ورزش

اسیا جام؛ سوپر څلور پړاو لوبو کې افغانستان نن سریلانکا سره مخامخ کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸ وږی، ۱۴۰۱ل): ټاکل شوې ده د اسیا جام سوپر څلور پړاو لوبې نن شنبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ په سیالۍ پېل شي.

افغانستان چې په ګروپ کې د سریلانکا او بنګلدیش سره و خپلو دواړو سیالانو ته ماتې ورکړې او په ګروپ کې لومړی مقام خپل کړی و.

د اسیا جام لومړۍ لوبه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ وه چې د سریلانکا ۱۰۶ منډې هدف افغان لوبډلې د ۸ ویکټو په توپیر بشپړ کړ.

په دوهمه لوبه کې د بنګلدیش ۱۲۸ منډې هدف افغان لوبډلې د نجیب ځدران په زړه پورې لوبې د ۷ ویکټو په توپیر بشپړ او دوهم پړاو ته لار وموندله.

سریلانکا په خپله دوهمه لوبه کې بنګلدیش ته د غوره توپ وهنې په مرسته ماتې ورکړه او وتوانېدله دوهم پړاو ته لار ومومي.

بل لوري ته په دوهم ګروپ کې هند او پاکستان خپل سیال هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو دوهم پړاو ته لار موندلې ده.

د اسیا جام په سوپر څلور پړاو کې هند، پاکستان، افغانستان او سریلانکا له یوه بل سره یوه یوه سیالي ترسره کوي چې دوه مخکښ لوبډلې به پایلوبې ته لار مومي.

افغانستان په نورو لوبو کې د سپتمبر په ۶مه د پاکستان پر وړاندې په شارجه لوبغالي او په ۷مه د هندوستان سره په دوبۍ لوبغالي کې مخامخ کیږي.

د افغانستان او سریلانکا لوبه نن شارجه لوبغالي کې د ماښام ۶:۳۰ دقیقې پېلیږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx