
کابل چې ما پخپلو سترګو وليد «۳مه برخه»
حفيظ الدين پيرزاده
له استاد ځلاند سرہ لیدنه:
۲۶ اگست
سھار چای مو په کانتننتل کې وڅکلې. لږہ شیبه پس زمان دیھاتي صیب د استاد لیدو ته راغی. ھغه یو ساعت له استاد سرہ خبرې وکړې او بیا رخصت شو.
لږہ شیبه پس ذاکري صیب ھم راغی او موږ د استاد ځلاند میلمستیا ته لاړو.
ډاکتر ځلاند سرہ زما پیژندگلوي وہ خو مخامخ مې نه و لیدلی. ھغه د قوي منطق، خندنۍ څیرې او لوړ استعداد لرونکی ځوان علمي کادر دی.
استاد راسخ العقیدہ مسلمان، او ملي گټو ته ژمن افغان دی. موږ په ډیرو موضوعاتو گټور بحثونه وکړل. ھغه د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل:
بھر میشتي روڼ اندي باید افغانستان یواځې پرینږدي، اوس له هر بل وخت څخه لا ډیر د دوی تجربو، وړاندیزونو، سپارښتنو ان سالم فشار، او نیوکو ته اړتیا ده.
د طالبانو د راتگ پر مھال، د ولس هېلې او توقعات بیخي لوړ وو، چې له بده مرغه، ګڼ مسایل برعکس وختل لکه د واک کامل انحصار، د حذف او رټلو سیاست ته مخه کول، د تکنوکراتو، با استعداده، لایقو او مسلکي ګمارنو پر ځای د انډیوالیزم پالل او نور خلک داسې مايوسه کړل چې که په دې برخه کې چټک بدلونونه را نه راشي، کیسه نوره هم خرابیږي.
د علمي کانفرانسونو دایرول، اوسنیو ستونزو ته
علمي/عملي حل لارې وړاندې کول، ځینو مھمو پوښتنو ته ځوابونه لټول، لکه ولې باید اساسي قانون ولرو؟
د مشروع دولت/حکومت اصول باید څه وي؟ او نور.
دا رنگ غونډې د افغانستان په مقایسه په اروپا، امریکا او نورو ځایونو کې په اسانۍ دایریدلی شي، ځکه په کور دننه، طالبان لا هم د نیوکو او وړاندیزونو پر توپير او د ارزښت په توګه ورته په کتلو کې ستونزې لري، ډیری سالمې نیوکې لا ھم ورته تخریب ښکاري، او ډیر انتقادونه دښمني!
د پایلې په توگه باید یادونه وکړم چې افغانستان ،د افغانانو او اسلامي حرکتونو وروستی تمځی او یو داسې
فرصت دی، که خدای مکړہ، دا ځل د اسلامي، ملي دولت په جوړولو کې ناکام شول، افغانستان به جغرافیه، او افغانان به هويت له لاسه ورکړي، نو ځکه باید عملي گامونه پورته کړو، له خبرو ډېر کم څه تر لاسه کیدای شي.
تر ډوډۍ متصل پس د جمعې لمانځه ته لاړو. دا لومړۍ ځل و چې ما په خطبه کې د مشر شیخ صیب نوم واورید؛ عجیب کیف یې وکړ، امام خطبه ویل او ما د موجودہ نظام له ټولو کمیو او نیمگړتیاو سرہ د لوی رب شکرونه ایستل چې په ټول اسلامي امت کې یې یواځې موږ ته د شرعي نظام قایمولو فرصت را په برخه کړ!
استاد ترہ کی مو نور ھوټل ته را ورساوہ، دولتزی صیب ورسرہ پاته شو، ذاکري صیب او زہ د رحمت الله کاکا زادہ صیب لیدلو ته ورغلو. د ھغه کور د کانټننتل ھوټل سرہ ډیر نژدې و.
ماته یو بل ستر زیری دا و چې عنایت الله کاکړ صیب ( د کاکا زادہ صیب ورور ) ھم له کراچۍ څخه کابل ته راغلی و. د ھغه د مریضۍ ( فالج ) پر مھال مې تل د ھغه صحت پوښتلو ھڅه کړې وہ، کله به مو د کشر مولانا صیب نصر الله کاکا زادہ، کله د مشر کاکا زادہ صیب او کله د کورنۍ د نورو غړیو له لیارې، خو د خپلو صحي معاذیرو او نورو بوختیاو له امله مو ھغسې احوال نه و اخیستی لکه څرنگ چې پکار و.
کابل ته له راتگ مخکې مو څو ځل زړہ کې وگرځیدل چې که د پاکستان د ویزې اسانتیاوې وې نو زہ به د خپل ورور پڅیر ملگري پوښتنې ته کراچۍ ته ځم! خو د لوی رب کرم و؛ کراچۍ یې راته کابل ته راوستې وہ!!
کاکړ د اا د فرھنگي مبارزې داسې یو کلک سنگر و چې بیباکه قلم او حق ویونکې ژبې به یې تل د ازغیو پر ډیرۍ کینولی و، خو اوس د ھغو ټولو ناخوالو سرہ سرہ، تقدیر د ناځوانه مرض فالج له ازموینې سرہ ھم مخ کړی و.
موږ له نورو میلمنو سرہ په میلمستون کې ناست وو چې ھغه د کور د ھلکانو په مرسته بیرون راغی! ما په غیږ کې ونیو، ښکل مې کړ، ھغه څه ویل غوښتل خو فالج یې تر ھر څه زیات پر ژبه تأثیر کړی، د زړہ خبرہ یې په زړہ کې پاته شوہ.
ھغه د قوي استدلال او فصیحې ژبې څښتن و. خدای شته زہ یې ھم اوسني صحي حالت پسې واخیستم، ځان مې ټینگ نه کړای، میلمستون مې پریښود، له کورہ بیرون لاړم، د اوښکو سیلاب لکه کور نړیدلی افغان داسې په مخه کړی وم چې خپله ھم نه پوھیدم چرته ځم!!
لږ شیبه پس، چې فکري او روحي حالت مې یو څه نورمال شو، بیرته راغلم. کاکړ صیب یو ماشوم کور ته ولیږہ. ھغه یې څه په ژبه او څه په اشارو پوہ کړ چې پکول یې راوړي تر څو یې ماته ھدیه کړي!
ما بیا ھماغه پکول په ټولو مجالسو کې په سر کاوہ!
له ھغه ځایه پر لارہ ما ذاکري صیب ته وویل: موږ د یو ملت په توگه ډیر بدمرغه انسانان یو او بیا د ااا د فرھنگي مبارزینو په توگه تر ھغې لا ډیر بدمرغه یو.
د عبد الحی مطمئن صیب د ټولې قلمي مبارزې پاداش د محرومیت او فقر مرگ و، دا نور ھم پر ھغه ور قیاس کړئ!
آیا موږ نه شو کولای چې د فرھنگ او اطلاعاتو وزارت یا د کوم بل دولتي چوکاټ په اډانه کې د یوې داسې ټولنې بنسټ کیږدو چې په تنگسیا او ناوړہ شرایطو کې د بېکسو، معیوبو، رنځورو او معلولو فرھنگیانو لاس نیوی وکړي؟!
د جنازې بازو مې نیسه
چرته به ما په راستی خوله در کړې وینه
د ااا سیاسي کمیسون سرہ مجلس
دا لړۍ ادامه لري