نظــر

د عدالت سپاهي

نوراني “عزام”

پۀ کومه ټولنه کې چې اسلامي توغ “بیرغ” پۀ اهتزار وي، هلته عدالت، خپلواکي او اسلامي قوانین باید پلي شي. پر همدې بنسټ د سیمي مسئول امیر دنده لري، چې د خپل رعیت د حال پوښتنه وکړي، په لوږه، تنده او وضعیت یې ځان پوه کړي، د مؤظفو مسئولینو د کړنو څارنه وکړي، ستونزې او نیمګړتیاوې په خپله له نږدې وګوري؛ تر څو عدالت تأمین شي د مکافات او مجازات اصول رعایت شي او خپل وجدان ته د ورسپارل شوي مسئولیت پر وړاندې تبرئه حاصله کړي.
ا.ا.ا د اشغال تر خاتمې وروسته په هېواد کې د اسلامي نظام بنسټ کېښود او د یاد نظام ساتنه او شریعت تطبق خپه وجیبه ګڼي. باید ووایو، چې د شریعت تطبیق او عدالت، د عمر فاروق “رض” په شان شبګیرې او مجاهدت غواړي.

څو ورځي وړاندي د بلخ ولایت والي الحاج مولوي قدرت الله ابوحمزه، د پېړیو، پېړیو راهیسې په یوه بې ساري عمل د بلخ ولایت امنیه قمندان مولوي مطیع الله سیف الله، د مزارشریف ښاروال الحاج مولوي نقیب الله طارق سره د مزارشریف ښار د امنیتي وضعیت د ارزیابۍ، د ولس د پوښتنې او د مزارشریف ښار د روانو حالاتو په اړه د مزارشریف ښار له ګوټ، ګوټ څخه لیدنه وکړه او د مزارشریف ښاریانو، هټۍوالو، کراچيوانانو او عامو خلکو سره یې لیدنه او خبرې ترسره کړې.

د لیدنو او کتنو دا ډول بې ساری ځکه و، چې د تېرو حکومتونو سرداران به په رڼا ورځ په ګولۍ ضد موټریز کاروان تېرېدو به د عامو خلکو کار او روزګار هم ټګنی کاوه او لویې لارې او سړکونه به یې په ساعتونو هم بندول، نو اوس خلکو ته دا جالب عمل ښکاري او هېچا دا فکر نه کاوه چې د بلخ ولایت والي به د دې ولایت له لوړپوړو مسؤلینو سره په یوه شخصي عادي موټر کې په نیمه شپه د خپلو خلکو، هتۍوالو او عامو هېوادوالو سره په داسې حال کې ویني چې نه کوم امنیتي موټریز کاروان او امنیتي قطعات ور سره شته، چې تعقیبي ور سره روان وي. نه یې د تګ راتګ له امله ترافیکو لارې بندې کړي او نه یې هم د راتګ له امله د خلکو وهل او له لاري د لرې کېدلو لارې چاري دوام لري.

په نیمه شپه په یوه عام او عادي موټر کې د ښار له چِک پاینټونو څخه لومړی لیدنه کوي او دا چي له عامو خلکو سره مجاهدین څرنګه چلند کوي او چِک پاینټونه د خپلو اصولو له مخې روان دی کنه؟ دا په خورا منظمه توګه ګوري او د والي صاحب له لوري تر کتنې او مشورو وروسته لازم هدایات ورکول کېږي، تر څو د ولس د امنیت د خوندیتوب لپاره په منظمه توګه تلاشي ترسره شي او له ولسي خلکو سره د ښو اخلاقو او ادابو په چوکاټ کې تلاشي او چیک پاینټ صورت ومومي.

ورپسې د ښار د تنظیم، تنظیف او نظم په پار د ښار له ګڼو سیمو لیدنه ترسره کوي او د چارو د بهبود او لاښه والي لپاره په یوه شمېر موضوعاتو له خلکو سره بحث کوي او د لانورو اقداماتو په اړه والي صاحب لازم هدایات ورکوي.

والي صاحب د مجاهدینو هڅي ستایي او د امنیتي چارو د بهبود لپاره مسئولینو ته د یو شمېر اقداماتو سپارښتنه کوي. همداراز دا چې د بلخ ښاروالۍ له لوري د ښار د تنظیم او تنظیف په برخه کې کوټلي ګامونه پورته شوي او ښار په بیساري توګه پاک شوی او تنظیف آمریت خپله دنده په ښه توګه ادا ګړې، د والي صیب له لوري ستایل کېږي او د لازیاتو خدماتو د ترسره کېدو سپارښتنه ورته کوي.

همداراز یې په ښار کې د فرهنګي پیغامونو، بیرغونو، بورډونو او نورو فرهنګي چارو د ترسره کېدو له امله د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ ریاست روانې چاري ستایي او د خدماتو د لازیاتېدو له امله د نورو ښو چارو په تر سره کېدو هم ټینګار کوي.

تر دې وروسته د ښار یو شمېر هټیو ته راغی لومړۍ هټۍ ته د داخلېدو پر مهال والي صاحب له دوکاندار څخه د توکو د بیو، له ولس سره د مجاهدینو پرچلند د امنیتي ارګانونو له کړنو او نورو ستونزو پوښتنه وکړه، دوکاندار د مجاهدینو له روانو خدماتو او دا چې مزارشریف ښار کې د مجاهدینو په هڅو بشپړ امنیت ټینګ شوی له مسئولینو او مجاهدینو مننه کوي او د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو له کړنو زیاته خوښي څرګندوي.

تر رخصتېدو وروسته د یوې ادارې مسئول له هټۍوال پوښتي، دا مخامخ چې په مسکا خوږې خبري کوي دا مو والي صیب دی او تر څنګ روان یې امنیه قمندان او ښاروال صیب دی او د دې لپاره درته راغلي دي، چې ستاسي پوښتنه وکړي او ستاسي مشکلات له تاسو واوري.

د دوکاندار له ډېري خوښۍ سترګو کې اوښکې راځي او په ژړغوني اواز وایي خدایه شکر چې داسې والي صیب اومسئولین لرو چې د عمر فاروق(ض) تاریخ یې راژوندی کړ او د خپلو اسلافو په قدمونو روان دي، په لومړي ځل دومره لوړ پوړي مشران وینو چې د خپلو خلکو پوښتنه کوي او ستونزو ته یې رسیدګي کوي خدای جل‌َّجلاله دې دا مشران او دا اسلامي نظام تلپاتې لري.

په همدې توګه بیا له ګڼو دوکاندارانو سره ګوري، د هغوی د حال پوښتنه کوي، ستونزې یې آوري او د ستونزو د حل لپاره یې لازم اقدامات تر سره کوي او اړوند مسؤلینو ته خپله والي صیب لازم هدایات ورکوي.

د دې بهیر په یوه برخه کې له سوالګرو او مساکینو سره هم ګوري. والي صاحب مسکینان او غریب ماشومان په مینه خپل څنګ ته را بولي، پر سر یې د شفقت لاس تېروي او په مینه د هغوی د پوښتني ترڅنګ یې ستونزي ګوري او لاس نیوی یې هم کوي.

په حقیقت کې بلخ اوس د میني او ورورولی کور دی، د ولایت مقام هره ورځ د سلګونو هېوادوالو د لیدنو کوربه وي، بې له کوم توپیره والي صاحب له خپلو هېوادوالو سره ناسته ولاړه لري او له حال څخه یې ځان خبروي، د خپلو هېوادوالو په غم او خوښۍ کې ځان شریک بولي او د هر هېوادوال په خوله یې د ښېګڼې او نېکۍ داستانونه زمزمه کېږي.

د بلخ ځوانان، سپین ږیري، علماء کرام او ټول اوسېدونکي، والي صیب خپل هېرو”اتل” ګڼي او د بلخ په تاریخ کې والي صیب له هغو مشرانو ګڼي چې مشفق، زړۀسواند، متدیّن او په ولس مین او د تاریخ په زرینو کرښو کې به یې یادونه ژوندي پاتې وي.

والي صاحب د دې ولایت د سنګرونو ساتونکی، فاتح، سرلاری، د مجاهدینو د سترګو تور او د ولس د هیلو او امیدونو ترجمان او د دې ولایت د هري لوېشتې ځمکي د ازادۍ غازي او پاسبان دی چې خپل ولس یې د میني او اخوت په ګاڼه سمبال ساتلی دی.

په پای کې د بلخ ولایت د والي صاحب په ګډون د اسلامي امارت امیرالمؤمنین او ټولو مشرانو ته د روغ صحت او په اړوند چارو کې د بریا دعاء کوم او اسلامي امارت او د شهیدانو دا سپېڅلی کاروان همداسې سرلوړی او بریالی غواړم.

آمین یا ربِّ العٰلمین!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احسان الله

ګرانو مشرانو او مجاهدینو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته کومه لیکنه مو چې دبلخ د والی ، شاروال او امنی قمندان په هکله واورید باور وکړئ چې ډیر زیات پري خوشحاله شووم دا شکر څای دي چې هغه ظالم او جابر خلک یی له اففانستان نه وویستل او دهغوی پر څای یی ښایسته او په وطن مین علما راوستل چی دشپی لخوانه دخپل رعیت پوشتنه کوی او د هغوی ستنونزو ته دحل لیاری پیدا کوی ټولو افغانانو ته پکار ده چی خپل رب شکر ادا کړي او بیا دخپلو مشرانو اطاعت وکړي بیا مونږ کولای شو چی دا ملک نور… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx