نړۍ

ارمینیا لومړی وزیر: په وروستیو جګړو کې مو ۱۰۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا: (چهارشنبه، ۱۶ وږی، ۱۴۰۱ل): د ارمینیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان په پارلمان کې د وینا پر مهال وویل چې د اذربایجان سره په وروستیو جګړو کې ۱۰۵ عسکر وژل شوي دي.

د انټرفاکس خبري اژانس د راپور سره سره سم نوموړي دغه خبرې نن د چهارشنبه په ورځ وکړې او زیاته یې کړه، اذربایجان تازه جګړه پیل کړې او د ارمینیا ځیني سیمې یې هم لاندي کړي.

ارمینیا او اذربایجان دواړه ګاونډي هیوادونه دي، ارمینیا له ډیره وخته د اذربایجان یوه لویه برخه د ناګورني کره باخ په نامه لاندي کړې وه، خو دوه کاله وړاندي د یوې خونړۍ جګړې په پایله کې اذربایجان وتوانید چې په پخوانیو جګړو کې دغه بایللي سیمي بیرته تر خپل کنټرول لاندي راولي.

ددې تر مخه ارمینیا د ۴۹ عسکرو وژل کیدو خبر ورکړی وو، او ویلي وه چې د مړو شمیر کیدای شي زیات شي. بلخوا اذربایجان هم په خپل اړخ کې د ۵۰ شاوخوا عسکرو وژل کیدو خبر ورکړی دی.

دواړه لوري پر یو بل تور پوري کوي چې د قوقاز په جنوب کې دغه خونړۍ جګړه لومړی مقابل اړخ پیل کړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx