افغانستان

د اروپا ميشتو افغان پوهانو پلاوي له رئيس الوزراء سره وليدل

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۳ وږی، ۱۴۰۱ل): د اروپا ميشتو افغان پوهانو پلاوي د حکومت رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخند سره وليدل او د افغانستان د وضعيت په بېلابېلو اړخونو يې ورسره بحث وکړ.

دغه ناسته چې تېره ورځ په ارګ کې ترسره شوه پکې د ياد پلاوي مشري د هېواد پياوړي حقوقپوه استاد روستار تره کي کوله او همدا راز د سولې او انسجام مشورتي بورډ غړو، حديدالله ذاکري، عبدالهادي دولتزي، حفيظ الدين پيرزاده او يو شمير نورو غړو هم برخه درلوده.

په ناسته کې د هېواد د اساسي قانون په تدوين، تعلیم، روغتيا او نورو اړوند مسايلو خبرې وشوې او همدا راز د مطرحو علمي او سياسي شخصيتونو او علماء کرامو د امنيت ساتنې په اړه هم بحث وشو.

بايد وويل شي چې د اروپا ميشتو افغان پوهانو ياد پلاوی څه موده وړاندې کابل ته راغلی او له دې وړاندې يې د رئيس الوزرا له سياسي مرستيال او کابينې يو شمير وزيرانو سره هم ليدلي او د هېواد د هر اړخيز وضعيت په اړه يې ورسره خبرې کړي.

 

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

دغه ليدنې د مجبوریت او نړیوالوته د امارت د خلاص غېږ د کاذب انځور د ښودلو لپاره تر سره کیږي او که نه طالب دومره په کبر او غرور کۑ غرق دی چې شیطان هم نه وو.

lopar

خو د نجونو د ښوونځيویو دروازه وتړۍ !

دوکتور غروال

 دا د شوروی اوپنجابی پاکستان د فتنو او نفاق اچولو او د افغانستان بر بادولو لپاره قومی ، ژبانی او سمتی بنیاد باندی ساختګیو جوړشوو کمونیستی ګوندونه او تنظیمونه د افغان ملت بهبودی او د ژوند ښه کیدو لپاره نه وو رامینځ ته کړی شوی بلکه د اجنبیانو له خوا د افغان ملت تباهی او د افغانستان بربادی لپاره رامینځ ته شوی او ملی # طالبان ئی هم د افغان ملت تباهی لپاره روزل شوی دی ، ځینی تخریبکاره کوشش کوی چی دی وطنفروشانو خائینو اعمالو ته مثبت شکل ورکړی او دوی ته د اجنبی دوښمن مقابل کښی د هجوم اسطلاح استعمال کړی او ددوی ملی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx