نظــر

خلکو سره د ځينو طالبانو چلند ولې عادي نه دی؟

عبيدالله دقيق- کابل

په هېواد د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ وروسته چې يو ځل بيا د غرونو، اطرافو، مسافر او پردېس طالبان د ښارونو لور ته مخه کړه، نو د ښار د خلکو په نظر کې د عادي انسانانو په څېر نه مګر د يو ډول ځانګړو او بېلو انسانانو په توګه انځور شول.

تر ډېره وخته او لا اوس هم په پوره توګه طالبان او د ښارونو خلک سره بلد شوي نه دي او لاهم یو بل ته بدل او نااشنا ښکاريږي.

مګر بل لور ته چې ګورې طالبان هم د همدې وطن خلک دي، انسانان دي او د نورو خلکو په څېر د ژوند کولو هڅه کوي، خو له دې سره سره بيا څو لاملونه شته دي چې د ښارونو اوسېدونکي او طالبان يې سره بېل کړي دي.

د طالبانو د غرونو ژوند:
دا طبعي خبره ده چې د هر ځای او هرې سيمې د اوسېدونکو ژوند سره توپير لري، که چېرته موږ د کابل ښار ژوند د اروپا د يو بل ښار له ژوند سره پرتله کړو، نو خامخا به راته د دواړو ښارونو ژوند د ځمکې او اسمان په توپير ښکاره شي.

همداسې زموږ پخپل هيواد کې هم د عامو افغانانو د ښارونو، کليو، بانډو او غرونو د خلکو ژوند سره فرق کوي، ځينې داسې خویونه او صفتونه چې د اطرافو خلکو کې وو يا شته، د ښار په خلکو کې نشته او ځينې داسې خویونه چې د ښار په خلکو کې شته دي، د اطرافو په خلکو کې نشته.

طالبان هم چې ددې هیواد اتباع دي، په کې ښاري هم شته، کليوال هم او غرييز هم خو دا چې تېر شل کلونو کې چا په ښارونو او کليو کې عادي ژوند ته نه پرېښودل نو مجبور وو چې په غرونو کې ژوند وکړي او د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، هماغه و چې په اطرافي سيمو کې يې د اطرافي خلکو سره د ناستې ولاړې له امله د هغو خلکو خویونه او عادتونه خپل کړل چې د ښار د خلکو له ژوند او وضعيت سره په توپير کې دي.

تکليفونه، بې خوبۍ او ترخې شپې:
څنګه چې د انسان لپاره تنفس، اوبه او خواړه اړتيا لري، همدا راز خوب او ارام هم د انسان د اعصابي سکون لپاره ضروري دی، خو په تېرو شلو کلونو د نارمل خوب او ذهنۍ ارامۍ نه طالبان بې برخې وو، ځکه چې د ورځې به په سنګرونو کې دښمن ته په کمين او غرونو رغونو کې په مزلونو تېره شوه او شپه به يې د چاپو له امله بې خوبه تېره کړه، همدا راز د ملګرو شهادتونه، زندانونه او ډول ډول نور کړاوونه هغه څه دي چې د اسلامي امارت د مجاهدينو ژوند يې نا ارام کړی و او هغوی خپل ذهني سکون له لاسه ورکړی دی، همد راز طالبان چې شل کاله يې د باطل په مقابل کې د حق په طرفدارۍ مبارزه وکړه، ډېر وخت په واړه ناروا عمل هم ژر غوسه کيږي او دا همدا تاثير دی چې طالبان د حق په پلوي او باطل وړاندې اقدام کې جدي دي او په دې برخه کې يې شل کاله ژوند تېر کړی دی.

موږ تاسو ښايي طالبان له لرې ليدلي وي چې د زشت چلند، تېزې رويې او تند دريځ درلودونکي وي، خو زه په باور سره ويلی شم چې دا د دوی قصدي اعمال نه مګر د دوی مجبوريت دی او ان شاء الله چې د وخت په تېرېدو سره لکه د ښارونو اوسېدونکي يې چې کيسې کوي، حالت عادي شي.

موږ تاسو وينو چې مسترح، په سکون او ارام کې انسان او بل لور ته ستړی، لالهانده، فقر، غربت او بېچارګۍ ځپلی انسان څومره توپير سره لري، همداسې طالبان هم د ستړو انسانانو په څېر چې په تېرو شلو کلونو کې يې هر ډول ستړياوې، تکليفونه، غمونه، اندېښنې او تکليفونه وګالل او لا يې هم ګالي نو دومره ژر به چېرته ممکنه وي چې د ښار د خلکو غوندې نرم او عادي دې اوسي. خو بل اړخ ته چې وګورو او طالبانو سره له نږدې پاتې شو نو دوی د ترحم، شفقت، خواخوږۍ او مظلوم پالنې او ظالم ماتونې لوی اتلان دي او ان شاء الله چې ددې وطن د ګټو د ساتنې او دفاع په اړه به ډېر ګټور ثابت شي.

مګر له دې ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره اوس چې طالبان د واک سر ته رسېدلي دي، لازمه ده چې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړي او له ولس سره د لاښه چلند پخپلولو سره د ولسي خلکو زړونه راخپل کړي‌.

الله دې زموږ د هيواد د هوساينې، ارامۍ او پرمختګ اتلان کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx