ادبي لیکني

په مخزن کې د رسول الله (ص) شل صفتونه او په حال کې یې څرکونه

څېړنه: سید اصغر هاشمي

سریزه
په مقاله کې یادونه شوې چې د اخوند درویزه پېژندنه، افکار او نظریات نویو څېړنو ته اړتیا لري او د موضوع اصلي برخه له مخزن الاسلام څخه د رسول الله (ص) شل صفتونه ښودل شوي او د حال په انسانانو کې همدغه صفتونه په تخمیني ډول څومره مسلمانانو کې شته. اخوند درویزه دغه برخه له عربي ژبې ژباړلې ده چې د ده شاګردان او د وخت خلک ترې ګټه واخلي.

ستونزه
لویه ستونزه چې د نړۍ په مسلمانانو کې موجوده ده، له اسلام څخه ناخبری او پرې عمل کول دي، نو په دې لیکنه کې د رسول الله (ص) شل صفتونه ښودل شوې دي او د حال وخت انسانانو کې ښودل شوې دي چې څومره خلک د رسولله (ص) له سیرته باخبر او پرې عمل کوي او دا شل صفتونه په څومره خلکو کې شته.

متن
د اخوند درویزه مخزن د انساني لارښوونو هغه خزانه ده چې د وخت د اړتیا په نظر کې نیولو سره خپلو پیروانو او عامو خلکو ته لیکل شوی او ژباړل شوی اثر دی چې ډېره برخه یې له عربي ترجمه شوې ده او دا چې عربي د دوی په وخت کې د مدرسو او جماتونو ښوونیزه ژبه وه، د اړتیا پر بنسټ یې ځینې مسایل پښتو ته ژباړل شوې دي.

د کتاب ډېرې برخي دیني او مذهبي لارښوونو ته ځانګړې شوې ده او د انحضرت (ص) د سیرت په اړه ګام پر ګام خبرې لري او پښتو ادب کې د ژباړې له لارې د سیرت لومړنۍ هڅې یې ښودلای شو.

په نړۍ کې د مسلمانانو لارښود انحضرت (ص) هغه څوک دی چې هر کال د ده لسګونو سیرتونه لیکل کېږي او له اسلامي نړۍ پوهانو پرته د نورو ادیانو عالمان یې هم یادونه کوي. د مسلمانانو لپاره د ده د ژوند صورت او سیرت باندې عمل کول د نیکبختۍ لامل ګرځي او د مخزن ۱۹۷۸ کال، د سید تقویم الحق کاکاخېل په تدوین، د انحضرت (ص) د شلو صفتونو یادونه شوې ده او غواړم چې دغه صفتونه په ننیو مسلمانانو کې ولټوم.

دلته د یوې خبرې یادونه اړینه ګڼم هغه دا چې پښتو ادب او ادب تاریخونو کې د اخوند درویزه پېژندنه او یادونه نویو څېړنو ته اړتیا لري او د انتقادي تفکر په ډول څېړنه باید علمي بنیاد ولري او په تا ویلو او ما ویلو باور کول به نویو څېړنو ته د ګټې پر ځای زیان ورسوي.

اوس هم په پښتو ادب کې د مستشرقینو ځینې هغه نظریات چې علمي بنسټ نه لري او د حدس او ګومان پر اساس ویل شوې دي، په ډېر اثارو کې د اقتباس په ډول راوړل کېږي چې د دوی ټولې خبرې سمې نه دي او نویو څېړنو ته اړتیا لري.
هر انسان د ژوند بېلابېل اړخونه لري او موږ باید ټولنیز، سیاسي، علمي او نورې خواوې له بېلابېلو اړخونو مطالعه کړو نو پښتو ادب کې له سیاست او نورو خبرو مبرا د اخوند درویزه مقام په ادبیاتو کې ښکاره دی.

د دیني لارښوونو مخزن کې د رسول الله (ص) د سیرت په اړه راغلې دي: (د خلایق عقل عاجز شه د رسول الله په مرتبه کې، هېڅ بیان یې په دوی نشي. له ده لرې که نژدې وي، تر مشرقه تر مغربه خلایق یې له بیانه لکه ګنګ هسې دریږي. لکه نور چې څوک د لرې ورته ګوري، دی هلکوټی لیدی شینه. ولې ذات به یې په سترګو صحیح نه کا، که هر څو سړی نژدې وي چې دا سترګې خیره کېږي.

په دنیا به مرتبه د رسول هېڅوک صحیح نه کا. د خلکو پوهه هومره رسیدلې چې رسول هم یو سړی دی، بهترین د خلایقو دی، ولې هېڅ به تر دا زیات ویلی نشی چې ادراک یې نه رسیږي.

هره لویه معجزه چې انبیاو وه راوړې پر امت یې څرګنده کړې، دا له بله لورې نه وه، مګر دا چې د نبي له پاکه نوره ور رسېږي.) مخزن، ۱۶

په همدې ډول بحث له پیدایښته پیلېږي او تر مرګه د ده د صورت او سیرت بیان کوي. که چېرې املمختوم ولوستل شي نو د رسول الله (ص) د ژوند سیرت ډېر بحث لري او د سیرت بحث د انسان له داخلي کړو وړو سره سره اړیکه لري، د انسان د صورت او سیرت د ښکلا تر منځ برابري او یا هم د دواړو بهرنیو او دننیو ښکلاوو درلودل اړین دي چې د رسول الله (ص) د سیرت په بحثونو کې ډېرې خبرې د ده له داخلي کړنو څخه تبارز کوي، نو الله تعالی دې ټول امت مسلمه کې د ده خویونه پیدا کړي خو چې کله د رسول الله (ص) سیرت ولوستل شي نو د ده د ځانګړنو په اوسنیو مسلمانانو کې له سل سلنې پنځه سلنه نه لیدل کېږي.

خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې اسلام کې کمی نشته، کمی په ننیو مسلمانانو کې ده چې د عمل او عکس العمل او یا علت او معلول په ډول یوه پدیده د بلې پدیدې پیدا شوې ده. علامه اقبال د دې خبرې د وضاحت لپاره وايې:
جمعیت کفر از پریشانی ماست
ابادی بتخانه ز ویرانی ماست
اسلام به ذات خود ندارد عیبی
هر عیب که هست، در مسلمانی ماست انسان څوک دی؟ ۳۶مخ
زموږ د موضوع اصلي برخه د اخوند درویزه له مخزن څخه د رسول الله (ص) د شلو صفتونو څرګندونه او په حال مسلمانانو کې یې پټنه ده.

اخوند درویزه (رح) وایې: (هغه کس چې د نبي (ص) زده کا شل صفته، ایمان به پرې ثابت کا، هم به خلاص شي له عذابه له هیبته. پاک الله (ج) به ثواب ور کا د څلورو کتابونو، هم ثواب به د هغه حج اکبر ورکه چې ثواب دی بې غایته. هم ثواب به د هغه اویاوو شهیدانو چې په جنګ د اُحد مړه دي، بل به له دې جهانه نه ځي، څو اګاه شوی به نه وي له جنته.) مخزن، ۱۲۰مخ
په همدې ډول د رسول الله (ص) د صفتونو، ځانګړنو او سیرت یادونه په دې برخه کې شوې ده او په پای د موضوع کې هغه شل صفتونه ښودل شوې دي چې نن په ډېرو کمو مسلمانانو کې شته وایې:

(نبي و د خدای له نوره، مخ یې و روښانه، سر یې و له برکته، دواړه شونډې یې له تسبیح، ژبه یې وه د خدای له ذکره له فکرته، غاښ یې وو له نوره، پوزه یې وه د مشک له عنبره، هم یې زړه وو پیدا شو له اخلاصه له رحمته، دواړه غوږونه یې وو له پنده له عبرته پیدا شوی، دواړه سترګې یې وې له شرمه، دواړه لاس یې له سخا وو، دوه بازو یې له قوته، د نیکو خوی یې د بهښت د خوږو شهدو، هم سینه یې د بهښت د سرو یاقوتو، هم ملا یې وه د دُورو ځکه دا وه ډېره پوره له حکمته، نوس یې وو له حلمه، کُلمې یې وې له صبره، هم ويښته یې د بهښت د ګیاهونو، ځکه پاک و بې علته، هډونه د ده وو د بهښت له کافورو، دواړه پښې یې وې د باري خدای له عبادته، پاک نبي مې تر اوله تر اخره انبیا وو، ځکه هیڅ کله یې چار نه وه غلطه. درویزه چې دا بیان کړو عربي یې په پښتو کړه، امید وار دی د رسول له کرمونو هم د خدای له ښه رحمته.) مخزن، ۱۲۰ـ ۱۲۱مخونه.

په پورته صفتونو کې الله تعالی ځينې یوازې رسول الله (ص) ته ورکړې دي خو لږو ډېر داسې صفتونه هم شته چې نن یې باید مسلمانان عملي کړي. مخزن کې دي: (سر یې و له برکته) دلته له سر څخه موخه مغز دی او د مغز او زړه بحث یو جنجالي موضوع ده. امام غزالي وايې چې د انسان بدن د یو مملکت حیثیت لري، پاچا یې زړه دی، لومړنی وزیر یې مغز دی، پنځه بهرني او پنځه داخلي حسونه یې ریسان دي، د مغز او لسو حسونو لارښود له زړه کېږي، نو د رسول الله (ص) زړه د الله تعالی له انوارو ډک وو، هېڅ ډول صغیره ګناه له ده شوې نه ده چې لامل یې د زړه جوړوالی دی.

د انسان ټول هغه کړه چې د ټولو حسونو سره اړیکه لري، اول د زړه او دویم له مغزه رهبري کېږي، کله چې زړه جوړ شو، مغز سمه فرمانبرداري کوي، د لاسونو، پښو، سترګو، غوږونو او د نورو انساني عضوو لارښوونه له زړه او ککرې ده.

په حال کې د زړه جوړوالی په کمو خلکو کې لیدل کېږي او همدا زړه دی چې په ککرو کې مغزونه جوړوي، نو ځکه د یو پوهاند خبره: د اقلیت او اکثریت تعریفونه نوي شوې دي، نور نو سرونه نه شمېرل کېږي، مغزونه شمېرل کېږي!!!

په مخزن کې د بل صفت په اړه راغلې دي: (دواړه شونډې یې له تسبیح، ژبه یې وه د خدای له ذکره له فکرته)
بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ده چې په خوله کې ژبې او د خولې شاو خوا عضوو ته لارښوونه له زړه کېږي نو ځکه د رسول الله (ص) خوله به د الله تعالی په ذکر وه، د الله تعالی شکر یې ادا کوه او د دنیوي او اخروي ستونزو د حل په موخه یې استغفار وایه، خو په اوس وخت کې ډېر کم خلک د الله تعالی ذک کوي او د دې صفت خاوند دي. د الله تعالی ذکر د انسان زړه صیقل کوي او د خودشناسۍ مرتبه تر لاسه کولای شي.

بل صفت یې دی: (هم یې زړه وو پیدا شوی له اخلاصه له رحمته) د رسول الله (ص) د زړه د نورانیت موضوع د شق الصدر له واقعې سره اړیکه لري، خو بیا هم د زړه جوړول د ننیو انسانانو په واک کې موضوع ده، یعنې اختیار له انسان سره دی چې څنګه وکولای شي چې خپل زړه له هر ډول روحاني ستونزو خلاص کړي.

اخوند درویزه نور صفات یې داسې بیانوي: (دواړه غوږونه یې وو له پنده له عبرته پیدا شوی، دواړه سترګې یې وې له شرمه، دواړه لاس یې له سخا وو) په غوږونو یې ښې خبرې له خپل ځانه او له نورو څخه اوریدل، کله چې به یې ذکر کاوه نو ټول صفات یې بیرته په غوږونو اوریدل او همدا په خوله ذکر او په غوږو یې اوریدل د انسان په لاشعور کې ذخیره او رسوب کېږي، دوستان او ملګري یې هم داسې کسان وو چې ټولو ښې خبرې کولې، د سترګو حفاظت یې کاوه، نه یې په غوږونو د چا غیبت اوریده او نه یې د چا غیبت کړی دی، په سترګو یې ناسمو ځایونو ته کتلي نه دي، په لاسونو یې هر وخت سخا ورکوله. بیا هم غواړم دا واضح کړم چې د ده غوږونو، سترګو او لاسونو ته لارښوونه له زړه کیده او د ځان پېژندنې اخري حد ته رسیدلی انسان و.
په اوس وخت کې د عادت په ډول غیبت یوه عامه موضوع ده، خپله یې هم کوو او له نورو یې هم اورو او ترې خوند اخلو، د سترګو ګناه هم اخره حد ته رسیدلې ده او په لاسونو هم د خیر د کارونو پر ځای د شر کارونه کوو چې لوی لامل یې د زړه رنځورالی دی. د یوې خبرې یادونه اړینه ده چې د استثنا په ډول ډېر کم خلک داسې شته چې په نسبي ډول پورتني صفات پکې شته.

په مخزن کې د رسول الله (ص) نور صفات دي: (دوه بازو یې له قوته، د نیکو خوی یې د بهښت د خوږو شهدو، نوس یې وو له حلمه، کُلمې یې وې له صبره، دواړه پښې یې وې د باري خدای له عبادته.)

الله تعالی رسول الله (ص) ته فزیکي او معنوي دومره قوت ورکړی وو، چې ساری یې نه وو، نه شته او نه به پیدا شي خو ده هېڅکه له خپل قوته ناسمه ګټه اخیستې نه ده، خو په حال کې ډېر خلک له خپل قوته ناسمه ګټه اخلي.

د ده خوي او اخلاق د دې لامل شو چې په نړۍ کې کال په کال په لسګونو د سیرت سیالي کېږي او دی د اخلاقو الګو شمېرل کېږي نو ځکه په شرق او غرب، شمال او جنوب کې د محمد نوم ډېر کېښودل شوی نوم دی او دا هم د ده له کړو سره اړیکه لري.

کله کله چې د ده سیرت لولم او خپلې ټولنې کې ستونزې ګورم نو یقیني کېږم چې د ده د سیرت لوستل او عمل کول د نړۍ له ټولو انسانانو او مسلمانانو د افغانستان انسانانو ته اړینه ده.

دی په خپل شر غالب و، د ده د باطن اهوار دومره پیاوړی و چې اهریمن ورسره مقابله کولای نشو، په معنوي لحاظ پیاوړی انسان د نړۍ وو، د ده نفس مطمینه دومره پیاوړی و چې نفس اماره د ده خوا ته راتتلای نشو خو اوسني انسانان د اهوار او اهریمن په جګړه کې ښکیل دي او اهریمن یې په اهورا برلاسي دي، چې بېلابېل لاملونه لري.

د ده بل صفت صبر دی او هر وخت په خپلو پښو عبادت ځای ته تللی دی او یا یې پرې د خیر کارونه کړي دي، خو په حال کې د انسانانو صبر او له پښو ګټه اخیستنې قضاوت تاسو اوریدونکو ته پریږدم.

پایله:
د دې لیکنې لاسته راړونه دا شوه چې د رسول الله (ص) په نقش قدم تګ او د ده له سیرت او صورته پند اخیستل د نړۍ د انسانانو او په ځانګړي ډول د هر مسلمان دنده ده او هغه شل صفتونه چې اخوند درویزه له عربي پښتو ته ژباړلي دي، له استثنا پرته په ډېر مسلمانانو کې نه لیدل کېږي، چې دا بیا بېلابېل لاملونه لري.

ماخذونه:
۱. سید اصغر هاشمي، انسان څوک دی؟: هاشمي خپرندویه ټولنه، ننګرهار، ۱۳۹۷ل کال.
۲. د اخوند درویزه بابا (رح) مخزن: مقدمه د سید محمد تقویم الحق کاکاخېل، پيش لفظ پروفیسر محمد نواز طایر، پښتو اکاډمي، پيښور، دویم چاپ، ۱۹۸۷م کال.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx