افغانستان

کندز کې طالبانو ۷ اربکیان ژوندي نیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۰مه، ۱۳۹۳ل): د کندز له چهاردرې نه د طالبانو او اربکیانو د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبان وايي، چې نن سهار دوی د چهاردرې په ماماخېل سیمه کې د اربکي قومندان ناصر روس په پوسته برید وکړ، چې له نیم ساعت وروسته يې ترې پوسته ونیوله.

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، په دې پوسته کې اوه تنه اربکیان ژوندي نیول ش دي او خوندي ځای ته يې رسولي دي.

په ورته وخت کې د دې ولسوالي په قریه یتم، غټ کلي ، خرکارو او کچه ګړۍ کې هم په دریو پوستو بریدونه شوي دي.

د طالبانو دخبرپاڼې له مخې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې نن سهار نږدې نهه نیمې بجې په دې سیمو کې په دریو پوستو بریدونه پیل کړل چې له یو ساعت وروسته يې درې واړه پوستې ونیولې.

د دوی په خبره په څلورو واړو پوستو کې يې ګڼ شمېر مهمات هم ترلاسه کړي دي.

د کندوز ولایتي چارواکي د پېښو پخلی وکړ او وايي چې د قومندان نجیب او قومندان ناصر پوستې د دوی له واکه وتلې دي.

تر دې وړاندې هم د کندوز ولایتي چارواکو د دې ولایت د امنیتي حالاتو اړوند خپله اندېښنه ښکاره کړې وه.

یاده دې وي چې تېره ورځ هم طالبانو د کندز مرکز ته څېرمه له ګڼو کلیو د اربکیانو د شړلو خبر ورکړ.

ویل کېږي چې کندز مرکز ته څېرمه، د تحویلدار، سوجیاني، دایشانان او څو نورکلي يې د اربکیانو له واکه خلاص کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x