ورزش

اسیا جام کې له اغیزمن ګډون وروسته ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ وږی، ۱۴۰۱ل): افغان لوبډلې ځينې لوبغاړي په ۲۰۲۲ اسیا جام کې له اغیزمن سفر وروسته نن شنبه د کابل نړیوال هوایي ډګر له لارې هېواد ته راستنه شوه.

په دغه جام کې افغان لوبډله په ګروپ کې د سریلانکا او بنګلدیش سره ځای شوې وه چې خپلو دواړو سیالانو ته یې ماتې ورکړه او د ګروپ لومړي مقام سره یې دوهم پړاو ته لار وموندله.

په دوهم پړاو کې افغان لوبډلې غوره لوبې وکړې خو ونه توانېدله بریا خپله کړي.

د څلورم پړاو په لومړۍ ګروپي سیالۍ کې افغان لوبډلې په داسې حال کې له سریلانکا ماتې ومنله چې لوبه وروستي پړاو ته رسېدلې وه.

د پاکستان پر وړاندې افغان لوبډلې د ۱۳۰ منډو هدف دفاع په میړانه پېل کړې وه خو په وروستي اور کې یوازې دوه توپونو د لوبې اړخ بدل او بریا د پاکستان په نصیب شوه.

د هند پر وړاندې دریمه لوبه پرته له کومې وقفې ترسره شوه چې لوبغاړي له ذهني او فزیکي فشار سره مخ وه، او هند دغه لوبه کې د ۱۰۱ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس احمدزی وایي چې افغان لوبډلې ثابته کړه د هرې پياوړې لوبډلې پر وړاندې غوره کارکردګي وښيي، خو ددې لپاره د دوه اړخیزو لړیو ترسره کولو اړتیا ده.

نوموړې زیاته کړې چې «د فشار کنترول او د لوبډلې لا پياوړتیا لپاره پکار ده د هند او پاکستان او یا هم نورو پیاوړو لوبډلو پر وړاندې دوه اړخیز سیریزونه ترسره کړو، یوازې د کرکټ نړیوالې شورا په ایوینټونو کې یو یا دوه ځل مخ کېدل بسنه نه کوي».

د نوموړي په وینا، هیڅ لوبډله نشي کولی د فشار پر مهال مقاومت وکړي، تر هغې چې د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې ډیر شمېر لوبې ونکړي.

بل لوري ته د ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي راشد خان هم ورته څرګندونې کړي او له آی سي سي یې غوښتي تر څو افغان لوبډلې ته له پیاوړو لوبډلو سره د سیریزونو فرصت چمتو کړي.

د ۲۰۲۲م اسیا جام کې د توپ وهنې برخه کې ابراهیم ځدران، نجیب ځدران او رحمان الله ګربز ښه وځلېدل، په داسې حال کې چې مجیب ځدران او فضل حق فاروقي د توپ اچونې په برخه کې د ځلیدونکو لوبغاړو څخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx