افغانستانورزش

کریم صادق ولې هېواد پریږدي او استرالیا ته ځي؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴ وږی، ۱۴۰۱ل): د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی کریم صادق د موقتي مودې لپاره افغانستان پریږدي او د یوې ځایي کرکټ کلب سره د روزونکي په حیث د تړون لپاره استرالیا ته ځي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه لاس په لاس کیږي چې ګواکې کریم صادق د اقتصادي ستونزو له کبله هېواد پریږدي، خو کرکټ بورډ دغه خبرونه افواهات او منفي تبلیغات ګڼي.

کریم صادق د څه لپاره هېواد پریږدي؟

د کرکټ بورډ سرچینو نن ټکی اسیا ته ویلي چې کریم صادق په استرالیا کې د یوه ځایي کلب سره د روزونکي په حیث تړون لاسلیک کړی، او په همدې موخه د یاد هېواد په لور رهي شوی دی.

د کرکټ بورډ د بشري منابعو سینیر آفیسر محمد الله نجم د کریم صادق په اړه وایي، کریم صادق د ملي لوبډلې پخوانی پېلیز لوبغاړی و او د افغانستان لپاره ګڼ شمېر لاسته راوړنې لري، جې په دې وروستیو کې یې د کرکټ بورډ سره د ملي اکادیمۍ د روزونکي تړون هم لاسلیک کړی و.

نوموړی زیاتوي چې کرکټ بورډ نوموړي ته ۱۰۰ زره افغانۍ معاش ورکوه، او په تېره نږدې کې یې دغه تړون تمدید او امضا کړی و.

محمد الله زیاتوي چې کریم صادق استرالیا ته ددې لپاره سفر کوي چې هلته یې د یوه ځایي کلب سره د روزونکي په حیث تړون لاسلیک کړی او له یاد تړون پای ته رسېدو وروسته به بېرته هېواد ته راستون او خپله دنده پېل کړي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ بورډ پخواني لوبغاړو ته د زونونو او ولایتونو په کچه او همدا راز په کرکټ بورډ کې د روزنې دندې ورکړې دي.

کریم صادق د افغان لوبډلې یو له هغو لوبغاړو څخه دی چې په مرسته یې افغان کرکټ نوي څلي ته ورسېد او په نړیواله کچه ومنل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جان تنی

په دی باید پوهه شی چی هیڅ افغان دی پنجابی مزدور لاس لاندی کار نشی کولی او خپل هیواد دی ازادی لپاره په خر قسم چی کولی شی مبارزه وکړی دا دی صادق ‌‌‌‌‌‌ډیر پرځایی تصمیم ده ##

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx