نظــر

راځئ په خپل ګفتار او کردار د دښمن تبلیغاتي ماشین ته د سون مواد چمتو نه کړو

رحمت الله فیضان

دا خبره باید په ډیر جرات سره وکړو چي زموږ دښمنان زموږ خلاف د پروپاګند جوړه ولو په برخه کې ریاضت نه کاږي ځان او فکر نه ستړی کوي بلکي زموږ (ګفتار) د دښمن تبر ته لاستی جوړه وي زموږ (کردار) هغه تیز او تیره غشی دی چي خپلو دښمنانو ته یې په دواړو لاسونو تقدیمه وو .
راځي د خپلي مدعا لپاره یو دوه مثالونه د نموني په ډل ذکر کړو :
۱-(د کندهار د حج او اوقافو ریس ښاغلی شیخ مولوي عبدالبصیر په یوه موعظه کې له پاکستان څخه د دفاع په برخه کې د نظام له ادرسه هند ګواښي او د پاکستان دفاع پر ځان واجب ګڼي او وایې : که هند پر پاکستان حمله وکړي ط الب به د پاکستان دفاع ته ور ودانګي ).
اول باید دا معلومه کړو چي دا نظر د نظام نظر دی که د یو فرد شخصي نظر دی ؟
نظام د همسایه هیوادو او د سیمي هیوادونو په برخه کومه ستراتیژي ، پالسي او ديپلوماسي مخته وړي ؟
غواړم د اسلامي امارت بهرنۍ پالیسي په دوو ټکو کې واضح کړم :
۱- د ا.ا.ا بهرنۍ پالیسي – مثبته، بې‌طرفه، متوازنه او اقتصاد محوره ده. له ګاونډیو، د سیمې او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره مثبتې او رغوونکي اړیکې غواړي . له ټولو هیوادونو سره د متقابل درناوي په بناء مثبت تعامل غواړي ترڅو نه د سترو هیوادونو د ګټو د ټکر قرباني شي او نه هم د کومي منازعې برخه و اوسي.
۲-ا.ا غواړي چي هیواد یې د آسیا د څلورلارې په حیث د اقتصادي اتصال او ترانزیټ په مرکز ، خپل ولس، سیمې او نړۍ ته د اقتصادي ښیرازۍ او همکارۍ په مرکز بدل شي .
هیچاته اجازه نه ورکوو چي د افغانستان خاوره د نورو په ضرر استعمال کړي او نوروته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه و کړي. موږ د نورو دولتونو مشروعو ګټو او غوښتنو ته بشپړ درناوی کوو؛ په مقابل کې له نورو هم د ورته تعامل توقع لرو.
دا د ا.ا ديپلوماسي او پالسي ده چي کاملا بیطرفه ، په ملي ګټو ولاړه له اخوت او برابري ډکه ده نه د یو شخص شخصي نظر د ټول نظام پالیسي جوړیدای سي او نه د نظام دیپلوماسي تر اغیزي لاندي را وستلای پرته له دي چي ووایو ښاغلی شیخ په خپلو خبرو سره د دښمن تبلیغاتي ماشین ته تیل ور واچول .
بل تبلیغاتی غشی چي موږ د دښمن په لاس کې ور کړ هغه هم په ترینګوټ د معارف د وزیر ښاغلي مولوي نور الله منیر هغه خبره ده چي وایې :(د لري پرتو سیمو خلک د ۱۶ کلنو نجنو لپاره تعلیم نه غواړي دا یو حساسیت دی او موږ د خپل ولس حساسیت درک کولی شو .)
د قدرمن وزیر صیب دا خبره دومره ماشومانه او طفلانه وه چي آن ماشومانو پرې وخندل او دښمنانو ترې پراخه تبلیغاتي ګټه ترې پورته کړه ، وزیر صیب دا خبره په داسي حال کې وکړه چي په ټول هیواد کې د نجونو پر مخ دولتي او شخصي پوهنتونونو در وازي خلاص دي هغه میرمني چي عمرونه یې له ۱۶ کالو پورته دي منظمي لوړي زده کړي په مختلفو پوهنځیو کې مخته بیا یې ، د راتلونکي کال لپاره د کانکور ازموینوته اماده ګي نیسي د ازمویني لپاره یې ثبت او راجستر شروع دی ، په کوم (معارف )کې چي دی وزیر دی په سلګونو میرمني په کار بوختي دي همدا راز روغتیا او نورو برخو کې د میرمني پراخه ونډه او حضور محسوس دی او دا د هیچا له نظره پټ نه دی ، سړی حیران شي چي قدرمن وزیر صیب د میرمنو په برخه ولي دا ټولي لاسته را وړني او حقایق له نظره وغورځول او په یوه طفلانه خبره یې استناد وکړ اوپه دې ټولو لاسته را وړنو یې د بطلان کرښه را کش کړه او د د ښمنانو تبلیغاتي ماشین ته یې د سون مواد تهیه کړل ؟.
د میرمنو د کار او تعلیم په برخه کې د اسلامي امارت پالیسي څرګنده ده ، اسلامي امارت د میرمنو کار او تعلیم ته ژمن دی او په دې برخه کې ځان مسول هم ګڼي خو د یو مسول حکومت په حیث حق لري چي د خپلو نوامیسو لپاره له رواني تاوتریخوالي پرته د کار او تعلیم په برخه کې مصونه فضا را منځته کړي تر څو خدای مه کړه زموږ د عفیفو خویندو پر لمنو د افغان ولس د قسم خوړلو دښمنانو له لوري تور داغونه ونه لګیږي او په دې پالسي د ښووني او روزني وزیر صیب تر هر چا ښه خبر دی دا چي ولي ترې خبره و څڅیده زما په باور قدرمن وزیر صیب مطبوعاتي شخصیت نه دی د خبریال د میکروفون په لید تر تاثیر لاندي راغلی ، له دې پرته د فیسبوکیانو په اصطلاح د و زیر صیب خبرو ته هیڅ ډول پر توګ نشي ګنډل کیدلی .

نو راځئ چي په خپل ګفتار او کردار سره د دښمن تبلیغاتي ماشین ته د سون مواد چمتو نه کړو په ټولو موضوعاتو کې عمیق فکر وکړ له عمیق فکر وروسته تصمیم ونیسو تر څو خدای مه کړه خپل خدای او ولس ته بدنام نه شو او تاریخ را پوري ونه خاندي.
مراد ما نصیحت بود و گفتیم
حوالت با خدا کردیم و رفتیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx