نړۍ

قاهره: فلسطیني ډلي به نن په قاهره کي د روغي جوړي تړون لاسلیک کړي

palestine-2نن ټکی آسیا: تمه کیږي چي نن به په مصر کي د فلسطین د ویشل شوو ډلو تر منځ د روغي جوړي پر تړون باندی لاسلیک وشي، او ددې لپاره به د مصر په پلازمېنه قاهره کي یوه ستره غونډه ترسره شي.

یو جګ پوړي مصري مسؤول ویلي چي دوي ددې غونډی لپاره د عربو ټوله وزیراء خارجه، د چین، روس او ترکیې وزیراء خارجه،

او د اوروپا بعضي وزیراء خارجه، د جامعه عربیة اوسنۍ سرمنشي عمر موسی، د ملګرو ملتونو اوسنۍ سرمنشي بان کي مون، د مؤتمر اسلامي سرمنشي احسان اوغلي، او نور مشران راغوښتي، چي تر څو په دغه تاریخي غونډه کی ګډون وکړي.

لاسلیک به د فلسطیني ولس مشر محمود عباس (ابو مازن) او نورو تنظیمونو د مشرانو تر منځ کیږي.

د مصر په زیار باندي څو ورځي تر مخه د حماس او حرکة فتح تر منځ په یوه غونډه کي اعلان وشو، چي دوی خپل منځي اکثره اختلافات نور تر شا غورځولي، او غواړي چي یو بل ته د ورورلۍ لاس ورکړي.

د یادوني وړ ده چي د فلسطین دوې ستري ډلي د کلونو راهیسي د یو بل سره د فلسطین د ازادي او اسراييلو سره د اړیکو پر اساس باندي جور اختلافونه لري، منظمة التحریر چي مشري يې یاسر عرفات خپل تر مرګ مخکي کوله، او اوس یې محمود عباس کوي، همیشه د سولي او د اسراييلو سره د خبرو لاره غوره کړې، او د حماس ډلي بیا د اسرييل سره هیڅ خبرو ته تر هغو تیاري نه ښودله تر څو چي اسراييلو د فلسطین هغه غصب شوي ځمکي خوشي نه کړي، کومي چي دوي د ملګري ملتونو د قوانینو په خلاف لاندي کړي دي.

د حماس ډله په اوس وخت کي په غزه باندي او د محمود عباس ډله پر الضفة الغربیة ښار باندي واکمنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x