نظــر

کابل؛ چې ما پخپلو سترګو وليد «۲برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د اگست پر ۲۵/ ۲۰۲۲م د ماسپښین پر ۲:۳۰ مو د ااا د بھرنیو چارو وزارت په انگړ‎ کې له مولوي امیر خان متقي صاحب سرہ وکتل.

په غونډہ کې د بھرنیو چارو وزارت ځینې نورو لوړ‎ پوړ‎و چارواکیو ھم گډون درلود او زموږ‎ په ټیم کې د استاد روستار ترہ کي، ما ( پیرزادہ ) عبد الھادي دولتزي او حدید الله ذاکري د سولې او انسجام مشورتي بورډ په استازیتوب گډون کړ‎ی وو.

د وزارت دروازې ته پر رسیدو، حاجي صیب احمد متقي استقبال کړ‎و. زہ له ډیرو کلونو څخه د حاجي صاحب د ملگرتیا ویاړ‎ لرم. ھغه مھال چې مشران پټ ول، حاجي صیب او کله کله عبد الحنان ھمت صیب به زما وړ‎اندیز، مشورې او پیغامونه متقي صیب ته رسول.

ما به تل د دواړ‎و د مخامخ لیدو ارمان کاوہ. حاجي صیب خو مې ولید، د ھمت صیب د لیدلو ارزو مې لا په زړ‎ہ کې ھماغسې تاند پاته دہ!

حاجي صیب خوش مزاجه، په خبرہ ډیر ژر پوھیدونکی، حلیم، د مسلکي وړ‎تیا څښتن او محترم انسان دی.

ما یې چې د شخصیت کوم تصویر پخپل ذھن کې جوړ‎ کړ‎ی وو، تر ھغه مو څو چندہ بھتر وموند.

د متقي صیب سرہ مجلس:

د غونډې پیل زما مرحومې میرمنې ته د مغفرت پر دعا وشو. لومړ‎ی استاد ترہ کي خبرې وکړ‎ې، ھغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:

دطالبانو حکومت له ګڼو ستونزو سرہ مخ دی.

د مدرسې او مکتب تر منځ واټن د دې لامل شوی چې د دیني او عصري زدہ کړ‎و زدہ کړ‎یال له یوہ بله بیل او پر یوہ بل شکمن کړ‎ي.

واکمنان باید د ھیواد په کچه له ھغو مسلکي پوھانو ( تکنوکراتانو ) سرہ اړ‎یکې ونیسي، د کار فرصت ورته برابر کړ‎ي چې په وطن پلورنه،خیانت، قتل، او فساد کې یې ونډہ نه لرله تر څو له  وړ‎تیاوو څخه یې د یوې سالمې ادارې په جوړ‎ولو کې ګټه پورته شي.

ھمداراز طالب  واکمنه ډله  پر دې نه دہ توانیدلې چې د متخصصینو او مسلکې کسانو په گډون یو پراخ بنسټه حکومت را منځته کړ‎ي.

د جینکو د تعلیم مسئله یوہ بله غمیزہ دہ چې د اوسني حکومت پر راتګ موولس ورسرہ لاس او ګریوان دی.
ولس له تاسي نه پوښتنه کوې چي د جینکیو د ښوونځیو تړ‎لو ته کومه دیني او یا حقوقي توجیه لرئ؟! له بلې خوا
د اساسي قانون نشتون مو د ټول نظام پایښت ننګوي چې تسوید او جوړ‎ولو ته یې د یوہ داسې کمسیون   شدیدہ اړ‎تیا محسوسیږ‎ي چې دعلمای کرامو تر څنګ  د اساسي قانون پر متخصصو حقوقپوھانو مشتمَله وي. د کمسیون په ترکیب کي باید د علماې کرامو او د مدنې حقوق پوهانو تر منځ انډول مراعات شې.

د دوحې په تړ‎ون کې د طالبانو مذاکراتې تیم ژمنه کړ‎ې وہ چې له افراطي ډلو سرہ به اړ‎یکې نه ساتي او نه به اجازہ ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د محفوظ پټنځای په توګه وکاروي.

په کابل کې د الظواھري موجودیت ( که واقعیت ولرې) او بیا وژل کیدل ھغه تړ‎ون ته د نه ژمنتیا په مانا دہ. اوس که حکومت ھر څومرہ چیغې ووھي او په دې اړه خپله لا علمي اعلان کړ‎ي،  د عقیدوې اړیکو په بنست چي د جهاد په وخت کي د دواړو تر منځ موجودې وې، بیا ھم نړ‎یوال  د طالب چارواکو د بی خبرۍ څرګندونو ته د سوء ظن په سترګه ګورې.

دا او دېته ورته نورې ډیرې ستونزې شته چې د رسمیت پیژندنې په مخکې خنډ او پر افغانستان د لا زیاتو فشارونو، تعذیراتو او بندیزونو لامل ګرځي.

نړ‎یواله ټولنه د اوسني حکومت د ړ‎نګولو په فکر کې نه دہ ځکه بل بدیل یې نه ویني خو د ھمدې  تعذیراتو له لیارې یې له سترو ننګونو اوازموینو سرہ مخامخ  کوي، چې زور به یې د واکمنې ډلې پر    ځای له ولس څخه وځي. په بله مانا تاسې پخپل دریځ د نه انعطاف له کبله  ھغه ولس ته سزا ورکوئ چا چې د اشغال په وھلو کې له تاسې سرہ ھر اړ‎خیزہ مرسته کړ‎ې وہ.

د استاد خبرو د یوې شیبي لپارہ په مجلس خاموشي خپرہ کړ‎ہ.

د متقي صیب وینا:

لومړ‎ی خو تاسې ته ښه راغلاست وایو، ستاسې راتگ زموږ‎ حوصلې لوړ‎وي، مشورو او وړ‎اندیزونو ته مو د قدر په سترگه گورو او د عملي کولو ھڅه یې کوو.

موږ‎ د مدرسې او مکتب تر منځ واټن را کم کړ‎ی، د بھرنیو چارو وزارت په تشکیل کې داسې ھیڅکله نه دي شوي چې د مدرسې فارغ التحصیل ته ځای ورکړ‎ل شوی وي او د مکتب ھغه ته نه!

د ټول حکومت په کچه که خبرہ وکړ‎م نو و به وایم د تیرې ادارې پنځه سوہ زرہ کسان ھماغسې د تیر پڅیر د معینانو او ریسانو تر کچې پر دندو بوخت دي.
په ټولو دولتي او خصوصي تعلیمي او نورو ادارو کې ښځینه او نارینه کارکونکي په زدہ کړ‎و او کارونو مصروف دي.
د رسمیت پیژندنې په اړ‎ہ مې زړ‎ہ ته ھغه خبرہ راځي چې وایي: که بھانې کړ‎ې نو بھانې ډیرې، او که یاري کړ‎ې نو لارې ډیرې.

په ټوله نړ‎ۍ کې دا رنگ حکومت نشته چې رسمیت پیژندنې ته یې داسې شرایط ټاکل شوي وي لکه موږ‎ ته!

تیرې ادارې په دیرش سلنه خاورہ حاکمیت درلود، په فساد کې د نړ‎ۍ تر ټولو فاسدہ ادارہ وہ، په څلویښت میلوني ھیواد کې یواځې تقریبا څلور سوہ زرہ کسانو رایه ورکړ‎ې وہ، د ولس په سترگو کې یې ھیڅ مشروعیت نه درلود، اویا سلنه کلنی بودیجه یې د نورو پر خیرات ولاړ‎ہ وہ، خو بیا ھم په رسمیت پیژندل شوې وہ!!

موږ‎ د معارف په برخه کې ھم ډیرې لاسته راوړ‎نې لرو؛ ھمدا اوس لس میلونه زدہ کونکي پر زدہ کړ‎و بوخت دي.
له تیرې ادارې څخه موږ‎ ته نژدې څلور میلونه په نشو روږ‎دي کسان په میراث کې پاته دي چې موږ‎ یې د خپلو محدودو امکاناتو پر کارولو د یوہ منظم پلان له مخې د بیا رغونې اوږ‎دہ او ستونزمنه پروسه پر مخ وړ‎و!

زموږ‎ مجاھدینو شل کاله د غربي نړ‎ۍ له استکبار سرہ په جگړ‎و کې تیر کړ‎ي؛ اوس له ھغوی څخه منظم، فوځ او پولیس جوړ‎ول ھم اسانه پروسه نه دہ خو موږ‎ لله الحمد دا چارہ ھم تر ډیرہ په بریالیتوب سرته رسولې.

د الظواھري په اړ‎ہ غواړ‎م ووایم چې ما او د امارت نورو مشرانو په دې اړ‎ہ ھیڅ مالومات نه لرل.

خو بیا ھم اما رت د رښتیا موندنې او د دې موضوع د څیړ‎نې او پلټنې لپارہ یو کمیسون جوړ‎ کړ‎ی چې ډیر ژر به د خپلو پلټنو نتائج له ولس سرہ شریک کړ‎ي.

که د اما رت د تیرو دولس میاشتو جاج واخلو نو وبه وینو چې ھیچا ته ضرر نه دی رسول شوی. د امیر المؤمنین د عمومي عفوې له فرمان څخه پر گټې اخیستنې د اما رت مخالفین نه یواځې دا چې دلته پخپل ھیواد کې په ارامه فضا کې ژوند کوي بلکې د لوړ‎ پوړ‎یو چارواکیو امنیت یې ھم امارت ساتي او د مسلکي وړ‎تیاو لرونکیو کسانو ته یې د دولتي دستگاہ د مربوطه ادارو دروازې پرانستې دي!

زموږ‎ بھرنۍ سیاست ناپئیلی او متوازن دی، پالیسي دا دہ چې زموږ‎ خاورہ د ھیچا په مقابل کې استعمال نه شي.

موږ‎ د گاونډیانو گټې د خپلو ھغو سرہ تړ‎و او پر مخ ځو. ھمدا لامل دی چې ھندوستان زموږ‎ بھرني سیاست ته پر کتو، له افغانستان سرہ خپلې سفارتي اړ‎یکې له سرہ ورغولې، او پاکستان د ھندوستان د مرستې کاروانونو ته اجازہ ورکړ‎ہ چې د ھغوی له خاورې تر موږ‎ را ورسیږ‎ي!

متقي صیب ځینې نورې خبرې ھم وکړ‎ې چې زہ به یې که ممکنه وہ د سفرنامې په کوم بل ځای کې یادونه وکړ‎م.

ورپسې زما د خبرو وار و. تر مجلس د مخه متقي صیب په ټوکو راته ویلي و؛ ښه شوہ چې راغلې تر څو د بل وادہ بندوبست درته وکړ‎و. د بھرنیو چارو وزارت وزارت یو کارمند چې ښایي د متقي صیب سکرتر به وہ ھرہ گړ‎ۍ لکه د شړ‎ومبو مچ را حاضریدہ او متقي صیب ته به یې بل مجلس ته د ورتگ ویل.
په مجلس کې چا وویل که پیرزادہ څه ویل غواړ‎ي، چې د خبرو فرصت ورکړ‎ل شي، خو متقي صیب چې ھماغه د شړ‎ومبو مچ یې شاو خوا تاویدہ ، وویل: د پیرزادہ ستونزہ ماته مالومه دہ، ھغه به بې خبرو ور حل کړ‎و.

مجلس ټول په خندا شو، او بیا افغانستان ته د ښیرازۍ پر دعا پای ته ورسید.

متقي صیب په اما رت کې ښایې د گوتو په شمیر د ھغو څو محدودو مشرانو له ډلې څخه وي چې لوی رب ورته ډیرې وړ‎تیاوې ور په برخه کړ‎ي.

ھغه لکه د کرکټ لوبې الروانډر لوبغاړ‎ی، تکړ‎ہ دیني عالم، شاعر او لیکوال، ښه مدیر، وتلی سیاست پوہ او د ژبې فصاحت لرونکی بلیغ شخصیت دی.

ھغه د شل کلنې مبارزې او یا ان د تیر امارت له پیرہ به چې د ھرې، ادارې، کمیسون او جوړ‎ښت په تنظیم وگومارل شو، ھغه ادارہ به یې داسې په پښو ودروله، داسې به یې وځلوله چې د فعالیت ساری به یې د امارت اړ‎وند په نورو جوړ‎ښتونو کې کم نظیرہ وو.

په ھر حال، موږ‎ حاجي صیب احمد د بھرنیو چارو وزارت په ځینو ځایونو وگرځولو او بیا یې د وزارت تر دروازې بدرگه کړ‎و.

ای کاش لږ‎ ډیر وخت مو لرلای تر څو مو له سیاسته لیرې ھمداسې د ملگرتیا بنډار ورسرہ کړ‎ی وای!

له ھغه ځایه نوي ښار ( شھر نو ) ته راغلو، ما د زړ‎و یادونو د تازہ کولو په پار د شیریخ خوړ‎ل غوښتل، استاد ویل تر څو شیریخ امادہ کېږ‎ې، بیرون گرځي. لږ‎ہ شیبه پس مو خپل وسله وال ملگری ولید خو استاد ورسرہ نه وو. ما ترې د استاد پوښتنه وکړ‎ہ، راته کړ‎ل یې: استاد بیرون گرځي او ماته یې وویل چې یواځې یې پریږ‎دم.

ما ورته کړ‎ل: د الله بندہ! استاد څلویښت کاله د لنډہ غرو، اشغال او فساد پخلاف کلکه مبارزہ کړ‎ې، ھسې نه څوک خدای مکړ‎ہ ضرر ور ورسوي چې بیا تر ټولو ډیرہ بدنامي یې اما رت ته اوړ‎ي!

زہ به له ھغه سرہ خبرې وکړ‎م خو ته به یې ھم په ھیڅ حال کې یواځې نه پریږ‎دې!

لږ‎ہ شیبه پس استاد راغی،موږ‎ شیریخ وخوړ‎ او بیا خپل ھوټل ته ستانه شو.

ښایي د شیریخ شیدې به ځنډنۍ وې یا به بله څه کیسه وہ خو ماته یې غذایي تسمُم پیدا کړ‎! کرۍ شپه مې په استفراق تیرہ کړ‎ہ، ایله سھار مھال مې سترگې پټې شوې وې!

له استاد ځلاند او نورو ملگرو سرہ لیدنه……

دا لړ‎ۍ ادامه لري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی نجیب الله زاهد

متقی صاحب ته زما پیغام دادی چې د مخکني حکومت ټولې ستونزې ستاسو د جګړې له امله وې ټولې استونزې متقی صاحب ټول علماء، د قرآن حافظان، مولویان او شیخان مو د خلکو په وژلو آموخته کړه وګوری پنجشیر کې څه روان دي له الله نه ووېرېږي او په یاد مووي چې دغه نظام به هم لکه تېر شوي نظام په څو ساعتونو کې ړنګېږي او له منځه به ځي که هر څومره خلک ووژنی او هرڅومره خلکو ته کړاو ورکړی ترڅو خپل قدرت وساتی، اسلام ته چې څومره تاسو ضرر رسولی کفارو نده رسولې الله به درسره سخت حساب… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx