د حاجي صاحب تر مسئولیت تر ختمېدو، دغه مهمو نقاطو نظامي مراکز او کمربندونه، چي ښار کي یې د چریکي او فیدایې عملیاتو ترتیبونه هم کله کله درلوده، چي وروسته د حاجي صاحب د لري کېدو امریکایانو لوی قوې راوستې، چي د کندهار د اطرافي سیمو څخه هغه پخواني مراکز چي وه له هغه ځایه پر شاه او آن تر ریګو او صحراو محدود مجاهدین پاته سوه، چي امریکایانو له دغه صحنې څخه په استفادې، دغه سیمو کي اربکیان جوړ او فعاله کړل.
وروسته له زیاتو نظامي مسئولیتو او جهادونو حاجي صاحب د فراه د نظامي مسئول او والي په حیث مقرر سو، چي دغه ماموریت یې هم خورا په مېړانه او شهامت سره ترسره او د فراه تر مرکزه یې جګړه ورسوله، چي د امریکایانو په شتون کي دغسي جګړه خورا په لوړ مرال او تکتیک سره وه، چي د فراه په مرکز کي یې یو لوی استشهادي برید تنظیم او دوه ملګرو شهید حاجي کاکو او شهید حافظ حضرت علي ته یې رهبري ور د غاړي کړه، ترڅو تر یاد مهم مرکزه پوري استشهادیان رهبري کړي، چي فراه کي د دښمن پر دغه مهم مرکز، چي د دوی د وحشي قاضیانو، څارنوالانو او د محکمو د افرادو چي زموږ پر مظلوم ملت به یې خپل وحشي احکام او د کفر حکمونه تطبیق کول دغه ستر برید ترسره او زیات د محاکمو ظالم قاضیان او څارنوالان یې ووژله او دا برید خورا پر مهم مرکز، پر مهم وخت، ښه په بریالیتوب او منظمي رهبرۍ ترسره او پای ته ورسیدی، چي د بهرنیو او کورنیو رسنیو سرټکي وګرځېدل.
وروسته له هغه چي فراه کي یې نظامي مسئولیت خورا وځلېدی، د مشرتابه له لوري د ضرورت پر اساس د ارزګان ولایت لپاره د نظامي مسئول او والي په حیث مقرر سو داچي ارزګان سخت پېچلی ماموریت وو، یوه سیمه هم نه وه پکښي فتحه سوې، ټوله نافتحه وه حاجي صاحب حفظه الله هلمند کي عملیات او نور ترتیبونه ورته منظم او برابر کړل او دا یې مجاهدینو ته توصیو کي هم ویل، زړه کي یې هم ارمان وو، چي کله به د ارزګان مرکز ته د مجاهدینو په قومنده او رهبري داخل سي، د ارزګان مسئولیت دومره پېچلی او ګران وه، چي یوې سیمي ته ورتلل په ورځو ورځو ستړیاوي وې او د پښو مزلونه وه؛ خو حاجي صاحب تشکیلات جوړ او د کار د پیلېدو امر یې وکړئ، چي پر ګڼو سیمو سخت عملیات په میاشتو میاشتو وسوه، چي له څو میاشتني مقاومت او جنګونو وروسته د ترینکوټ تر اطرافو جګړه ورسیده، چي خورا ستر زحمتونه او د تکالیفو ډک ماموریت یې په ډېره لویه میړانه د خپل او ټول ملت تر ارمانه چي ترینکوټ ښار وو ورسوی.
د ارزګان جګړه دا دومره غټي مستحکمي ناوې د امریکايي اشغالګرو تر زمیني او هوایي تعرضونو لاندي فتحه کول د الله پاک نصرت او د حاجي صاحب حفظه الله تدبیر عزم او مستقیمي قومندې فتحه کړ، چي پر ترینکوټ ښار حمله وسوه، تر محبسه د حاجي صاحب په قومنده مجاهدین ورسېدل، داچي مشرتابه دغه کار یې ناڅاپي وباله او حیران یې کړ، حاجي صاحب ته یې د بیرته شاتګ کولو امر وکړ، چي د ترینکوټ په دروازه کي لوی کمربند جوړ او ښار محاصره سو، دغه دوه کلني ستونزمن خو کامیابه ماموریت کي چي د نظامي کارونو سربیره حاجي صاحب د ولس په منځ کي جګړو، بدیانو او نورو مشکلاتو د حل څومره هڅي کړي نه هېرېدونکي او د قلم تر وس تیري کارنامې دي، چي د ولس د اسانتیا لپاره یی کوم تشکیلات د علماوو هماهنګي او داسي د مجاهدینو تر منځ ورور ولي او هماهنګي رامنځ ته کړې بې ساري او نه هیرېدونکې ده.
نور بيا….
داچی پر بولدک زموژ اسلحه پاکستان ته قاچاق کوی خبر یاست؟ دا چی د کابل وزیرانو قانونی امر نه منی خبر یاست؟ داچی عام خلگ د خپل په اروند ورخخه پوشتنه کوی او وفا صاحب یی نور هم زخمو مالگی شیندی خبر یاست؟ د وفاصاحب هغه ورور چی په چمن کی دنده لری د پاکستان د حکومت چارواکی دی په دی خبریاست؟ په کندهار کی چی د ۶ شپزم تولگی د انجینو د مکتبو مخه یی نیولی په د هم خبر یاست؟؟ داچی نا اهله او غیر مسلکی خلگ یی ریسان کری ور باندی خبر یاست؟ په امارت اسلامی کی… نور لوستل »