نظــر

د افغانستان یوسف شهید شو!                                                              

 لیکوال: محمدحسین میاخيل

تاریخي هرات په خپله غیږه کې داسې یو اغیزناک بچی وروزه، چې نسکور دښمن یې وجود تحمل نه شو کړلی او بالاخره یې دغه د منبر او ټولنې ښایست په خپلو وینو ولمباوه!

د حق درک کول او بیا په حقه ودریدل د هر چا په نصیب نه وي، د ټولنې حقپال وګړي د ټولنې په سیاسي بدلونونو کې د حق د دریځ په لټه کې وي او کوښښ کوي، چې په هماغه خوا پاتې شي، ارواښاد شهید مولوي مجیب الرحمن انصاري صاحب چې د ویناو له مخې راته څومره څرګند و، د همدې ټولي په رجالو کې حساب ښکاریده.

افغانستان دغسې یو هیواد دی، چې ژوند کول او د ارزښتونو د ساتلو لاره په کې ډیر لوی او صبرناک زړونه غواړي، دلته د تراژیدیو او غمناکو ازموینو اثر هم دومره لوړ وي، چې انسان ترې عاجز شي او په دې لاره کې د سوبو او بریالیتوبونو شیبې هم داسې عجیبې مخې ته راشي، چې د موسی علیه السلام غوندې ملنګ مبارز ته په کې د فرعون غوندې طاغوتي غرور په ځلونو ځلونو نسکور شوی وي.

د تیرې جمعې مبارکه ورځ کې د مبارک شهید اراواښاد انصاري صاحب شهادت د مؤمنو افغانانو زړونه ولړزول، د شهات غږ یې داسې و، لکه افغانستان چې یو بل سید جمال الدین له لاسه ورکړی وي، د هیواد په لویو او نوموتو علماو کې شهید انصاري صاحب د ځانګړي ځای او زینت خاوند و، د هرات د جامي صاحب ځای پرې ډک و او د دغه تاریخي ولایت او فرهنګي ولس د منبر کماحقه استازیتوب پرې تمثیلیده.

نسکور دښمن په دې برخه کې په انتخاب پوهیدلی و، د ارزښت یو لوړ څلی یې ونړاوه، مولانا انصاري یې له مؤمنې ټولنې بیل کړ او یو ځل بیا یې په داسې ظالمانه عمل لاس پورې کړ، چې د شهید مولوي صاحب ترڅنګ یې په لسګونو هیوادوال شهیدان او زخمیان کړل.

د هرات ویر ډیر ژور درد درلود، د علم، فرهنګ، جهاد او مبارزې د کورنۍ یو مثالي عالم په کې له ټولنې واخیستل شو او په لسګونو نور مظلوم هیوادوال په خپلو وینو رنګ شول.

دې پیښې وښوده، چې دلته د پرزیدلي طاغوت نامرئي لاسونه اوس هم اوږده دي او د دې ټولنې د شمار خلک په نخښه کوي، د نظام مسؤلینو ته په کار ده، چې دې برخې ته جدي توجه ولري، ما د پوهنتون مرحله کې د محترم استاذ ناګار نه په ځلونو دا اوریدلي، چې: ادب او فرهنګ د ټولنې لومړنی دفاعي کمربند دی.

دښمن کوښښ کوي، چې د قلم او منبر سړي او رجال په لومړي قدم کې په نخښه کړي او په دې سره لومړنی دفاعي کمربند مات کړي، د دې کمربند ساتنې او پالنې ته خاص پام په کار دی او د دښمن د شومو موخو شنډول په کار دي.

شهید انصاري د هرات او افغانستان اوسنۍ ورځې او شپې غمجنې کړې، خو د دې وطن په تاریخ کې یو بل زینتي شهید اضافه شو، داسې شهید، چې ان شاءالله په یادولو به یې یو مثالي مبارز ځوانانو ته په مثال کې وړاندې کیږي او د محشر په ورځ به پرې د افغاني اسلامپالو صف ښکلی ښکاري، موږ تاوان نه دی کړی درد مو لیدلی، خو د نسکور دښمن نوکران به د دې قبیح عمل سزا هم دنیا کې ویني او هم په اخرت کې. هو دا زموږ باور دی!

د انصاري صاحب روح دې ښاد وي، د انصاریانو کورنۍ دې خدای وساتي، ځای یې په نورو لارویو ډک شه!
انا لله و انا الیه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx