ورزش

هند سريلانکا ته هم ماتې ومنله، او له اسيا جام څخه د وتلو په درشل کې ده

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۵ وږی، ۱۴۰۱)؛ د اسيا جام په څلور پړاو سيالۍ کې هند لوبډلې له سريلانکا څخه د ۴ ويکټو په توپير ماتې ومنله او د اسيا جام څخه د وتلو په درشل کې شوه.

د سريلانکا او هند ترمنځ دغه لوبه کې هند په ټاکلو شلو اورونو کې سريلانکا ته د ۱۷۴ منډو هدف وټاکه.

سريلانکا د هدف په تعقيب کې په زړه پورې پېل وکړ، که څه يې هم وروسته پرلپسې ويکټې له لاسه ورکړې خو وتوانېدل په وروستي اور کې ټاکلی هدف بشپړ کړي.

د اسيا جام پايلوبې ته لار موندلو لپاره د هند چانسونه بشپړ نه دي له منځه تللي، بلکې د نورو لوبډلو په پايلو فرصت موندلی شي.

د کرک انفو ويبپاڼه زياتوي چې ددې لپاره لومړی بايد افغانستان پاکستان ته ماتې ورکړي.

د يادونې ده چې د اسيا جام په لړ کې سبا افغانستان د پاکستان سره مخامخ کيږي، چې په بريا سره افغانستان هم پايلوبې ته د وتلو فرصت لرلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx