نظــر

د سپټمبر ۱۱ مه؛ پلمه او مبارزه او د امرېکا د یکه تازۍ د راج خاتمه

هدایت الله محمدي

نن د سپټمبر یوولسمه ده، دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې د امرېکا له لوري پر افغان ولس د ناحقه تهمت او یوې مجهولې جګړې د پیلامې توره او لالهانده ورځ ده، دا ورځ لکه د ځینو نورو ورځو په څېر له ځان سره نړیوالو او افغانانو ته ډېر پیغامونه لري.

نړیوالو ته د فرعوني یکه تازۍ او کاذب لیوني غرور له بام څخه د راښکته کېدو په اړه د عبرت درس ورکوي او افغانانو ته په دین، هېواد او خپلو خلکو د غیرت، میړانې او اللهي نصرت درسونه ورکوي.

ویل کېږي چې نن به د امریکا ولسمشر جوبایډن د سپټمبر ۱۱ مه په پنټاګون کې ونمانځي او د وژلو شویو په یاد به د ګلونو ګیډۍ کیږدي او وینا به هم وکړي.

امرېکا له نن څخه څه باندې دوه لسیزې وړاندې د افغانستان خاوره د سره اور لاندې ونیوه، دې پېښې امریکا ته د دې فرصت په لاس ورکړ چې د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې‌ په نامه یوه ناتمامه او نابرابره جګړه پر اسلامي نړۍ وتپي او په دې پلمه د اسلامي نړۍ مادي او معنوي زیرمې کنټرول کړي.

د امریکا پخواني ولسمشر بوش د دې پېښې له رامنځته کېدو سره سم په ټوله نړۍ کې خپلو مېشتو وحشي ځواکونو ته اعلان وکړ چې د افغانستان په شمول ځینې اسلامي هېوادونه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د دوی په ژوند کې پرته له هر ډول جواز څخه لاسوهنه وکړي؛ بلکې له لاسوهنې ور اخوا یې وڅاري، بندیان یې کړي او ان پرته له پوښتنې یې ووژني، چې بدبختانه دغې لړۍ شل، دوه وېشت کاله دوام وکړ او په دې موده کې ځینو اسلامي هېوادونو خو په ځانګړې ډول افغانانو ډېرې لالهانده، ستړې او بوږنوونکې شپې ورځې تېرې کړې او پوره شل کاله یې د صلیبي وحشي یرغلګرو ځواکونو په مقابل کې خپلې سینې سپر کړې او د افغانستان او سیمې خاوره یې ورته اور وګرځوله او بلاخره په اللهي نصرت سره یې له شل کلن وحشي تجاوز څخه وروسته سرکوزي او شرمنده له افغانستان څخه وباسل.

د دې بریدونو له پېل تر اوسه ځوابونه او څیړنې لکه د لمر په شان روښانه دي، چې دا بریدونه چا او د څه له پاره وکړل؟ امرېکا ولې د سپټمبر د یوولسمې په پلمه اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د افغانانو ګرېوان ته لاس واچوه؟

د امرېکا او متحدینو دې لیوني اقدام یې د دوی اصلي څېرې نړۍ ته ښکاره کړې، دوی په دې شل کلنه خونړۍ دوره کې د بشر د حقونو په نوم، د بیارغونې او ناتعریفه شوې ترهګریزې جګړې په پلمه بې خوده انټونه، وحشي او ځنګلي کړنې تر سره کړې چې نن په ټوله نړۍ کې د شرم او سرټیټۍ احساس کوي.

نن امرېکا له شل کاله پخوانۍ امرېکا سره خورا زیات توپیر لري، ځکه چې افغانانو دوی د یکه تازۍ او فرعوني غرور له کچرو څخه په زور راښکته کړل او دا یې پرې ومنله چې افغانستان د سترو امپراطوریو هدیره ده او دلته له افغانانو پرته د هېچا خبره د منلو وړ نه ده.

دا ورځ موږ افغانانو ته او د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ته څو څرګند او لمریز پیغامونه لري.

موږ افغانانو ته لومړی پیغام د یووالي لري، موږ باید په هر وخت کې یو بل وزغمو، یو بل ته درناوی وکړو او د نورو په لمسون د یوه او بل وینه تویه نه کړو.

بل دا چې له زغم سره سره باید اللهي اوامرو ته غاړه کېږدو او له هغو لارو څخه خپل ځان او ټولنه وژغورو چې د اللهي عذابونو لامل ګرځي.
پر دې سبېره دا ورځ موږ ته په دین، وطن او خپلو ولسونو د غیرت، ننګ او میړانې درس راکوي، موږ ته لازمه ده چې په هر وخت کې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې پر خپله پاکه خاوره او خپلو درنو او عزتمندو ولسونو ننګ وکړو او پرېنږدو چې دلته له افغان پرته بل څوک د واک او ځواک راج وچلوي؛ بلکې دا د افغانانو خاوره ده او دلته مطلق باید افغانان واکداران وي.

بل پیغام موږ ته په صبر او استقامت راکوي، موږ تل باید د دا ډول دسیسه یي پېښو په مقابل کې د استقامت تر څنګ صبر وکړو او اللهي او سنتي لارښوونو ته مخه وکړو، داسې نه، چې خدای مه کړه هر څه راڅخه تالاترغۍ شي او موږ د احساساتي سیلابونو خړې اوبه یوسي.

همدارنګه دا ورځ د سیمې هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو هېوادونو ته هم ځانګړي پیغامونه او د عبرت درس ورکوي.

موږ له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د نیابتي جګړو په اور کې سوځوو او د دې اور خس او خشاک د همدې ګاونډیو هېوادونو په لارو او کوڅو تر موږ را رسېدل.

زموږ لمنې تل د دوی له سیمو را سوځول کېږي، موږ په سره اور کې سوځیدلو خو دوی د دغه اور په را انتقالولو کې خپل آسونه چاغول او خپلې خزانې او امکانات یې پرې غني کولې.

ګاونډیان دې په افغانستان کې د عبرت په توګه د شوروي اتحاد، امرېکا او نړۍ له ماتې پند واخلي او د افغانانو د صبر، اخلاقو او اسلامي رویې څخه دې، ناوړه ګټه نه اخلي.

اوس هر څه لکه لمر روښانه دي، موږ افغانان په دا دوو لسیزو کې لکه څرنګه چې د امرېکایي یرغلګرو له لوري وځپل شولو، متأسفانه د دې ترڅنګ د ګاونډیو له خودغرضۍ او شومو موخو هم پوزې ته راغلي یو.

ګاونډیو ته بویه چې نور دې په نړیوال سټیج د افغانانو او نورو مسلمانانو په سرونو او خاوره د سوداګرۍ بولۍ ودروي، دا د صبر او انعطاف پذیرۍ کاسې نورې ډکې شوي ښکاري، داسې نه وي چې دا کاواکه، سولیدلي او شړیدلي نظامونه مو د مظلومو مسلمانانو په ښېراوو لولپه او له منځه ولاړ شي.

شاعر یایي چې:
زما د کور لمبو ته مه تودېږه!
دېوال شریک لالیه اور به واخلي
بيا به يې په چل د مړه کېدو پوه نه شې
ته به يو ځاي وژنې؛ خو نور به واخلي
دا ورځ او دا ډول پېښې نړیوالې ټولنې او امرېکا ته تر بل هر چا خورا روښانه او لمریز پیغام لري او هغه دا چې نړیواله ټولنه په ځانګړي توګه امرېکا دې هم نور د کاذب غرور لیونۍ نغارې بندې کړي او په خپلو کړو تېروتنو دې د ملامتۍ او شرمنده ګۍ احساس وکړي.

امریکا ته دا تر ټولو ستر عبرت او پند دی چې شل کاله یې له پوره زور او پراخو امکاناتو سربېره بیا هم ونه شو کړای چې افغانان غلامۍ ته اړ کړي او یا دې په ارامه ساه اخېستلو سره دا وطن هضم کړي، سره له دې چې دلته یې په میلیاردونو ډالر په مجهولو او بې هویته ادرسونو ووېشل، ترڅو د هغوی په مردارو لاسونو دا نه ماتېدونکي ولسونه وپاشي او افغانستان ټوټه ټوټه کړي؛ خو اللهي پرېکړې بیا دا ډول وې چې هغوی او باداران یې له تاریخي ماتې سره مخ کړل او یو له بل څخه وړاندې په تېښته بریالي شول.

اوس امرېکا او نړیوالې ټولنې ته لازمه ده چې د افغانانو د حوصلې جاج وانخلي؛ بلکې له شل کلنو ترخو تجربو دې ګټه واخلي او د افغانانو په زخمونو دې مالګې نه پاشي.

پرېږدئ!
چې افغانان په خپلو لاسونو خپل هېواد ښېرازه کړي!
موږ خپله خاوره ساتلی شو! دا خاوره او فضاء به د هېچا پر ضد استعمال نه شي او نه به هم لکه د ګاونډیو د خاورې او فضاء په څېر ستاسو د خدمت او یا کرایي سرای حیثیت ولري؛ بلکې افغانان خپلو چارو ته پرېږدئ د لاسوهنې مغرض طاغوتي جالونه مو در ټول کړئ او د افغانستان له هوایي حریم څخه د بیا ځلې له پاره په تېروتنه کې هم د استعمال اراده مه کوئ؛ ځکه چې دا ځل مو بیا د اسلامي امارت عمري لښکرې او زمریان تر کوره ځغلوي او تر هغو پورې به مو په سر سر وهي، ترڅو مو چې خپلو ښځو او میندو ته د کورونو په انګړونو کې لوڅ لغړ سرکوزي ونه دروي!

وما علینا الاالبلاغ

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د 200١ع کال د جنوري په مياشت کې د لندن څخه د جنګ په نامه اردو ژبې ورځپاڼې د امریکایي چارواکي د خولې ويلي چې امریکا په همدې کال کې د طالبانو حکومت را پرزوى. امریکا په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت نشى زغملى. نو پس يولسم د نهمې حادثه د افغانستان د اشغال يوه بهانه وه. ما سره د جنګ د ورځپاڼې ثبوت شته کولاي شم تاسو ته در وليږم مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx