نړۍ

سوډان: حسن ترابی له زندان څخه خوشی شو

hassan_turabi_with_media_men (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۳) دسوډان له پلازمینی خرطوم څخه خبرونه رارسیدلي دی چي تیرماښام دسوډان هیواد دخلګو دګوند مشر ډاکټر حسن ترابي له درو میاشتو زندان څخه وروسته خوشی کړل شو.

تیره ورځ دسوډان دپلازمیني دمرکزي زندان ومخته د دسوډان دخلګو دګوند زنداني خپلواني او دپولیسو ترمنځ دزندانیا درخوشی کولو پرسر اخ او ډب رامنځ ته شو، خبرزیاته وي دزندانیانو په خپلوانوکي دحسن ترابي لورهم برخه لرله، دپولیسو او مظاهره کونکو ترمنخ شخړه هغه وخت رامنځ ته شوه کله چی دحسن ترابي لور پرپولیسو باندي برید وکړ چي له کبله یی دترابي دلور لاس مات شو، او دنوموړي دشخړي او لاس له ماتیدو څخه څو ساعته وروسته چارواکو حسن ترابي له زندان څخه راخوشي کړ.
عیني شاهدان وایی حسن ترابي په داسي حال کي له زندانه راووت چي دزندان په دروازه کي یی دحکومت دکړونو په خلاف شعارونه ورکول اوپه هیواد کي یی دسراسري سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوله.
حسن ترابي دری میاشتي مخکي له خپلو اتو ملګرو سره یوځای هغه وخت ونیول شو کله چي دنوموړی ګوند اعلان وکړ کچیري دسوډان حکومت په هیواد کي دپیسو دقدر او دخورکي توکو دبیو په کمولو کي پاته راشي، نودسوډان وګړي به دهیواد دخلګو دګوند سره یوځای دحکومت په خلاف په مظاهرو اولاریونونو لاس پوري کړی ترڅو په هیواد کي انقلاب راولي.
ویل کیږی حسن ترابي له هغه څخه وروسته چي دسوډان له حاکم ګوند څخه جلاشوی دي څوځلي زنداني شوی او بیرته خوشی شوی دي.
ښاغلي ترابي په داسی وخت کي دسوډان دهیواد له لوری خوشی شو کله چي دامریکي ولسمشر دنړي دوتلي مجاهد اسامه بن لادن دوژلو خبرنشر کړ.
دحسن ترابي وداني چي دنوموړي له ملګرو دوستانو او خبریالانو څخه ډکه وه اوخلګو یو له بل سره داسامه دشهادت په اړه سرکوشي کولي، ځینی خبریالانو اړینه وبلله چي داسامه دشهادت به اړه دحسن ترابي نظر وپوښتی.
خبریالانو له نوموړي څخه داسامه دشهادت په اړه پوښتنه وکړه، او نوموړي په ځواب کي وویل نن ورځ ټوله باضمیره او اوبا احساسه مسلمانه نړي په ویر باندي اخته ده، اوزه خپله دهیڅ انسان وژنه ښه نه ګڼم، نوموړي زیاته کړه اسامه ډیرښه او مثبت اړخونه درلود، خو دومره هم نشم ویلای چی دنوموړي ټول عملونه دستایني وړ وو، او د ۱۱ سبټمبر په اړه نوموړي زیاته کړه د ۱۱ سبټمبر بریدونه کچیري اسامه کړی وي نو دا دهغه غلطی وه
بخت الرحمن بخت ………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x