ورزش

سریلانکا پاکستان ته په ماتې ورکولو د اسيا جام اتلولي خپله کړه

نن ټکی اسيا (نن ټکی اسيا يکشنبه، ۲۰ وږی، ۱۴۰۱ل): سريلانکا کرکټ لوبډلې د اسيا جام پايلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو د ياد جام اتلولي خپله کړه.

د اسيا جام پايلوبه کې پاکستان ونشو کړی د سريلانکا ۱۷۱ منډې هدف بشپړ کړي، چې سريلانکا وتوانېدله د ۲۳ منډو په توپير بيا خپله او د شپږم ځل لپاره د اسيا جام اتلولي وګټي.

د سریلانکا له لوري د توپ وهنې په برخه کې د پرلپسې ويکټو له لاسه ورکولو وروسته راجا پکسا په زړه پورې توپ وهنه وکړه چې ناسوځېدلی پاتې شو او ۷۱ منډې يې وکړې.

په ځواب کې د پاکستان بابر اعظم او فخر زمان په پېل کې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې چې وروسته يې ونشو کړی هدف ته ځان ورسوي.

ددوی له لوري محمد رضوان نيمه سليزه ووهله.

پاکستان د اسيا جام په سوپر څلور پړاو سياليو کې هم له سریلانکا ماتې منلې وه.

بايد وويل شي چې افغانستان يوازينۍ لوبډله ده په اسيا جام کې يې سريلانکا ته ماتې ورکړې ده.

د سریلانکا سوکه توپ اچونکی وانیندو هسارنګا په غوره کارکردګۍ د اسیا جام غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په پایلوبه کې ۳۶ منډې او ۳ ویکټې واخیستلې.

په یاد جام کې افغان ځوان توپ وهونکی ابراهیم ځدران دریم زیاتې منډې جوړونکی و چې ۱۹۶ منډې یې جوړې کړې. همد راز مجیب الرحمن په ۷ ویکټو اخیستلو د افغانستان مخکښ توپ اچونکی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx