نظــر

د ا.ا. مشرتابه ته یوه ساده خو مهمه مشوره

عادل عادل

ستاسو په مشرۍ د افغان ولس شل کلن مقاومت ځکه نړیوالو بالاخره تسلیم کړ چې د میډیا په ډګر کې مو ټول اظهارات او مثبت تبلیغات د افغانستان په جغرافیه او د ګڼو اشغالګرو او ټولو متبوع هېوادونو په منځ کې پر امریکایانو متمرکز وو.

که مو دا تر ټولو مهمه پالیسي نه وای خپله کړې نو حتمي بری به مو ښایي شپېته اویا کاله وروسته هم نه وای په نصیب شوی.

له شاملې فتحې وروسته چې د هېواد په ځینو سیمو او ښارونو کې د افرادو په کچه خال خال د مزاحمت هڅې کېږي ځپل یې ستاسو او ټول وولس شریکه وجیبه ده خو د شر او فساد له پخوانۍ جنایتکارې ټلوالې پرته یې مختلفو فکري او مذهبي جهاتو (لکه خوارجو، دوایشو، سلفیانو او وهابیانو) ته منسوبول یوه لویه او نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې شاید یوې ژبغړاندې نه ختمیدونکې جګړې ته مو ورټېل وهي.

ستاسو دښمن د هېڅ دین، مذهب او عقیدې پیروان نه شي کېدای اما غواړي تر همدې نقاب لاندې تاسو متقابل غبرګون ته وهڅوي.

لهذا هیله مو دا ده چې امام او ممبر کنترول او د مېډیا په ډګر کې په داسې یوه پالیسۍ تمرکز وشي چې د دښمن تراشلو پر ځای د افغانانو تر پښو لاندې ځمکه سړه او دایمي ثبات ته ورسېږي.

باذن الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx