شعـــــرونه

ای په سر ولاړ اسمانه ولې نه ژاړې په چیغو/ سعيد

قاري عبدالستار سعيد

اې په سر ولاړ اسمانه ولې نه ژاړې په چیغو
بیا بې ژونده شوې جهانه ولې نه ژاړې په چیغو

بیا د لمر تندی شو ګونځې بیا سپوږمۍ تویوي اوښکې
د عالِم ویر په عالَم شو بیا نړۍ تویوي اوښکې
یو ته پاته یې انسانه ولې نه ژاړې په چیغو

په دې شاړه زمانه کې د رجالو په قحطۍ کې
بل لارښود ستوری دې ولوېد په دې توره تروږمۍ کې
د صُفې سپینه کاروانه ولې نه ژاړې په چیغو

ها د بل جهان پردیس چې دلته څو ورځې میلمه وو
نن یې رخت د سفر بار کړ حضرت شیخ وو علامه وو
مسافره طالب جانه ولې نه ژاړې په چیغو

که هر څو زړګی اوبه کړې دواړه سترګې فوارې کړې
دغه درد به انځور نه کړې که هرڅو سوې نارې کړې
د سعید د قلم توانه ولې نه ژاړې په چیغو
بیا بې ژونده شوې جهانه ولې نه ژاړې په چیغو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx