نظــر

د سنبلې په نهمه څه وشول؟

عبدالرقيب رقيب
د يرغلګرو ټانګيز کاروان به په نازونو او نخرو روان و, مجال نه و چې ملکي موټر به ورنه مخکي کيدو, آن د هيواد مورګانې به د زېږون په حالت کې روغتون ته پر لاره وې خو دا چې يرغلګرو چاته د مخکي تګ اجازه نه ورکوله ماشوم به پر لاره په موټر کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
د سنبلې په نهمه دغو ماشومانو وليدل چې د خاورې شازلميو يې دغه وحشي او ياغي متکبر یرغلګر په ډير ذلت او شرمنده حالت له هيواده وشړل.

د بيا رغونې او سوله ساتي په نوم داسي ځواکونه راغلي و چې هيوادوال به يې ووژل, ګوتې به يې ورنه غوڅې کړلې او د يادګار په ډول به يې له ځان سره خپلو هيوادونو ته يووړلې, همالته به نړيوالو رسنيو راپورونه ورباندي جوړ کړل او افغانانو ته به يې اقرار او ثبوت راوليږل…
هيواد مو د سنبلې په نهمه له دغسي وحشيانو نجات وموند.

زموږ هيوادوال به يې شهيدان کړل, ځينو به يې په جسدونو بولي کړلې, ځينو نورو به د مړو په جسدونو اورونه بل کړل, بيابه يې اقرار او افتخار کاوه چې دا هرڅه له اسلام او مسلمان سره د نفرت په اساس کوي…
د سنبلې په نهمه مو دغه نفرتي يرغلګر له هيواده وشړل.

يرغلګرو به په خپلو هيوادونو کې وژونکې او ورانوونکې اسلحې جوړې کړې, د ازمايښت لپاره به يې افغان خاورې ته راوړلې, په افغان خاوره, افغان ولس به يې ازميالې…
د سنبلې په نهمه دغه ازمايل شوي غداران له افغان خاورې رسوا او شرمنده وييستل شول.

يرغلګرو غوښتل افغان خاوره, افغان فضا, افغان غرونه, افغان کلتور, افغان تاريخ, افغان مذهب, افغان ذخائر, افغان بشر, افغان سياست او د افغانستان هرڅه تسخير او په خپله ګټه واړوي…
د سنبلې نهمه د دوی د شومو اهدافو د خنثا کيدو ورځ ده…

دلته داسي راپورونه هم و چې يرغلګرو د ډالرو په زور د نجونو غاښونه ويستل او بيابه يې د خولې له لارې جنسي اړيکې ورسره نيولې!
د سنبلې په نهمه ښځينه حقوقو ته ژمن دغه خنزيران وشړل شول…

يرغلګرو او د هغوی افغان نوکرانو داسي تړون کړی و/دی چې افغانان به وژني, هيڅ حساب به يې نه نيسي, افغان وژنه به معاف وي, قاتل به يې هيڅ محکمه نه لري، د افغان د وژلو معيار به يواځي د دوی خوښه وي, چاته چې يې خوښه شوه او څنګه چې يې خوښه شوه هغسي به يې وژني…
د سنبلې په نهمه د نمرود او فرعون دغه لارويان افغاني قلزوم تر ګيډه کړل او اجساد يې نړۍ ته يې د عبرت لپاره ور وغورځول.

يرغلګرو حشرګرو نه يواځي زموږ هيواد په خپلو کې سره وويشتل , بلکي موږ يې په قومونو, سمطونو, ګوندونو, مذهبونو او مختلفو رنګونو سره دښمنان کړو, موږ يې په خپلو کې رقيبان کړو او زموږ له قانوني رقابته يې خپله استفاده کوله, موږ په خپلو کې يو د بل له پښو خاورې ويستلې او يرغلګرو زموږ د هلاکت شيبې شمارلې…
د سنبلې په نهمه زموږ دغه ازلي او مکار دښمنان هلاک, شرمنده او نامراده شول…

يرغلګرو د بيان د ازادۍ په نوم زموږ په دين, کلتور, تاريخ او ټولو ارزښتونو بريدونه کول.. د ښځو د حقوقو په نوم يې د افغانانو ښځو ته د امن خونو په نوم ځانګړي زندانونه جوړ کړي، داسي زندانونه چې پکې به د ښځو پت, عزت, روح, ايمان… شکنجه کيدو او کورنی ژوند به يې د تل لپاره له منځه وړل کيدو…
د سنبلې په نهمه افغان مېرمنې له دغسي بې وجدانه يرغمله ووتلې.

افغانانو ته ديموکراسي د افغانستان په ټټر اغزن تار تيرولو په قيمت تمامه شوه، د فردي ازادي په لاسته راوړلو سره يې د جمهوريت د ځيني کار کوونکو ترمنځ د مېړوښو ښځو موقتي او دائمي تبادله ورزنۍ چاره وګرزيده, د دين حصار ګنډو شو او ډير ورنه د عيسويت او الحاد دجالي جنت ته ووتل.
د سبنلې نهمې دغه کنډوان ورغول, د عزتونو دفاع يې وکړه او شيطانان يې وزغلول.

زموږ تجارتي سيستم, د منابعو سمبالښت , بانکي رمزونه, د ګمرکاتو حساب, ملي راکړه ورکړه او په مجموع کې ټول اقتصادي بنسټ د يرغلګرو په لاس کې و…
د سنبلې په نهمه افغانانو د خپل اقتصاد ازادولو لاره ومونده, اوس اخته دي چې خپل اقتصاد ته په خپل واک کې پرمتګ ورکړي…

زموږ نصاب، تعليمي بهير, د تربيې اصول, د استاذانو انتخاب, د شاګردانو برخليک, تعليمي مزل او منزل, شاګرد ته د هدف نقطه ورکول… او هرڅه د وحشي, ياغي, ظالمو او فريبګرو يرغلګرو په واک کې و…
د سنبلې په نهمه د هرڅه د افغاني کيدلو چانس ترلاسه شو…

زموږ کلتور تر مستقيم يرغل لاندي و, زموږ د تاريخ د مسخ کيدلو هڅې روانې وې, زموږ د نوي نسل له افکارو, عقائدو, اعمالو, اقوالو, صورت او سيرت سره د اساسي او ډير خطرناک خيانت پلانونه په کار اچول شوي و…
د سنبلې په نهمه د هرڅه د خوندي کيدلو فرصت برابر شو , هيله ده هيوادوال او اسلامي امارت دغه فرصت غنيمت وګڼي, د يرغلګرو تخريبي کړنې جبران او د سالم مسير پر لور مو روان کړي…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx