ادبي لیکني

د حُریت اونیزې دویمه ګڼه خپره شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲وږی، ۱۴۰۱ل): کابل کې د حُریت په نوم خپلواکې اونیزې خپرونې دویمه ګڼه له چاپه را ووته چې پکې بېلابېل مضامین خپاره شوي دي.
د یادې خپرونې سرمقاله د «علماء زموږ د ټولنې رهبران» تر سرلیک لاندې په افغان ټولنه او په ټوله کې د اسلامي امت په سطحه د علماوو ارزښت او احترام ته ځانګړې شوې ده.
سرمقاله د ژوند په بېلابېلو ډګرونو کې د علماوو د قیادت اړوند لیکي: «که تاسې د ادبیاتو پاڼې واړوئ، که دری ادب دی که پښتو؛ ويي پلټئ او د سرلارو پوښتنه يي وکړئ یا به پخپله دیني عالم وي یا به د ديني عالمانو د کورنۍ غړی یا هم روزل شوی څوک وي، تاسې د غازیانو جرړې وپلټئ سرلاري يي همدا علماء‌ کرام دي، تاسې د ښې سیاسي رهبرۍ مطالعه وکړئ په راس کې علما‌ءکرام راځي، کومو سیاستوالو چې پخپلو دورو کې علماء‌ کرام نادیده نیولي يا يي حتی پر وړاندې درېدلي، خیر يي نه دی لېدلی!»
د دې تر څنګ په لومړي مخ کې د هرات د مشهور خطیب شهید مولانا مجیب الرحمن انصاري لنډه پېژندنه راغلي چې په ۱۳۶۲ لمریز کال د هرات په ګذرګاه کې وزېږيد، همالته يي زده کړې وکړې او په همدې سیمه کې د مسجد خطب وټاکل شو.
د حُریت ډېری مضامین فکري برخې ته ځانګړي شوي، خو د دې تر څنګ پکې اونیز لنډ خبرونه، شعرونه او بېلابېل ټولنیز مواد هم خپرېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx