
افغانستان اسیا جام کې د لومړۍ ماتې خوند وڅکه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۱ل): د اسیا جام په سوپر څلور پړاو لومړۍ سیالۍ کې افغانستان د ۴ ویکټو په توپیر له سریلانکا ماتې ومنله.
د ځینو لوبغاړو د ناسمې ډګر ساتنې له کبله افغان لوبډلې ونشو کړای د ۱۷۶ منډو هدف دفاع وکړي.
په یاده لوبه کې سریلانکا له پچې ګټلو وروسته افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه چې رحمان الله ګربز په زړه پورې توپ وهنه وکړه او په مرسته یې سریلانکا ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکل شو.
رحمان الله ګربز د ۴ څلوریزو او شپږ شپږیزو په مرسته په ۴۲ توپونو ۸۴ چټکې منډې وکړ، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د افغان لوبډلې له لوري لوبډله کې د ځینو ناسمو لوبغاړو انتخاب ددې لامل شو چې په وروستيو اورونو کې یې زیاتې منډې ونشوې کړې.
په وروستیو پنځو اورونو کې افغان لوبډلې یوازې ۳۷ منډې وکړې چې په شل اوریزو لوبو کې خورا کمې ګڼل کیږي.
د هدف په تعقیب کې سریلانکا ښه پېل وکړ او لومړي شپږ اورونه یې پرته له ویکټې ورکولو ولوبول.
که څه هم وروسته د مجیب په شمول افغان توپ اچونکو ښه کارکردګي وښوده، خو د کریم جنت او سمیع الله شینواري ناسمې ډګر ساتنې لوبه د سریلانکا اړخ ته بدله کړه.
په پای کې سریلانکا ټاکلی هدف په شلم اور کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدلو بشپړ کړ.
د افغانستان له لوري مجیب الرحمن او نوین الحق ۲-۲ لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې محمد نبي او راشد خان یوه یوه ویکټه واخیستله.
افغانستان به د سپتمبر په شپږمه له پاکستان او اوومه له هندوستان سره مخامخ کیږي.