کرزی: په را روانو څو ورځو کې به نوی ولسمشر وټاکل شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۲۲مه، ۱۳۹۳ل): ولسمشر حامدکرزي اعلان وکړ، چې نوی ولسمشر به راتلونکو لس- پنځلسو ورځو کې خپله دنده پيل کړي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د رايو د بيا پلټنو پروسه یو ځل بیا په ټپه ولاړه ده او دواړو کانديدانو د امريکا سفارت کې د د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري پر وړاندې د واک د وېش په اړه تړون لاسليک کړی دی.

ولسمشر کرزي پرون مازديګر د ترکيې نوي ټاکل شوي ولسمشر رجب طيب اردوګان ته د ترکيې د نوي ولسمشر په توګه د نوموړي ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دواړو هېوادونو تر منځ د ښې دوستۍ او راتلونکې په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزی رجب طیب اردوګان سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د دوه اړخيزې او دوامدارې دوستۍ ژمنه وکړه او نوموړي ته یې د لا برياوو هېله څرګنده کړه.

ولسمشر کرزي د هېودا د ولسمشريزو ټاکنو په اړه زياته کړه، چې راتلونکو پنځلس – شلو ورځو کې به د افغانستان نوی ولسمشر هم وټاکل شي او خپله دنده به پيل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د