ادبي لیکني

حُریت اونیزې په فعالیت پیل وکړ

نن ټکی اسیا: (یکشنبه، ۱۳وږی، ۱۴۰۱ل) پلازمېنه کابل کې د چاپي خپرونو په لړ کې د «حُریت» په نامه خپلواکې اوینزې په فعالیت پیل وکړ او د افغانستان د خپلواکۍ د لومړۍ کالیزې په مناسبت يي لومړۍ ګڼه خپره شوه.
دغه جریده چې په څلورو مخونو کې په متوسط سپین کاغذ په رنګه شکل خپرېږي، د دادمحمد ناوک په مسؤلیت له چاپه راووته.
نوموړي نن ټکی اسیا ته وویل، موخه يي دا ده چې د ځوان نسل فکري روزنې، راتلونکي نسل لاس نیوي او د لنډو اونیزو خبرونو له لارې د دولت او ملت تر منځ د نږدې کېدو لپاره ګټوره ثابته شي.
د هغه په وینا د حُریت دا ګڼه د سنبلې په نهمه له چاپه راووته چې له امریکايي اشغاله د هېواد د خپلواکۍ له لومړۍ کالیزې سره برابره ده، له همدې امله يي د سرمقالې موضوع هم «خپلواکي؛ چې تر اخیستلو يي ساتل سخت تمامېږي!» ټاکلې ده.
که څه هم په خپلواک ډول د چاپي خپرونو فعالیت خال خال تر سترګو کېږي، چې د مالي امکاناتو د کمښت تر څنګ په انلاین نړۍ کې ډېرې بوختیا د چاپي خپرونو ارزښت را ټيټ کړی دی، خو ښاغلی ناوک وايي دوی هڅه کوي چې د حُریت د وېش په بهیر کې پر ښوونیز او علمي مراکزو او ولایاتو تمرکز ولري، چې په دې ډول به يي خپلې اونیزې ته لوستونکي هم پیدا کړي وي.
که څه هم د دې اونیزې دا لومړۍ ګڼه ده او مسؤلین يي ژمنه کوي چې تر خپله وسه به له باکیفیته محتوا سره دوام وکړي، خو ډېری وخت چاپي خپرونې د ملاتړ نه درلودو، د لوستونکو کمښت او انلاین برخه کې د خپرو شویو موادو بیا خپرېدو د چاپي خپرونو بازار سوړ کړی دی.
د حُریت ټولنیز ادرسونه:
فیسبوک پاڼه:
https://www.facebook.com/AwnizaH/
ټویټر پاڼه:
twitter.com/AwnizaH

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx