نړۍ

کاناډا کې د چړو بېلابېل بريدونه؛ ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا: (یکشنبه، ۱۴وږی، ۱۴۰۱ل): د کاناډا ساسکاچوان ايالت پوليس وايي چې ددې ايالت د جيمز سمېت او ولډون سيمو په ۱۳ مختلفو ساحو کې چاړه په لاس بريد ګرو په خلکو بريدونه کړي دي چې په نتيجه کې يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي، خو پوليس وايي چې ښايي د چړو په دې بريدونو کې نور کسان هم ټپيان شوي وي او ځانونه يې خپله روغتون ته رسولي وي.

سيمه ييزو پوليسو ويلي چې د ديمين سنډرسن او مايلز سنډرسن په نامه دوه تنه مشکوک بريدګر يې پېژندلي چې په خطري وسلو سنبال وو خو په وينا يې چې دواړه تښتېدلي دي.

پوليسو ددې خلکو د نيولو په اړه پلټنې پيل کړي دي، خلکو ته يې د احتياط کولو امر کړی دی او آن د تيلفون له لارې يې خلکو ته خبرداری او د ځان خوندي ساتلو سپارښتنې کړي دي.

همدا راز خلکو ته ويل شوي دي چې د مشکوکو کسانو د ليدلو په وخت کې دې د پوليسو عاجلې شميرې ته زنګ ووهي.

د کاناډا لومړي وزير جسټن تروډيو په دې پېښه خواشيني ښودلې او  امنيتي ځواکونو باندې يې غږ کړی تر څو مشکوک کسان ونيسي.

بايد وويل شي چې په کاناډا او نورو غربي هيوادونو کې زيات وخت په نائټ کلبونو او نورو عامه ځايونو کې وسله وال کسان په خلکو بريدونه کوي او مرګ ژوبله اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx