ټولنیزه برخه

د اسلامي امت ځوانانو ته! «۲برخه»

حسان مجاهد

دوهم مطلب:( دځوانۍ اهميت، دوخت قدر او په وخت باندې د اسلافو حرص)

انسان دژوند په لومړنۍ مرحله (ماشومتوب) او وروستۍ مرحله (بوډاتوب) کې کمزوری وي، مګر يوازي د ځوانۍ مرحله ده چې انسان په کې دځواک او قوت څښتن وي.
په دې هکله الله تعالی وايي: «اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفاً وَشَيْبَةً» ژباړه: الله تعالی هغه ذات ده چې، تاسې ته يې لومړی کمزوري درکړه، له کمزوري وروسته يې قوت درکړ او له قوته او ځواني بعد يې بیرته کمزوري او بوډاتوب درکړ. (سورة الروم ۵۴).

ځواني هغه بند صندوق ده چې له داخله يې يوازې بوډا ښه خبر ده، ځواني هغه مرحله ده چې ډيرو ارمان پسې کړی او دحسرت اوښکې يې توی کړې دي، خو افسوس! وايي؛ « بوډا توانیږي نه او ځوان پوهيږي نه» دځواني له ستر نعمت څخه به په جنت کې جنتيان هم برخمن وي؛ دوي ته به وويل شي «وإن لكم أن تشبوا فلا تهرموا أبداً» بې شکه تاسې (جنتيان) به تل ځوانان ياست او هيڅکله به بوډاګان نه شئ!»په ځوانۍ کې تقوی ، توبه او عبادت خاص اهميت لري ، هغه اوه ډلې چې هغوی به د قيامت په ورځ د الله تعالی د رحمت تر سيورې لاندې وي د هغو څخه يو هم هغه ځوان دی چې ځواني يې په عبادت کې تيره کړې وي .«..وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ …» (متفق عليه ).
انسان دځوانۍ په مرحله کې ددنيا او اخرت کارونه او ورله غاړې مسؤليتونه په ښه توګه انجامولای شي؛ځکه کله چې عمر تير شي؛ نو مسؤليتونه زيات شي، علاقې پراخې شي، وختونه تنګ شي، طاقت نيستي شي. ويل کيږي چې؛ ضعف دبوډا ملګری وي او قوت دځوان دوست وي او دوست تر ملګري ډير وفادار وي؛ ځکه نو بوډا له زمانې پردی شي، په خلګو کې نا آشنا اوغريب شي، همزولي يې وفات شي، هغه کسان چې نوي را لويږي د بوډا او هغوي تر منځ په عمر، ذهن او پوهه کې ډير تفاوت موجود وي؛ ځکه هغوي له ځواک او سالمو حواسو برخمن وي او دبوډا اراده او حواس ټول کمزوري شي. بوډا توب اجل رانږدې کوي، امیدونه کډه کوي، دمرګ قاصد ده او هغه وريځ ده چې مرضونو اوروي. یحیی بن خالد وايي: بوډا توب هغه مرګ ده چې له شا بل مرګ هم پسې ده.

داسلامي امت ځوانانو! دا مو د فرصت ورځې دي، هيڅکله خپلې چارې بل وخت ته مه ور ځنډوئ؛ ځکه په راتلونکي کې بیا داوس په څېر خپل کارونه نه شئ ترسره کولای.
رسول الله (صلی الله عليه وسلم )فرمايي: زما دامت عمرونه به له شپيتو تراويا کلونو پوري وي او ډير کم به داسي خلګ وي چي عمرونه يې له اويا کلونو واوړي.( الترمذي وابن ماجه) اوس خو زموږ د عمرونو زياته برخه تيره شوې او پاته ډيره کمه برخه ده، دغه پاتې قيمتي برخه په عبثياتو مه ورانوئ، بايد فکر وکړو چې سل کاله وروسته به موږ تر تورو خاورو لاندې یو او دژوند ټول خواږه به رانه پاتې وي.
د شپږمې پیړۍ يو مشهور عالم علامه ابن الجوزي رحمه الله خپل زوي ته په نصحیت لیک کې، د وخت د ارزښت په اړه داسې لیکې: «زويه! په دې پوه شه چې ژوند له څو ساعتونو او ساعتونه له څو شېبو عبارت دي، د ژوند هره ساه یوه الهي خزانه ده، د یوې، یوې ساه داسې قدر وکړه چې بې ګټې در څخه ولاړه نه شي، هسې نه چې د قیامت په ورځ پرې پېښمانه شي او هغه خزانه خالي وي، د یوې یوې شیبې حساب وکړه چې په کوم ځای کې در څخه تېریږي او په دې کوښښ کې اوسه چې هره شېبه په یو ګټور کار کې ولګوې، له بېکاره ژوند څخه ډډه وکړه او د کار کولو عادت په ځان کې پیدا کړه، چې په راتلونکي کې هغه څه ومومې چې ستا د خوشحالۍ سبب وګرځي»

ددې لپاره چې په وخت باندې حریصان شو او خپل قيمتي وختونه له ضياع څخه وژغورو، راځئ چې ديو شمېر اسلافو ژوند ته سترګې پرانيزو او دا ځان ته معلومه کړو چې له هغوی سره دوخت څومره قدر و او له موږ سره څومره؟!

ابن مسعود( رض) وايي: په ټول ژوند کې په هغه ورځ پښيمانه يم، چې لمر ولوليد خو ما په کې زيات عمل ونکړ.

خليل بن احمد بصري (رح)وايي: په ما باندې هغه ساعت ډير دروند ده، چې زه خوراک په کې کوم؛ ځکه خوراک زما وخت راضايع کوي.

ابو يوسف (رح) وايي: زوی مي وفات شو، تدفين او تجهيز مي قریبانو ته ور وسپارل، له دې امله چې د امام ابو حنیفه (رحمه الله تعالي) در س رانه پاتې نه شي.

عبید بن يعيش(رح) وايي: ما په ديرش کاله کې په خپل لاس ډوډۍ نه ده خوړلې، بلکه خور به مي په خوله کې ګوله راکوله اومابه حديثونه ليکل.

امام ثعلب نحوي(رح) په لاره باندې دتګ پر مهال کتاب مطالعه کول؛ چې په يو کډي(خرابه ځمکه) کې ولويد او دغه لويدل يې دمرګ سبب هم شو.

ابو محمد عبد الرحمن ابن شريح انصاري(رح) وايي: ما ابو القاسم بغوي(رح) ته حديثونه روايت کول او سر يې زما دځنګنو په منځ کې ايښی وو، ما ورته وويل څومره نور لا ووايم؟ خو ده ځواب رانه کړ، ما چې وخوځول دی مبارک وفات شوی و.

خطبب بغدادي(رح) به هم په لاره باندې دتګ پرمهال دکتاب مطالعه کوله.

امام فخر الدين رازي(رح) وايي: قسم په خدای! په هغه وخت باندې ډير تأسف کوم، چې زه خوراک په کې کوم ځکه وخت ډير قيمتي ده.

ستر مؤرخ ابن عديم الحلبي(رح) به په سفر کې په دابه (سورلۍ) سپور وو او کتاب به يې ليکل.

امام نووي (رح) وايي: دوه کاله مي په ځمکه د آرام په خاطر اړخ نه ده لګولی، ده به په شواروز کې يو ځل خوراک او څښاک کول.

شمس الأيمه امام سرخسي (رح) په څوارلس کلنه زنداني دوره کې دڅاه له تله څخه خپلو شاګردانو ته درس ورکول او هغوي به ليکل، په دې موده کې يې په ديرش ټوکه کې لوی کتاب «المبسوط» وليکل.

الله تعالی دي موږ ته هم ددوي په څېر دوخت دساتنې توفيق را په برخه کړي (امين يارب العلمين)
نور بيا………ان شاء الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx