افغانستان

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یو ځل بیا د سېګار راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د دفاع او او کورنیو چارو وزارت د ویندویانو مرستیالانو د سیګار له لوري د زرګونه میله وسلې د ورکاوي راپور بې بنسټه وګاڼه او په دې باب يې هر ډول حساب-کتاب ته چمتووالی وښود.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري او د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وروسته له هغې دغه څرګندونې وکړې، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څارنې ادارې یا سیګار یو راپور خپور کړ، چې پکې د زرګونه میله وسلې د ورکاوي خبره شوې وه.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي چې دوی ته ټولې سپارل شوې وسلې له دوی سره ثبت دي او هر ډول حساب ورکولو ته حاضر دي.

خو پردې سربېره نوموړی وايي چې دوی له هغه امریکايي شرکتونو سره نېغه اړیکه نه لري، چې هغوی د وسلو او نظامي موټرو لېږد په غاړه لري.

د وزيري په وینا، کېدای شي چې دغه وسلې زموږ د نېغې اړیکې د نه لرلو له امله د افغانستان خاورې ته تر را وړل کېدو وړاندې ورکې شوې وي.

د ده په خبره، ځکه نو د افغانستان دفاع وزارت د هغو وسلو د ورکاوي مسوولیت نه لري چې له هېواده د باندې ورکې شوې وي.

د دواړو وزارتونو د ویندویانو ویلي دي، چې په افغانستان کې د وسلو د ثبت سیستم د ناټو د ثبتي سیستم په څېر دی او د ثبت چارې يې هم رڼې دي.

د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وايي، چې د سیګار مامورین زموږ له ثبته معلومات نه لري. موږ په پرمختللي کمپیوټري سیستم کې ثبت کوو.

په داسې حال کې چې د سیګار په راپورکې ویل شوي دي چې په کورنیو چارو وزارت کې د وسلې ثبت د کوم پرمختللې ډاټابیز پر ځای د کاغذ پرمخ یا هم د افیس په ایکسل پروګرام کې کېږي.

یاده دې وي، چې د سیګار د راپور په اساس افغانستان له ورکړل شوی وسلو نه څلوېښت سلنه ورکې شوې دي، چې د نظامي کارپوهانو له نظره ښايي، دولتي نظامي مسوولینو پرې سوداګري کړې وي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x