نظــر

د اشغال د خاتمې یو مخکښ او نامتو اتل درپیژنو «۲ برخه»

سيد عبدالرزاق رحيمي

وروسته له هغه غزني چي د کابل دروازه وه د اسلامي امارت لپاره تر ټولو مهمه نقطه وه چي هیڅ ځایې ې نه وه فتحه سوي،مشرتابه وغوښتل چي جناب حاجي صاحب محمد یوسف وفا حفظه الله ددغه جګړي مسئول کړي،نو یې غزني والي حاجي محمد یوسف وفا صاحب وټاکي،چي نوې تحولات یې کي راوستل،داچي امریکا او د هغوې غلامانو خورا په غرور سره د امریکایانو دریزونه ډنډوره کوله نو هغه وخت کي حاجي صاحب ویله چي د غزني فتحه مو د یرغلګرو په شتون کي د ولایت فتحه ددوې شکست او د باټو بیا دروغ کول مقصد دي،چي پر غزني یې ورځ په ورځ د ولسوالیو د فتوحاتو تسلسل او د مرکز محصره کیدل شروع کړه،چي ښار ته متصل مکمله ولسوالۍ یې فتحه او پر مرکز د عملیاتو پلان جوړ سو،چي د جمعې په سهار وختي پر غزني ښار له سو طرفو عملیات پیل سوه،چي تر غرمې د ښار مرکزي برخو او چوکو ته ورسیده.

دا چي جګړه خورا سخته او خونړي وه د حاجي صاحب ټولو مسئولینو ته دا توصیه وه چي د ولسي تأسیساتو زیات خیال وساتي داچي بې رحمه دښمن ړندي مرمې او بمباري کولې نو یې نه یې دولتي تأسیسات پرېښوه او نه ولسي تأسیسات،خو بیاهم د مجاهدینو په قربانیو او زحمتو هم ښار په مکمل ډول د بازار سره سقوط سو او هم د ولس حفاظت وسو او د حاجي صاحب حفظه الله هغه ارمان پوره سو چي د اشغال د اشرباڼو ډنډورې او د اشغالګرو غرور یې خاورې کاوه،چي غزني کي یې ستر ستر جنرالان لمنځه لاړل او یاهم په تیښته بریالي سوه او د اسلامي امارت وقار او دبدبې ته نړۍ یو ځل بیا په دبدبه او احترام سوه.

دا چي د حاجي صاحب حفظه الله صرف د غزني د فتحي او یو کلن مأموریت خاطراتي را څپړو،نو کتاب تري جوړیږي،غزني کي د سترو فتوحاتو او دښمن سربکوب کولو وروسته د مشرتابه له لوري د ختیځ ځون د ۲۲ ولایتو د نظامي مسئول په هیڅ وګمارل سو چي دا ډیر لړی او ستر مسئولیت وه،داچي نظامي وه نو حاجي صاحب حفظه الله هم د مشرتابه لخواه په سر او چشم قبول او یوځل بیا یې یو ستر او لوی خدمت ته را ودانګل او عملاً یې پیل کړه،چي ټولو ولایتو لپاره یې د مهمو کارو فلان جوړ او هر ولایت نظامي مسئول ته وسپاري،داچي ختیځ ځون مسئولیت یې او کارونه یې خورا درانه وه حاجي صاحب حفظه الله خورا په میړانه او شهامت سره تر سره کړه چي دغه مسئولیت کي یې مهمه جګړه دداعیشیانو سره په کنړ او ننګرهار کي وه کنړ او ننګرهار چي په ټول افغانستان کي دداعیشیانو مهم او غټ مراکز وه،چي خورا درنه،پیچلې او تاکتیکی جګړه یې وه،دغه جګړه چي څو میاشتي وغځیده له دې مخکي هم ننګرهار کي سختي جګړې ورسره سوي،خو دا وار داسي جګړه وه چي هم یې خارجیان او هم یې داخلیان هک پک کړه، او یو څو ورځي مخکي د کندهار ولایت د رسنیو مرکز کي یو خارجي خبریال وویله چي د هغې جګړې رهبر او رهبري ډیره قوي او له تاکتیکو ډکه وه چي امریکایې جنرالانو ددغه جګړې پر مدیریت او قومندي اقرار کوي،د ننګرهار په خوګیاڼو او شیرزادو کي پر لویو لویو غرو د داعشیانو مراکز او آخري د بغدادي مرکز یې په سو میاشتو کي مکمل لمنځه لاړل او خشک خاشاک سوه،چي د امریکایې طیارو باوجود یې مقاومت له لاسه ورکړي،دغه جګړه کي د حاجي صاحب حفظه الله د دلګي څخه تر ۶۰ زیات مخکښ ګولالي ځوانان شهیدان او تر سل (۱۰۰)زیات زخمیان او یاهم د یوې پښي څخه خلاص سوه،زیاتي ستري او نازولي قرباني ورکول سوې.

خپله حاجي صاحب ۹میاشتي مسلسل د صفري نقطې قومنده وکړه،خو دښمن مات او دښمنانو ته د امارت زور ښکاره سو، دا چي هلته دداعش جنګ د خارجیانو یوه سیاسي انګېزه هم وه،نو دا سیاسي انګیزه یې له خاورو سره خاوري او ددوې جنرالان په دغه کامیابه عملیاتو طالب ته ګوته په غاښ سوه،ختیځ ځون کي د حاجي صاحب په مسئولیت کي خورا ستر ستر خدمات تر سره سوه،لوی استشهادي او غلیم ځپونکي بریدونه ترسره سوه،چي تفصیلات یې بیخي زیات دي د دغه یو نیم کال مسئولیت وروسته د کندهار ولایت ددوهم ځل لپاره یو ځل بیا ورکول سو،چي ټولو مشرانو ددغه مسئولیت په ورکولو سره دکندهار د مهم او سراتیجک دارالخلافه ولایت د نیولو کار حتمي بولي،داچي د حاجي صاحب حفظه الله د ۲۲ ولایتو څخه پر یوه ولایت والي کیدل وسو، خلګو ته دا اطاعت تعجب معلوم سو او د اطاعت یوه لوی اظهار وسو،کندهار ته د مسئولیت په ورکولو سره یې بیا پلانونه جوړ او د مهمو نقاطو لپاره او د هغه سیمو لپاره چي په ۱۲ کاله کي دده د مسئولیت بغیره تشکیلات او مراکز نه وه وړل سوي،ترتیب جوړ او فعاله کړ،چي کندهار کي د ۸میاشتو مسلسلو سختو خونړیو پیچلو او تندریزو تاکتیکي جګړو وروسته تر کندهار ولایت مقامه راورسیدل،چي دا یې هم تر سره او پایه ټوله جګړه رهبري کوله،او پلانونه ورته جوړول وه،دغه جګړه کي چي مهمه او خونړي جګړه یې د ارغنداب وه زیات باریکه او پیچلې وه خو بیاهم د حاجي صاحب حفظه الله په رهبري او راساً قومنده کي دوه ځله د ارغنداب د رود تر غاړي ټول سقوط سوه،داچي ارغنداب کي سه تیر سوه او څنګه جګړه وه،تفصیل او خاطراتي یې بیخي زیاتي دي،او د حاجي صاحب حفظه الله سره یوه میاشت په دغه جهادي سفر کي چي څوک ملګري سوې وې چي هره خاطره او د میاشتي کارګزاري درته بیانوي نیم کتاب به لیکل کیږي چي بیخي مختصر مو دغه سو کرښي درته برابري کړې هیله ده تنده مو پري خړوبه یوې وي.

دا چي حاجي محمد یوسف وفا صاحب حفظه الله دغه سپیڅلې لار کي ټولي قومندې او مسئولیتونه د جګړې او پر صفري نقطه وه نو د ۸څخه زیات ځله زخمي سوې او دوه تنکي اتلان وروڼه او زیات اقربأء یې دغه لار کي قرباني کړي ،چي لاندي د حاجي صاحب حفظه الله په خپله د زخمي کیدو یو سو ساحې درته لیکم چي وروسته دغه لیکنه پای ته رسوم،
(۱) د هرات په مشهوره کمربند آب خورما کي
(۲) د لوګر ولایت د عینک په سیمه کي
(۳)د کابل په بند غازي کي
(۴)د کابل د اولني فتحي په ورځ د پلچرخي محبس سره
(۵)د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي
(۶)د تخار ولایت د اورتوبوز پر غونډي
(۷)کندوز ولایت کي
(۸)د امریکایانو لخواه د ژړي په لویه محاصره کي
رب تعالي دي موږ ددغسي ننګیالیو أُمراوو پر نقش قدم د تللو توفیق راکړي

و ماعلینا الا البلاغ المبین

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تنی

له دی معلومیږی چی تاسو هم دی پنجابی لمسی یاست افغانستان مخکی خپلواکه وه خو اوس اشغال شوی ده.###

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx