شعـــــرونه

د محراب شهید ته/ راشد کامران

راشد کامران

بیا دې نړېدلی د عظمت منار جماته دی
علم او عرفان ولې خپه درنه هراته دی

غږ د قیامت شو که دا څه اورمه، چیرته دی
چیغې د اور ژبي خطیب نه اورمه چیرته دی

خدایه ستا په کور کې په وحشت د تا ولي شهید
خاص لکه عمر، لکه عثمان، لکه علي شهید

حق دې ای محرابه! ای ممبره شو ادا که نه؟
بل به له هراته داسې بطل شي پیدا که نه

سیّد الایّام کې، په مقام د اجابت شهید
ای د عرش مالکه! ستا په نوم او وحدانیت شهید

بیا یې استقبال ته مشائخ په حاضري ولاړ
اوګورئ جامي ولاړ، ملا علي قاري ولاړ

تخم جنتي لري، په ځمکه پاتي کیږي نه
ښه خلګ راشده! دلته ځکه پاتي کیږي نه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

الله جل جلاله دي شهيد مولوي انصاري ته په جنت الفردوس کې لوړ مقام ور په برخه کې. امين 🌴🕋🕌🌴

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx