نظــر

مچ وم, رهبريت ته وبڼيدم!

عبدالرقيب رقيب

خیرغوښتنه د دین اساس ده؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :«الدین النصیحة..»
زموږ دین د الله تعالی لپاره، د هغه د کتاب لپاره، د هغه د رسول لپاره، د مسلمانانو د رهبرانو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره خیرغوښتنه ده..

هر مؤمن کوشش کوي چې یاد نصائح ترسره کړي، افغانستان ته د خپلواکۍ له راتګ سره تر ډیره د خیرغوښتنې لاره خلاصه شوه، هرڅوک غواړي د الله تعالی، قران‌کریم، رسول الله، رهبریت او عامو مسلمانانو نصیحت ترسره کړي..

په دې اړه څو مهم تنبیهات:
په هیواد مو لسګونه کلونه یرغلونو، ظلمونو، کمونیستي او سیکولري توپانونو وروسته د اسلام لمر ځلیدلی ده، هرمؤمن غواړي په دغو زرینو وړانګو د زړه زخمونه ټکور کړي…

ځیني مؤمنان اشتهاء لري چې د اسلامي نظام له راتګ سره (په ولس باندي) د راشده خلافت ټول احکام تطبیق شي، د کفري افکارو او اعمالو شائبې ورکې شي، په ټولو کړنو کې عزیمت اختیار شي، په اختلافي مسائلو کې د حرمت فتوا راجحه شي، شکمن احکام ممنوع شي، خالص جائز اجازه ولري او د هرچا صورت او سیرت په نبوي سنت برابر شي…
دوی فکر کوي چې دغه چاره د دین او نظام او عامو مسلمانو نصیحت او خیر ده، دوی که مسؤولین دي نو یاد احکام په یاده بڼه تطبیقول غواړي او څوک چې مسؤولیت نه لري هغوی بیا په رهبریت باندي فشار راوړي یا مشورې ورکوي چې په دیني احکامو کې عزیمت او ورع اختیار کړي، له شبهاتو ولس وساتي او په اختلافي مسائلو کې د احتیاط په خاطر تحریم ته لومړیتوب ورکړي، ممنوع یې کړي او په خلاف یې اقدام وکړي…

مګر مؤمن ته لازمه ده چې حقائق وویني او د هغو په تناظر مخ ته لاړ شي، زموږ په نسلونو لسګونه کلونه پردي افکار منل شوي دي، پردی کلتور ورباندي اجباري و، پردی نصاب ورباندي ویل شوی، پردي سریالونه ورباندي کتل شوي، په بي دینه هیوادونو کې یې د جلاوطنۍ کلونه تیر کړي، هلته زیږیدلي، هلته لوی شوي او هلته تربیه شوي دي، د هغوی په رنګ رنګول شوي او د هغوی په مفکوره پوښل شوي دي، همدا اوس اوس د پردیو غیږه ورته خلاصه ده، په ډیر راز او ناز یې وربولي، پردي یې پرسر لاس تیروي او اسلام ورته ظالم توپان معرفي کوي، اسلامي نظام یې ورته ډبرین او جامد معرفي کړی چې ګڼي انعطاف او پرمختګ پکې نشته، زموږ ولسونه شل کلونه د نړۍ دوهم نمبر فاسد نظام لاندي یرغل شوي وو؛
آخوا بیا اسلامي هیوادونه له اسلامي احکامو لاس پرسر دي، د اسلامي نظام نوم نه اخلي، اسلام او سیاست بیلوي او عملا یې اسلام ترمسجده محصور کړی ده؛
بل پلو کفري ټولنه د اسلامي احکامو په ضد مؤسسات لري، ډیر بنسټونه یې د همدې لپاره ایجاد کړي دي او کار کوي چې د اسلام حساس احکام په نښه کړي او بیا یې په خلاف منفي تبلیغات وکړي، د مسلمانانو اذهان په خپلو دیني احکامو شکمن کړي او ورو ورو یې په اسلام باندي بې باوره کړي…
دغسي لسګونه خبري دي چې د احکامو په پلي کولو کې مو احتیاط ته رابولي، همدغه مو د شریعت غوښتنه ده، زموږ دین حکمت ده او په دغسي حالاتو کې محتاط پرمختګ حکمت ده…

که په بې پروایۍ مخکې لاړ شو، سخترین احکام خوښ کړو نو زموږ ځپل شوي ولسونه یې راسره نه مني او د دښمن غیږي ته پناه وړي، لکه چې عملا یې وینو…

اسلام سپارښتنه کوي چې مسلمان ته د مرګ په حال کې د کلمې ویلو امر مه‌کوئ او خپله یې هم په لوړ غږ مه‌وایاست؛ ځکه دغه انسان په دغه حال کې ډیر په تکلیف وي نو هسي نه انکار وکړي او یا بد رد ووایې، په لوی لاس به مو له ایمانه ویستلی وي؛ نو حاضرینو ته سپارښتنه کیږي چې له ځانه یې پیل کړئ، د ده په مخ کې د شهادت کلمه ورو ورو ووایئ ترڅو د مرګي‌حاله مؤمن هم ورته فکر شي او کلمه ووایې؛
کټ مټ همدغه حالت زموږ په ټولنه حاکم دی، زموږ د ولس یوه برخه له اخلاقي، عقیدوي او کلتوري لحاظه مرګي‌حاله دي، چمتو نه دي چې په ټولو احکامو یې امر کړئ، هسي نه هیواد درته پریږدي او د شیطان غیږي ته فرار وکړي؛ لهذا تاسي خپل ځانونه اصلاح کړئ، خپل صفوف اصلاح کړئ ولس به له تاسي رنګ واخلي (الناس علی دین ملوکهم)…

قدرمنو مشرانو! یو مچ مې فرض کړئ، سمه ده ستاسو تر غوږونو او سپوږمو چې مچ بوڼیږي ورته غصه به یاست، خو باید استفاده ترې وکړئ، وایې عباسي خلیفه أبوجعفر ـ رحمه الله ـ له یو بوڼیدونکي مچ نه په تنګ شو، ناست عالم ته یې وویل: د الله تعالی په هر مخلوق کې فائده شته، د مچ په خلقولو کې څه فائده ده؟ عالم ورته وویل: «د زورورو تنبیه»! قدرمنو مشرانو ستاسو له غوږونو سره د یو بوڼیدونکي مچ په توګه څو تنبیهات راسره وزغمئ!!

کومو مسؤولینو یا نورو هیوادوالو ته که په ولس باندي د احکامو په تفاذ کې تدریج او تساهل سخت ښکاري، په دې اړه ګڼي چې خامخا دي ټول احکام په یووار پلي شي، له هرقسم شبهاتو دي هیوادوال منع شي او په اختلافي یا مترددو احکامو کې دي ممانعت ته ترجیح ورکړه شي…
نو دغسي مسؤلینو او نورو نیکانو ته دي وویل شي چې لومړئ یې له خپل بدني هیواده پیل کړئ، په خپلو زړونو باندي د اسلام ټول احکام ومنئ، زړونه مو له حسد، عناد، بغض، کبر، بخل، شرک او هرراز بدیو پاک کړئ، وروسته مو په خپلو اندمونو د اسلام احکام نافذ کړئ، لاسونه مو له ظلمه وساتئ، پښې مو له بې ځایه تګه وساتئ او لازمو کارونو ته په تللو یې مجبورې کړئ، سترګې مو له حرامو لیدلو وساتئ، ژبه مو له دروغو، غیبته، ښکنځلو او نورو نارواو وساتئ؛ له بیت المال سره خیانت مه کوئ، له خلکو سره ظلم مه کوئ، د رسمي مسؤلیت ترڅنګ تجارت مه کوئ داسي مه کوئ چې وزیران هم یاست او ملی سوداګر هم!. د ځان له اصلاح وروسته مو په خپله کورنۍ باندي اسلامي نظام نافذ کړئ؛ بیا مو په خپل صف کې مکافات او مجازات عملي کړئ، څه چې د اسلام له مخي په ولس باندي منل غواړئ لومړئ یې په خپل صف کې عملي کړئ.
کله چې له دغو ټولو فارغ شوئ بیا ولس ته رامخکي شئ؛ کنه نو د ولس په وړاندي په هغو احکامو کې جدیت کول چې له خپلو ځانونو، خپلو اولادونو او خپلو انډیوالانو سره ورباندي سهولت کوئ نه سیاست ده، نه یې عقل او نقل مني او نه یې خلک درسره مني؛ څه چې ځان ته خوښوئ بل مسلمان ته یې هم خوښ کړئ، د خپل زړه، خپلو اندمونو، خپلې کورنۍ او خپلو ملګرو لپاره تدریج غواړئ، زینه په زینه د اسلام احکام ورباندي نافذول غواړئ نو د ولس لپاره هم همدغه تګلاره خوښه کړئ، ولس مو د څو مترددو احکامو په سبب له اسلام او اسلامي نظامه مه پردي کوئ…

عمر فاروق ـ رضي الله تعالی عنه ـ یو مسلمان ،چې شراب یې څښلي و، خیبر ته فرار کړ خو هغه هرقل ته پنا یووړه او هلته له اسلامه نصرانیت ته واوښت؛ عمر فاروق رضي الله عنه وویل چې بیابه هیڅکله څوک نه‌کړي فرار.
له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت دی: (البکر بالبکر جلد مأیة وتغریب عام) یعني د مجردو ترمنځ په زنا سره سل دورې او یوکال له هیواده شړل یې سزا ده.
خو فقهاء تحقیق کوي چې له هیواده شړل د حد برخه نه ده بلکي د امام د لزوم‌دید پوري تړاو لري، که امام یې په شړلو کې خیر نه لید نو شړل یې نه‌شته؛
دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم جدي سپارښتنه د مسلمان د مصلحت په خاطر تخصیص شوې ده نو لازمه ده چې اوسني پرهیزګاره مسؤولین او نور متقیان د هیوادوالو حالت وسنجوي، له هراړخیز فکر پرته ورباندي احکام تعمیل نکړي، بلکي د احکامو په اړه فقهي تحقیقات او د نړۍ روان شرائط او د هیوادوالو حالت په نظر کې ونیسي…

مثلًا ځیني مسؤولینو د نجونو د ښوونځیو مسئله جدي نیولې ده، دوی وایې چې دا ښوونځي باید محصور وي، ولي چې سالم چاپیریال نشته، سالم نصاب نشته، له فراغت وروسته ورته د خدمت سالم شرائط نه لرو او … دوی وایې په دغسي صورت کې د فتنې خطر ده، هیوادوال مو په ناروا اړیکو او بدنظریو اخته کیږي…

لکن دغه مسؤولین باید وپوهیږي چې ولسونه سیلابونه دي، چې د سیلاب مخه یې نیوله هغه کاڼي پرښې ورغړیدو او بیا یې هیڅکله ځان تم نه‌کړای شو، چې د اوبو مخه یې نیوله هماغه غرونه وچاودل او اوبو خپله لاره خلاصه کړه، تاسي باید په دې هم وپوهیږئ چې خلک په خپلو لوڼو او خویندو په هرصورت تعلیم کوي، که د دولتي تعلیمي ادارو دروازې وتړئ نو خلک شخصي ادارو ته مخه کوي چې طبعا د دښمنو نهادونو پنجو ته به لویږي، هلته به نو ستا په غیږ کې د پردیو تر تربیه لاندي وي او ستا په ضد انګیزه به ورکوله کیږي، که هغه ادرسونه هم ورباندي بند کړئ نو هیواد درته پریږدي یا خپلې لوڼې پردیو هیوادونو ته د تعلیم لپاره لیږي، په هغه صورت کې به یې نه یواځي اخلاق خراب وي بلکي عقائد به يې هم خراب وي، حتی د هیواد په ضد به ورنه کار اخیست کیږي؛
أمیرالمؤمنین علي رضي الله عنه – فرمایلي دي «کفی بالنفي فتنة»مبسوط للسرخسي. يعني له هیواده ویستل له هرڅه نه لویه فتنه ده.

قدرمو مسؤولينو! داسي نه وایو چې حرامو ته مخه ورکړئ او داسي هم نه وایو چې فرض کارونه پریږدئ، بلکي وایو چې هغه کارونه چې دوه اړخونه لري نو د سیاست په ډګر کې یې ضرور د هیوادوالو مصلحت په نظر کې ونیسئ، په فردي ژوند کې له شبهاتو ځان ساتل تقوا او احتیاط ده لکن د اسلامي سیاست په ډګر کې بیا د خلکو خیر او أخف الضررین اختیارول تقوا او احتیاط ده؛ د حنفي فقهي مشهور کتاب (رد المحتار) کې سیاست داسي تعریف شوی ده «استصلاح الخلق بإرشادهم إلى الطريق المنجي في الدنيا والآخرة» هغه رهبري چې د خلکو د دنیا او آخرت خیر پکې وي اسلامي سیاست ده؛

عصري تعلیم مو دنیوي او اخروي خیر ده؛ زراعت، رخت جوړونه، حربي اعداد، طبي وسائل او زده‌کړه یې، د انجنیري مختلفي څانګې او داسي نورې زده‌‌کړې شرعا فرض کفایي دي، که دومره خلک یې ترسره نه‌کړي چې ټول هیواد ته بسنه وکړي نو ټول هیوادوال به ګناکار وي او آخرت به یې خراب وي، که په دې اړه خودکفا نه‌شو نو پردیو ته به اړ یو او هغوی به راباندي خپل ناولي شرائط مني دنیا به مو خرابه وي..
لهذا سالم سیاست عصري زده‌کړو ته اهمیت ورکول ده؛ د زده‌کوونکو د احتمالي ناسمې تربیې له ویرې، یا د نصاب د نیمګړتیا په سبب، یا د چاپیریال د ناسمتیا په سبب او داسي نورو لاملونو په اساس عصري تعلیم ټکنی کول معقول نه ده، البته د تعلیمي بهیر د فعالیت ترڅنګ یادې نیمګړتیاوي اصلاح کول سالم سیاست ګڼلای شو؛

د نجونو په تعلیم پوري مو ډیر وجائب تړلي دي، پرده او عزت مو ورباندي خوندي کیږي، حجاب مو د نجونو په تعلیم باندي تکمیل کیږي، د امنیت په تأمین کې د ښځو عسکري دنده مهم رول لري، د ماشومانو روزنه، د کورني نظام سمون او د دښمن له منګولو خلاصون مو د نجونو په تعلیم سره ترقي کوي.. نو د اخلاقي فساد په احتمالي شتون یې مخه نیول نه ښایې، بلکي د تعلیم له جریان سره سره یې د خوندي چاپیریال او نصاب په اړه اقدامات په کار دي..

که حاکمان مو د هیوادوالو مشروع حقوق ورکړي، تساهل ورسره وکړي، په مترددو چارو کې أخف الضررین اختیار کړي، د دین ترڅنګ یې د دنیا سمون په نظر کې ونیسي نو هیوادوال به مو د غربي او نورو دښمنو کړیو منفي تبلیغاتو ته کلک ځواب ووایې، د هغوی څنګ به نه نیسي او د خپل نظام خلاف به نه دریږي، اما که حکومت مو په دې اړه د حکمت په ځای له جامد جدیته کار واخلي، یو بام دوې هواوې وچلوي او د خپل صف له اصلاح نه د ولس په اصلاح ځانونه مصروف کړي نو – خدا مه‌کړه – ولس به مو له لاسه ووزي او د پردیو غیږې ته به پنا یوسي!

قدرمنو مشرانو! په ډیرې بښنې سره، یو بڼ‌بوڼک لا راسره وزغمئ! تاسي عجیب خلک یاست، خپل افراد مو د نورو په قبرونو اتڼونه کوي، نه یې منع کوئ او نه یې مجازاتوئ، خو په ولسونو مو په خپلو ودونو کې اتڼونه بندیږي!
د رهبریت له ادرسه مو لسګونه ځله فرمان صادر شو چې په جهادي صفوفو کې ځیرک موبایل مه ګرزوئ، سیګرټ مه څکوئ خو نه یې چا خبره ومنله، نه څوک مجازات شول، نه مو د چا تنبیه رسنیزه کړه، نه مو کوم ملګري ته د سګرټو او موبایلونو او ایم پورونو امیل ور په غاړه کړ ، یواځي همدغه خوږې او پستې توصیې دي چې ورته کوئ، یا سوال زاري ورته کوئ!

د امر بالمعروف مشرانو مو د یو فرد ویښتانو ته د کیمرې مخکې اشاره وکړه خو کشرانو مو میډیا په سر چپه کړه، داسي توهینونه او ګوت‌څنډنې یې وکړې چې هرڅه یې ولړل، ولړزول! تاسي څه وکړل؟
د ظاهر شاه په مکلفه عسکري کې ملایانو ږیرې خرییلې خو د امارت معاش‌داره عسکر فرمایشونه ورکوي، د اساسو ځایونو او محرمو پېښو ویډیوګانې کوي، د نظام حیثیت پایمالوي، پاروونکي تصویرونه اخلي، خپل‌سري جزاګاني عکاسي کوي، غټانو یې ودونو ته كار ويلى ده، درې څلور کړي او نارې وهي چې شوق اخستي، د فرمان مخالفت کړي؛ په قومندانیو کې داسي بیلګې هم شته چې دوه نفره په یو خیرن کلاشنیکوف سره ګډ وي، په شمار پینځوس مرمۍ ورسره وي، خو بلخوا د پیازو موټر چپه شي تر پیازو ایم‌پورونه ورنه زیات باد شي….
د ځیني لوړپوړو په کارنامو به نه غږیږو یواځي دومره به ووایو چې نژدې هرریاست، هر ماموریت او مدیریت مو بیل اوامر او شرائط لري، څوک مو د وزارت له طرزالعملونو خبر هم نه دي او نه خبریده مهم ګڼي، ځکه د وزارت له خوا ورسره حساب نشته…

د رهبریت هره دوهمه خبره دا وي چې په عامه رسنیو کې مشکلات مه بیانوئ، بلکي اړوند ادرسونو ته یې رسوئ. خو څه ورته ووایو، نه به وایو، یوڅه اطاعت به وکړو او د بي عدالتیو مشخصه یادونه به نه کړو، یواځي دومره به ووایو چې ني‌کنامي او مقبولیت د خلکو نه په عیبونو پټولو کې مه ګوره، د ني‌کنامۍ او بدنامۍ فیصله بل ځای وي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي : د الله چې څوک خوښ شي جبریل علیه السلام ته ووایې چې له فلان سره مینه لرم نو ته هم ورسره مینه وکړه، جبریل هم ورسره مینه پیل کړي او بیا په اسمان کې اعلان وکړي چې الله له فلان سره مینه لري نو تاسو ټول ورسره مینه وکړئ، له دغه اعلان سره د اسمان مخلوق له هغه بنده سره مینه پیل کړي، بیا په ځمکه کې هم ورته مقبولیت ترلاسه شي… صحیح مسلم.
نو که د خپل صف مقبولیت غواړئ الله ته مقبول شئ، او الله ته د مقبولیت راز په عدالت کې ده، متأسفانه چې ستاسي په عدالت کې خاشې دي، اوسنیو امیرانو ته هسي هم د فقهاو په فتوا عادل ویل کفر ده، خو زموږ حکومت د خپلو مسؤولینو په محکمه کولو د جمهوریت په پله روان ده!!

قدرمنو مشرانو! ازادي په لوی قیمت راغلې ده، د اسلامي نظام راتلل چې څومره قرباني غواړي چلول یې هم غټه قرباني، ستر حکمت، لویه حوصله، له ځانه بې ځانه کیدل او ویښ وجدان غواړي…
متأسفانه تر اوسه مو ونه لیدل چې تاسي د خپل صف خائنین مجازات کړل، ومو نه لیدل چې صادق مسؤولین مو په رښتوني خدمت مکافات کړل، ستاسو آن د امریکایې جمهوریت نه درپاتي کارمندان هم ستاسي په دفترونو کې تخریبي هڅې کوي، نفرت ته کار کوي، چې مجاهد او جهادي فکر ته ژمن څوک وویني قصدا یې کارونه ځنډوي، ناوړه برخورد ورسره کړي او په لوی لاس یې عکس العمل ته هڅوي…

قدرمنو مسؤولینو! د ازادي د کلیزې په مناسبت مې څو ترخه غوړپونه ترستونې کړل، ویې زغمئ، د خوږو مزه په ترخو زیاتیږي رنګینیږي، یواځي ستاینې درنه لاره ورکوي، کله کله باید وڅنډل شئ چې سپیڅلتیا مو ثابته پاتي شي…

ټولې ستاینې یواځي الله لره دي، رحمتونه دي د الله په رسول، د هغه په خپلوانو، ملګرو او اتباعو وي.
عبدالرقیب رقیب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپی

دښاغلی رقیب صیب لیکنه په تول کره اوپوره وه که چیرته ددولت مشران اوکشران یې دیو اصولنامې اوکړنلاری په توګه اصل اورعایت کړې نو زماداندد ولس اونظام لپاره یې ډیري ښیګڼي په ځان کې رانغښتې دي اوکه چیرته دپامه وغورزول شي نوډیري بدي پایلې به ولري . زماوړاندیز اوسپړنه يو متل دی چې: هله به خبرشی چې طاروجبې له ورشې. دجمهوریتانو اواشغالګرویوچوپړچې دااا سره یې وکړ هغه دولس زورونه,ظلم,شپنۍ چاپې,دزندان تورو تنبوشاته زندانې کول, ناموس دارۍ ته په سپکه کتل ,رشوت,غلاء,خپلوې پالل ,په دندودنااهلو خلکو ګمارل,دخلکو اوملی شتمنیوغصب,تکبراوغرور,اجتماعې اصولوته سپکاوی ,لواطط (هغه دروزګان دبوډاڅرګندونې اوظلم به مو یادوي) اونورداسي ناوړه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx