نظــرورزش

د کرکټ لوبه او زموږ احساسات

عبيدالله دقيق – کابل

بيګا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ ۲۰ اوريزه لوبه وه چې لومړۍ لوبه افغانستان وکړه او د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره يې پاکستان ته يې د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

کله چې توپ وهنې لپاره د پاکستان لوبډله ميدان ته راغله،  د افغانستان کمو منډو ته په کتو فکر کېده چې ښايي پاکستان ډېر زر او په لږو اورونو باندې لوبه وګټي، خو د ګران افغانستان ملي ټيم په ډېره مېړانه او همت مبارزه وکړه او ډېره په زړه پورې او ننګونکې لوبه يې وکړه، خو بالاخره بيا هم وروستيو پاکستاني لوبغاړو په وروستيو بالونو ايله لوبه وګټله.

د کرکټ لوبه که څه هم د ډېر باور وړ نه ده او زيات وخت ګټلې لوبه هم له لاسه وځي نو په دې کې دا مهمه ده چې د لوبې کيفيت ته وکتل شي چې لوبه څه ډول وشوه، نو که دې ته وګورو د تېرې شپې لوبه په ډېره ښه توګه او پوره مېړانې ترسره شوه چې دا به د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه په زړه پورې لوبه وي.

جذبه او احساسات هغه نقصانونه دي چې هر کله ندامت او پښېماني لري، نو زموږ د کرکټ زيات شمېر مينه وال کله داسې احساساتي شي چې له چوکاټه بهر شي، چې داسې کول د ولس او هيواد نوم او نښان ته صدمه رسوي، دا لوبې دي، نه په کې د هيواد جغرافيه لاندې کيږي، نه څوک په هيواد يرغل راوړي او نه هم بل اقتصادي زيان لري خو دا حقيقت هم بايد هير نه کړو چې د وطن هر تاوان هم د ټولو اندېښنه ده او هره ګټه يې هم د ټولو وياړ ده.

د احساساتو او جذبې په وخت کې سړی ډېر وخت په غير شعوري او غير اختياري ډول دومره زيان خپل ځان او وطن ته ورسوي چې بيا يې جبران سخت او يا بيخي ناممکن وي.

بيګا هم ډېرو خلکو د خپلو احساساتو د نه کنټرول له امله خپل ځان، وطن او د وطن ارزښت ته زیان ورساوه، ماته دا ډېره بده ښکاره شوه چې د کرکټ په لوبغالي کې دې افغانان د مينه والو د ناستې چوکۍ را اخلي او بيا دې پرې د مقابل لوري لوبغاړي ولي.

ښايي دا به د کرکټ د لوبغالي له اصولو خلاف کار وي چې په قصدي ډول چوکۍ له خپل ځای نه ماتوه او بيا خلک پرې وله، اوس که د همدې کړنو په غبرګون کې د ياد لوبغالی مسؤلين په راتلونکو لوبو کې په افغانانو باندې د لوبې د نندارې ټکټونه نه پلوري نو بيا د چا حيثيت ته زيان ورسېده او د چا له لاسه؟

همدا راز په خواله رسنيو کې خپلو او پرديو لوبغاړو ته ښکنځل کول او بد رد ويل هم بد دي، خپلو ته ښکنځل کول د تشويق په ځای هغوی زړه ماتي او خفه کوي او پرديو ته ښکنځل کول د انسان اخلاقي ضعف ښيي چې مناسب نه دی.

کرکټ د يووالي او سولې لوبې ده چې بايد په سوله ييز ډول ترسره او ننداره شي، لوبغاړي او مينه وال بايد هيڅکله خپلو کې سره ونه خوري او په سوله ييز ډول برخورد وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx