نظــر

د سنبلې نهمه د یوې بلې امپراتورۍ د زوال ورځ

مولوي ضیاءالحق حسان
تاریخ ثابته کړې کله هم چې د حق لښکرو خپله برحقه داعیه پیل کړې په وړاندې یې شیطاني لښکرو سر راپورته کړی، د تاریخ په اوږدو کې که وګورو د حق لارویان تل په دنیوي لحاظ د اسبابو له اړخه کمزوري خو مقابل طرف یې بیا تل په ماډرن او عصري اسلحو سمبال وي، د نبوي دورې آن تر نن پورې دا واقعیت درک کولای شو؛ زموږ هیواد چې د ویاړونو تاریخ یې نه تنها د آسیا بلکه نړۍ په اُفق ځلا کوي د هماغه وخت چې نبوي لښکر په اسلامي عقیده سمبال د نبوت د سالار د دریم ځای ناستي حضرت امیرالمؤمینین عثمان ذو النورین رضی الله عنه د کابل په لور راولیږل ( چې کابل د ولید بن عبدالملک په وخت کې چې د جنګ مشر یې عبدالرحمن ابن سمرة وو فتحه شو د دوی ځینې یې د شهادت مینار ته هسک شول لکه جبیر او تمیم انصاري رض چې مبارک مزارونه یې د کابل ښار کې کرار لري همدارنګه د کابل بالاحصار ته څیرمه د اویا صحابه کرامو مزارونه) دلته هم دا ډګر خورا ګرم وو او د حق لښکرې په حقانیت داسې مضبوطې ولاړې وې چې د شیطانې لښکرو سینو کې یې د نازک تن هډوکي خښ کړل.

له لږ نیږدې راشو ۲۰۰۱ م کال چه امریکایي ولسمشر بوش صلیبي نړۍ د آسیا د بام افغانستان په لور حشر او راوکوچوله نیږدې څو هفتو کې یې د هیواد ټولې سیمې تر خپله ولکه لاندې راوستله ؛ د حق لښکر د لوی رب په ستر امتحان کې راغلل چا هم سوچ نه کولو چې دلته به بیا الهي لښکرې د قدرت په څوکه راښکاره شي.

ډیرو په اصطلاح روڼ اندو به ویل طالب نور د افغاني سیاست برخه نه ده نور د طالب نوم په ورکیدو دی ډیرو ضعیف الایمان وګړو هم دا نارې بدرګه کولې او هماغه د انګریزې او روسي ښکیلاک د یرغل د مهال نارې به یې تکرارولې چې د اوسني نظام سره ډغرې وهل د غره سره سر وهل دي دا لښکرې شکست نه خوري، خو د حق لارویان چې عقیدې یې له فولادو هم کلکې وې، ډبرین عزمونه یې نه وو متزلزل شوي، له لږ دمې وروسته یې غلچکې بریدونه پیل کړل دلته د نظامي جګړې تر څنګ فکري سنګرونه هم ښه ګرم وو د امریکایي ښکیلاک په وړاندې کابل ادارې په وړاندې ادنی خبر هم د هیواد د بیا رغونې خلاف تعبیریدله ټولو به دا بدرګه کوله چې ګاونډي هیوادونه نه غواړي هیواد جوړ شي کله خو به یې ښکاره ویل طالب د هیواد د پر مختګ په وړاندې خنډ.

خو د دې صف لارویانو په الهي نصرت داسې مظبوطه عقیده لرله چې په تنها سر یې د کلاشینکوف او مټرسیکل په مټ د طیارو او ټانکونو مقابله یوه عادې خبر بلله .
اخر لوی رب همدې مستصعفینو ته د هیواد په ډیرو سیمو واک ورکړ هر کال به د راغلو څخه ملکونو کډې بارولې او دا جګړه به یې د ځان په تاوان تعبیروله.
اخر امریکایي ښکیلاک هم د ځان ته پوزې ایښودولو په بهانه د دوحې تړون لاسلیک کړ چې سراسر د طالبانو په ګټه وو هغه مهال رسنیو داسې تعبیروله (برد برد) یعنې دغه تړون ټول د طالبانو په ګټه وو بلاخره د اسد په ۲۴ د شملور هیواد شملور ځوانان کابل ته د ننه شول او لوی رب د خپل نصرت کړې ژمنه ریښتیا کړه د سنبلې په نهم بیا اخر امریکایی د هیواد له پاکې خاورې د ذلت او رسوایۍ کډه بار کړه پوره یویشت کاله وروسته هیواد د خپلواکۍ شپه ولمانځله په همدې مبارکه شپه هیواد یودځل بیا د امپراتوریو ماتونکي نوم خپل کړ.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx