
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل): د افغانستان کرکټ بورډ د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره د محمد نبي تر مشرۍ لاندې د لوبغاړو پنځلس کسیز متوازن نوملړ اعلان کړ.
په یاد پنځلس کسیز نوملړ کې د تېر اسیا جام هغه درې لوبغاړو پرځای چې د پام وړ کاکردګي یې نه وه ښودلې، نوي لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
یاد پنځلس کسیز نوملړ په لاندې ډول دی:
محمد نبي (لوبډلمشر)، رحمان الله ګربز، حضرت ځاځی، ابراهیم ځدران، عثمان غني، نجیب ځدران، درویش رسولي، راشد خان، عظمت الله عمرزی، سلیم صافی، قیس احمد، مجیب الرحمن ځدران، فضل حق فاروقي، نوین الحق او فرید احمد ملک.
🚨 BREAKING NEWS 🚨
Afghanistan Cricket Board today announced its 15-member squad for the ICC @T20WorldCup 2022, which will be played from 16th October to 13th November in Australia.
More: https://t.co/1x7it7hx5w pic.twitter.com/ToTKvyCzM4
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) September 15, 2022
دغه راز د کرکټ بورډ له لوري څلور احتیاطي لوبغاړي هم غوره شوي چې رحمت شاه، افسر ځاځی، شرف الدین اشرف او ګلبدین نائب په کې شامل دي.
په یاد نوملړ کې له اوږدې مودې وروسته قیس احمد ته ځای ورکړل شوی، په داسې حال کې چې درویش رسولي له ښه کېدو وروسته لوبډله کې ځای شوی دی.
حشمت شهیدي په اسیا جام کې پرته له لوبېدو له یاد نوملړ څخه کښینول شوی، او سمیع شینواری هم د لوبډلې برخه نه ده ګرځول شوې.
د یادونې وړ ده چې د شل اوریز نړیوال جام راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پېلیږي چې د نومبر تر ۱۳مې نیټې به دوام وکړي.