
اسیا جام؛ له زړه بوږنونکې لوبې وروسته افغانستان پاکستان ته د یوې ویکټې په توپیر ماتې ومنله
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ وږی، ۱۴۰۱ل): د اسیا جام سوپر څلور پړاو کې د فغانستان او پاکستان ترمنځ په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې زړه بوږنونکې سیالي د پاکستان په بریا پای ته ورسېده.
دغه لوبه کې چې د افغانستان توپ اچونکو په زړه پورې کارکردګي نندارې ته وړاندې کړه او پاکستان لوبډلې ته یې د ۱۳۰ منډې هدف لکه غر ثابت کړ، خو په وروستي اور کې پاکستان بریا خپله کړه.
بابر اعظم د یادې لوبې پچه وګټله او محمد نبي ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان توپ وهونکو چټک پېل وکړ خو وروسته یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې.
د ابراهیم ځدران او راشد خان په مرسته په ټاکلو شلو اورونو کې افغانستان سیال لوبډلې ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.
د هدف په تعقیب کې د پاکستان مخکښ توپ وهونکی بابر اعظم د فضل حق فاروقي له لوري په صفر وسوځول شو، چې وروسته لوبه جالبه او آن وروستي اور ته ورسېده چې د نسیم شاه له لوري په دوه شپږیزو پاکستان بریا خپله کړه.
افغان لوبډلې که څه هم په بدقسمتۍ ماتې ومنله، خو ثابته یې کړه چې د نړۍ سترو لوبډلو ته ماتې ورکولی شي.
له دې وړاندې په ګروپي لوبو کې افغانستان خپل سیالانو سریلانکا او بنګلدیش ته ماتې ورکړې وه.
د افغانستان په یادې ماتې پاکستان او سریلانکا د اسیا جام پایلوبې ته لار وموندله چې راتلونکې یکشنبه به ترسره شي.
د یادونې ده چې افغانستان به نن د اسیا جام خپله وروستۍ لوبه د هندوستان پر وړاندې به دوبۍ لوبغالي کې ترسره کړي.